تازه خبر

حامد کرزی له جرمني څخه بېرته افغانستان ته ستون شو

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن مازېګر له جرمني څخه بېرته افغانستان ته رسېدلی دی. کرزی د روان کال د مرغومي په ۱۲مه د درملنې په موخه جرمني ته سفر کړی و. هغه د طالبانو تر واک لاندې له سختو شرایطو سره ژوند کوي

وویل کېږي، چې پخوانی ولسمشر لویدیځ هیوادونه په ځانګړې توګه جرمني د افغانستان د راتلونکي لپاره د هغه لید ته ډیر ارزښت ورکوي.