• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان پېښو ته د خواجه اصف غبرګون؛ دا د حقونو مبارزه نه، د بهرنیو په ملاتړ ترهګري ده

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په بلوچستان کې نننیو بریدونو ته په غبرګون ویلي، چې دا بریدونه د حقونو د مبارزې لپاره نه، بلکې د بهرنیو په ملاتړ ترهګري ده او موخه یې د پاکستان او بلوچستان خلک په نښه کول دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بلوچ ازادۍ پوځ له‌خوا هممهاله په څو سیمو کې تر بریدونو وروسته د یاد هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې دا بریدونه «د حقونو لپاره مبارزه نه، بلکې دا له بهرنۍ ملاتړه برخمنه ترهګري ده او موخه یې د بلوچستان د خلکو په نښه کول دي».

نوموړي بلوچ د ازادي پوځ «عناصر» بللي دي او وايي:«دا عناصر نه پرمختګ زغمي او نه سوله، له همدې امله دوی کارګران، مساپر او عادي وګړي په نښه کوي او غواړي پرمختیايي پروژې او د کار فرصتونه له‌منځه یوسي».

نوموړي ادعا کړې، چې د بلوچ ازادۍ پوځ د جرمي شبکو، د نشه‌يي توکو له اقتصاد، باج اخیستنې او قاچاق څخه مالي مرستې ترلاسه کوي.

خواجه اصف ویلي، چې پاکستان به د یادې ډلې پر وړاندې سخت اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بلوچ ازادۍ پوځ نن د شنبې په ورځ پر یوه وخت په کویټه، سیبۍ، چین او نورو سیمو کې بریدونه وکړل. په یادو بریدونو کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه ضد او نقیص راپورونه ورکړل شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اسراییلي چارواکي: اسراییل د ایران په چاودنو کې لاس نه لري

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۰

اسراییلي چارواکو ویلي چې هېواد یې د هغو چاودنو په لړۍ کې هېڅ رول نه لري چې د شنبې په ورځ په ایران کې رامنځته شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د دوو اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل په دغو پېښو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې. د راپور له مخې، د اسراییلیو امنیتي چارواکي هم د دغه هېواد ملي راډیو ـ تلویزیون ته په مرکه کې د اسراییل د ښکېلتیا ادعاوې رد کړې دي.

په ورته وخت کې، یو پوځي چارواکي ویلي: «موږ نه پوهېږو چې ایا امریکا په دې پېښو کې دخیل وه که نه.»

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو چاودنو د لاملونو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، خو راپورونه وايي چې دا پېښې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوې دي. د موضوع په اړه لا هم څېړنې روانې دي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

هغه بریتانوي سرتېری چې په افغانستان کې معیوب شوی وه د انټرکټیکا لوړه څوکه فتح کړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۰

هري بودها مګار، چې د بریتانیا د کینټ د کانټربري اوسېدونکی دی، په ۲۰۱۰کال کې په افغانستان کې د بریتانوي پوځ د خدمت پر مهال د ماین د چاودنې له امله خپلې دواړه پښې له زنګون پورته له لاسه ورکړې. هغه لومړی معیوب کس شو چې د انټرکټیکا د ماونټ وینسن ۱۶،۰۵۹فوټه لوړې څوکې ته ختلی دی.

مګار، دا تر درې ورځني سخت او ستړي کوونکي مزل وروسته ترسره کړل. دا بریا د کلونو روزنې وروسته ترلاسه شوه، څو ځان د دغه ریکارډ ماتونکي هڅې لپاره چمتو کړي.

هغه وویل: «ختل ډېر سخت وو، د هوا شرایط او د لارې ستونزې داسې وې چې زه په رښتیا هم په لاسونو او زنګونونو څښېدم او د غره سر ته مې له سختې مبارزې وروسته ځان ورساوه.»

