اسراییلي رسنۍ وایي چې پوځ په غزه کې د «۷۰ زره» کسانو وژل کېدل تایید کړي دي

د اسراییلي رسنیو د راپورونو لهمخې، د دغه هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو تایید کړې ده چې د غزې په جګړه کې شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې اسراییلي چارواکو د غزې د روغتیا وزارت له لوري اعلان شوې د مرګژوبلې شمېرې ناسمې بللې.
له دې سره، د ملګرو ملتونو هم له ډېرې مودې راهیسې د غزې د روغتیایي بنسټونو له خوا ثبت شوې شمېرې دقیقې بللې دي، خو اسراییل تل پر دغو ارقامو شک درلود او استدلال یې کاوه چې د غزې د روغتیا وزارت د حماس تر ادارې لاندې دی او د باور وړ نه دی.
د غزې د روغتیا وزارت د تازه شمېرو په وړاندې کولو سره، په غزه کې د قربانیانو ټولییز شمېر له ۷۱ زرو څخه زیات ښودلی دی؛ په دې شمېره کې هغه څه باندې ۴۸۰ کسان هم شامل دي چې د اکټوبر په میاشت کې د امریکا په منځګړیتوب له شوي اوربند راهیسې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د قربانیانو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي او په زرګونو نور کسان هم تر خاورو او کنډوالو لاندې دي او تري تم پاتې دي.
د اسراییل «ینت» خبري وېبپاڼې او څو نورو معتبرو رسنیو د دغه هېواد له لوړپوړو پوځي چارواکو سره د پنجشنبې ورځې ناستې ته په اشارې راپور ورکړی، چې پوځ ورته شمېرې منلې دي.
د «ینت» خبري وېبپاڼې د دغه هېواد د یوه رسمي چارواکي له قوله راپور ورکړی: «زموږ د ارزونې لهمخې، د جګړې پر مهال د تري تم شویو کسانو له شمېر پرته، د غزې شاوخوا ۷۰ زره اوسېدونکي وژل شوي دي».
دغه چارواکي زیاته کړې ده: «دمګړی د وسلهوالو ډلو د غړو او هغو کسانو ترمنځ چې په جګړه کې یې لاس نه درلود، د توپیر او جلا کولو پر کار بوخت یو».
د دغو راپورونو په غبرګون کې، د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې «خپاره شوي جزییات د اسراییل د دفاعي ځواکونو رسمي معلومات نه منعکس کوي.» دغه بنسټ زیاته کړه: «په دې اړه هر ډول راپور یا معلومات به د رسمي او منظمو چینلونو له لارې خپاره شي».
