• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شوبانکر میشرا: افغان کرېکټ لوبډلې بیا ځان په نړیوالو سیالیو کې ثابت کړ

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۰

د کرېکټ هندي مبصر شوبانکر میشرا د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلې د بریا هرکلی کړی، چې ایرلینډ ته یې ماتې ورکړه او د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده. نوموړی وایي، دا بریا ښيي چې افغانستان د اسیا دویمه بهترینه لوبډله ده او په لویو ایونټونو کې ځان ثابتوي.

شوبانکر میشرا په خپل فیسبوک پوسټ کې په پښتو لیکلي: «د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلې ایرلینډ ته ماته ورکړه او د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. د افغانستان ګران ولس ته دې ډېر ډېر مبارک وي.»

نوموړي همدا راز لیکلي، دې بریا یو ځل بیا زما خبره رښتیا کړه چې افغانستان رېښتیا هم د اسیا دویمه بهترینه لوبډله ده.

نوموړي زیاته کړې: « لویې لوبډلې په لویو ایونټونو کې ځان ثابتوي، او افغانستان یو ځل بیا ځان ثابت کړ».

شوبانکر میشرا ټينګار کړی چې هیله لري افغان لوبډله به د کرکټ په ډګر کې همداسې مخ پر وړاندې لاړه شي او نورې سترې بریاوې به ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا له وړاندې د ۱۹ کلنو نړیوال جام تر سیالیو مخکې تحلیلي راپور خپور کړی و، چې په کې د ځینو لوبغاړو وړتیاوې او د ځلېدو امکان ښودل شوی و.

له افغانستان یوازې فیصل خان په دې راپور کې یاد شوی و، چې په دغه سیالیو کې په ځانګړي ډول وځلېد. فیصل خان د نولس کلنو نړیوال جام په یوه لوبه کې د ۱۶۳ منډو په جوړولو سره لومړی افغان لوبغاړی شو چې داسې بریا ترلاسه کوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

افغان لوبډلې د نوولس کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۰
افغان لوبډلې د نوولس کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده
100%

له نوولس کلنې کم عمره افغان کرکت لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او په دې سره یې د روان کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده.

د ډله‌ییزو لوبو پړاو تر پای ته رسېدو وروسته چې ۱۶ لوبډلو په څلورو ګروپونو کې برخه اخیستې وه، ۱۲ غوره لوبډلې د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته ووتلې او په دوو ډلو کې یې سیالۍ پیل کړې.

افغانستان چې د ډله‌ییزو لوبو پړاو په څلورم ګروپ کې د درېیو پرله‌پسې بریاوو سره د ګروپ په سر کې راغلی و، د شپږو غوره لوبډلو پړاو په لومړۍ لوبه کې یې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه. سریلانکا چارشنبه په خپله دویمه لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او د شپږو نمرو په ترلاسه کولو سره د ګروپ ترټولو مخکښه لوبډله شوه. په همدې ګروپ کې اسټرالیا د اتو نمرو سره مخکښه ده. د دغه شرایطو له مخې؛ د افغانستان لوبډلې نیمه‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره یوازې د اېرلنډ پر وړاندې بریا ته اړتیا لرله.

استرالیا نیمه‌پایلوبې ته خپل تګ حتمي کړی دی. په دویم ګروپ کې د هند او انګلستان لوبډلې چې دواړه شپږ-شپږ نمرې لري، د لومړۍ او دویمې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوبې ته وتلې دي. اوس چې افغانستان نیمه پایلوبې ته ووت راتلونکې لوبه کې به له هند سره مخامخ کیږي.

افغان لوبغاړی فردوس نعیمي د مکسیکو کاردوزو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۰
افغان لوبغاړی فردوس نعیمي د مکسیکو کاردوزو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي
100%

د ازاده مبارزو افغان لوبغاړی فردوس نعیمي به د «یونیفایډ» سازمان په ۶۶مې سیالۍ کې د مکسیکو د رامون کاردوزو په وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبه به د ۱۴۰۴کال د کب په لومړۍ نېټه د کاناډا په ټورنټو ښار کې ترسره شي.