اېمل ولي خان د بلوڅ ازادي غوښتونکو د بریدونو سره هممهاله لیکلي؛ پاکستان زنده اباد

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په بلوچستان کې د بلوڅو ازادي غوښتونکو د ډلې له بریدونو سره هم مهاله د پاکستان زنده اباد تر څنګ له خلکو غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د خپل هیواد سره ټینګ ودریږي. اېمل ولي خان لیکلی:« الله دې د سوله ییزو پاکستانیانو سره وي.»

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان نن شنبه، د سلواغې پر ۱۱مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې نوموړی د بلوچستان او د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې ولس د هرې شېبې څخه خبر وساتي ترڅو اوازې رد شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې نن سهار د بلوڅو بېلتون غوښتونکې ډلې د بلوچستان په څو ځایونو کې پرله پسې بریدونه وکړل او د پاکستان امنیتي ادارو ودانۍ یې په نښه کړې.

د پاکستان امنیتي ادارو او بلوڅ بېلتونپاله ډلې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعاګانې کړي دي.

د سردار اختر منګل نیوکه؛ د بلوچستان وضعیت خراب دی او رسنۍ چپ دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر منګل ویلی، چې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو رسنۍ چوپ دي. هغه وویل:«ما هیڅکله په خپل ژوند کې داسې د اندېښنې وړ وضعیت نه دی لیدلی. ایا د کورنیو چارو وزیر دا روښانه کولی شي چې د پولیسو د حوزې مشر چیرته دی؟»

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر منګل نن شنبه، د سلواغې پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي، چې په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت په بشپړ ډول له کنټرول څخه بهر دی.

هغه د پاکستان فدارلي حکومت ته په اشارې وویل:«مهمه نده چې دوی څومره هڅه کوي موږ خاموش کړي، حقیقت باید په روښانه توګه بیان شي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په بلوچستان کې یوې خبري ناسته کې وویل، چې د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په مختلفو ښارونو کې په نښتو کې ۱۰ امنیتي ځواکونه او ۳۷ وسله وال وژل شوي دي.

پولیسو ویلي، چې لسګونو وسلوالو په یوه زندان هم برید وکړ او له ۳۰ څخه ډیر بندیان یې خوشې کړل.

نن شنبه د بلوچ بیلتونپالو لخوا د بلوچستان په ۱۲ بېلابېلو سیمو کې د یو وخت بریدونو وروسته په کویټه، سیبي او چمن کې مخابراتي خدمات قطع شوي دي.

د بلوچ ازادۍ پوځ دمخه د خپلو عملیاتو د دوهم پړاو پیل اعلان کړی، چې د "عملیاتو اتل" په نوم یادیږي.

په یوه بیان کې د دې ډلې ویاند جیند بلوچ د بریدونو مرحله د «اشغالګر حکومت او د هغې د نظامي جوړښتونو» په وړاندې د "کلک مقاومت اعلان" په توګه بیان کړه.

د اسراییل هوايي بریدونو په غزه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د شنبې په ورځ د اسراییلو په هوايي بریدونو کې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. اسراییلي پوځ ویلي چې د دې پېښو راپورونه تر څېړنې لاندې دي، خو تر اوسه یې د بریدونو پخلی نه دی کړی.

د فلسطین رسمي خبري اژانس «وفا» راپور ورکړی چې یو هوايي برید د غزې ښار کې یو اپارتمان په نښه کړی، چې له امله یې درې ماشومان او دوه ښځې وژل شوي دي. همداراز، په خان‌یونس ښار کې یوه خېمه هم د بل برید موخه ګرځېدلې ده.

د قربانیانو خپلوان د اوربند د سرغړونې په اړه نیوکې کوي او وایي چې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي. سره له دې چې په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند هوکړه شوې، خو دواړه لوري یو پر بل د دې تړون د ماتولو تورونه لګوي.

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د اوربند له اعلان وروسته تر اوسه له ۵۰۰ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.