دغه سیالي به د ۶۳ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي؛ نعیمي به د یو نه ماتېدونکي ریکارډ سره د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه افغان لوبغاړي تر اوسه په خپلو شپږو مسلکي سیالیو کې کومه ماتې نه‌ده خوړلې.

نعیمي د «روف نېشن» سازمان په خپلې وروستۍ لوبه کې د امریکا په اریزونا کې امریکایي لوبغاړي ډی انډر انډرسون ته ماتې ورکړه. بل پلو د مکسیکو رامون کاردوزو په پنځلسو مسلکي لوبو کې لس بریاوې او پنځه ماتې لري.

100%

د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د مالیزیا پر وړاندې لوبه کوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د مالیزیا پر وړاندې لوبه کوي
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د سعودي عربستان پر وړاندې تر بریا وروسته نن جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې د مالیزیا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د اندونیزیا د جاکارتا ښار په ولودروم لوبغالي کې د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو پیلېږي.

دغه لوبه د افغانستان لپاره خورا مهمه ده. د مالیزیا پر وړاندې بریا به بل پړاو ته د افغان لوبډلې تګ حتمي کړي. د سعودي عربستان پر وړاندې د افغانستان پیاوړې لوبې د مینه‌والو هیلې څو برابره کړې دي.

له بلې خوا مالیزیا چې په خپلې لومړۍ لوبه کې د ۴–۱ په پایله کې له ایران څخه ماتې خوړلې، په دغه سیاليو کې د پاتې کېدو لپاره وروستی چانس لري. افغانستان به تر دغه لوبې وروسته د ډله‌ییزو سیالیو پړاو په وروستۍ لوبه کې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د ایران پر وړاندې ولوبېږي؛ هغه سیالي چې د دغه پړاو تر ټولو سخته ازموینه بلل کېږي. دغه لوبه به هم د جاکارتا په ولودروم لوبغالي کې د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو پیل شي.

د څلورم ګروپ په ډلبندۍ کې ایران او افغانستان دواړه د درې ـ درې امتیازونو سره په لومړي او دویم ځای کې دي؛ خو مالیزیا او سعودي عربستان تر اوسه کوم امتیاز نه‌لري. که ایران د سعودي عربستان پر وړاندې بریا ترلاسه کړي او افغانستان مالیزیا ته ماتې ورکړي، دواړه لوبډلې به شپږ امتیازونه ترلاسه کړي او بل پړاو ته به لاره ومومي.

په نورو ګروپونو کې هم تر ډېره بل پړاو ته د تلونکو لوبډلو برخلیک روښانه شوی. د لومړي ګروپ څخه کوربه اندونیزیا او عراق د شپږو امتیازونو په لرلو بل پړاو ته وتلي او قرغزستان او سویلي کوریا له سیالیو څخه بهر شوي دي. په دویم ګروپ کې هم ټایلنډ او ویتنام لوبډلو بل پړاو ته لار موندلې ده.

په درېیم ګروپ کې بیا سیالي د جاپان، ازبکستان، تاجکستان او اسټرالیا ترمنځ روانه ده، چې جاپان درې امتیازونه لري او ازبکستان او تاجکستان هر یو، یو ـ یو امتیاز لري.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ اېرلنډ پر وړاندې بریا نیمه‌پایلوبې ته د افغانستان د رسېدو یوازینۍ لاره

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰
د کرېکټ نړۍوال جام؛ اېرلنډ پر وړاندې بریا نیمه‌پایلوبې ته د افغانستان د رسېدو یوازینۍ لاره
100%

د سریلانکا له لوري د سویلي افریقا پر وړاندې تر بریا وروسته د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام نیمه‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره د کرېکټ ملي لوبډلې یوازینۍ لاره د اېرلنډ پر وړاندې بریا ده.

افغانستان به نن جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ماسپښین په ۱۲:۰۰ بجو د زېمبابوې په هراره لوبغالي کې په یوې برخلیک ټاکونکې لوبه کې د اېرلنډ پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه سیالي د نړۍوال جام د «شپږو غوره» لوبډلو پړاو د لومړۍ ډلې په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د ډله‌ییزو لوبو پړاو تر پای ته رسېدو وروسته چې ۱۶ لوبډلو په څلورو ګروپونو کې برخه اخیستې وه، ۱۲ غوره لوبډلې د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته ووتلې او په دوو ډلو کې یې سیالۍ پیل کړې.

افغانستان چې د ډله‌ییزو لوبو پړاو په څلورم ګروپ کې د درېیو پرله‌پسې بریاوو سره د ګروپ په سر کې راغلی و، د شپږو غوره لوبډلو پړاو په لومړۍ لوبه کې یې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه. سریلانکا پرون په خپله دویمه لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او د شپږو نمرو په ترلاسه کولو سره د ګروپ ترټولو مخکښه لوبډله شوه. په همدې ګروپ کې اسټرالیا د اتو نمرو سره مخکښه ده او افغانستان د څلورو نمرو سره د سریلانکا تر شا روان دی.

د دغه شرایطو له مخې؛ د افغانستان لوبډله نیمه‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره یوازې د اېرلنډ پر وړاندې بریا ته اړتیا لري. د سریلانکا پرتله د افغانستان د منډو ښې کچې (رن‌رېټ) له امله د دغه لوبې دوه نمرې افغانستان ته بسنه کوي؛ څو د ګروپ د دویمې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوبې ته لار ومومي.

له بلې خوا د اېرلنډ لوبډله چې بې له کومې نمرې د جدول په وروستي ځای کې ده، لا له وړاندې له سیالیو بهر شوې او ننۍ لوبه ورته تشریفاتي بڼه لري؛ خو همدا چاره کولای شي لوبه د افغانستان لپاره له اټکل څخه وتلې کړي.

د غوره شپږو لوبډلو پړاو د لومړۍ ډلې نورې لوبې پای ته رسېدلې دي. د وېسټ‌انډیز، سویلي افریقا او اېرلنډ لوبډلې له سیالیو بهر شوې او استرالیا نیمه‌پایلوبې ته خپل تګ حتمي کړی دی. اوس د یادې ډلې د دویمې برخې برخلیک یوازې د افغانستان او اېرلنډ د لوبې پایلې پورې تړلی دی.

په دویم ګروپ کې د هندوستان او انګلستان لوبډلې چې دواړه شپږ-شپږ نمرې لري، د لومړۍ او دویمې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوبې ته وتلې دي. که افغانستان بریالی شي؛ نو په نیمه‌پایلوبه کې به له هندوستان سره مخامخ شي.

د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پاى ته ورسېدې

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰
د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پاى ته ورسېدې
100%

د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې ژمنۍ سیالۍ د دوو لوبډلو ترمنځ ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېدې.

په نورستان کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن ( پنجشنبه د سلواغې ۹مه) د یاد ولایت په منډول ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو تنظیموونکي شرف خان رسولي ویلي: «له دې سياليو څخه موخه د ولایتي لوبو لپاره چمتووالی، د لوبغاړو پیاوړتیا، د ولایتي ټیم لپاره د غوره اسونو او چاپندازانو غوراوی او همدارنګه د خلکو ترمنځ د یووالي، اتفاق او پیوستون ښودل وو».

د سیالیو په لړ کې دوه لوبډلې د ښو امتیازونو په ترلاسه کولو سره پایلوبې ته وتلې وې، خو د دواړو لوبډلو ترمنځ تر سخت رقابت وروسته پایلوبه ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېده.