• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا عبدالغني برادر به په هرات کې د ترکمن پلاوي سره رسمي لیدنه وکړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، به نن په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزیر، رشید مردوف په مشرۍ له لوړ پوړي ترکمن پلاوي سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه رسمي لیدنه وکړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لیدنه به نن یکشنبه د سلواغې ۱۲مه د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي.

ویل کیږي چې په دې لیدنه کې به د سوداګرۍ، ترانسپورت او پانګونې د همکارۍ د پراختیا لپاره د بحث امکانات وڅېړل شي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د تاجکستان او افغانستان ترمنځ ګډ بازار د بدخشان خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۰ GMT+۰
100%

د بدخشان ولایت اوسېدونکي وایي، د دې ولایت په نسي ولسوالۍ کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ جوړ شوی ګډ بازار د پېر او پلور په برخه کې د هغوی لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

دغه بازار د اوونۍ په دوو ورځو، یعنې د شنبې او یکشنبې په ورځو، فعال وي او د بدخشان د شغنان، نسي، اشکاشم، مایمي او خواهان ولسوالیو اوسېدونکي ورته ورځي. خلک کولی شي له دې بازار څخه خوراکي او نور لومړني توکي په ارزانه بیه ترلاسه کړي.

راپور زیاتوي، دا بازار د امو پله ته څېرمه موقعیت لري او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ تر ټولو نږدې سرحدي نقطه بلل کېږي.

د نسي ولسوالۍ د طالبانو ولسوال ویلي، چې دغه بازار د خلکو د اسانتیا لپاره یوه ښه وسیله او د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو نښه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د تاجکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د ناامنۍ راپورونه هم ورکړل شوي دي. څه موده وړاندې، د راپورونو له مخې، څو چینایي وګړي د وسله‌والو له خوا وژل شوي وو.

تاجکستان د افغانستان په شمال کې پروت هېواد دی او د امو سیند په اوږدو کې له افغانستان سره شاوخوا ۱۳۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

طالبان وایي چې په زابل ولایت کې یې د کډوالو لپاره دویم ښارګوټي پرانستی دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په زابل ولایت کې یې د شیخ متي بابا د کډوالو دویم ښارګوټی پرانستی دی. دغه وزارت زیاتوي، چې په یاد ښارګوټي کې د راستنو شویو کورنیو لپاره بشپړې بنسټیزې او ټولنیزې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

په زابل کې د طالبانو د والي دفتر رییس قدرت‌الله بدري وایي، دغه ښارګوټی شاوخوا ۴ زره او ۳۳۰ جریبه پراخوالی لري او د ۵ زره راستنو شویو کورنیو لپاره ځانګړی شوی.

نوموړي زیاته کړې: «په ښارګوټي کې روغتیایي مرکزونه، جومانونه، ښوونځي، مدرسې، درالعلوم، تفریحي پارکونه، لوبغالي او سوداګریز مرکزونه جوړ شوي، او له طرزالعمل سره سم به هر راستنه شوې کورنۍ ته یوه ۵ بسویي ځمکه ورکړل شي.»

زابل کې د طالبانو کډوالو چارو رییس مولوي عبدالعلي جهادیار بیا وایي: «موږ هڅه کوو، چې د کډوالو ستونزې په وخت حل او د هغوی ژوند اسانتیاوې برابرې کړو.» نوموړي دغه ښارګوټی د مهاجرینو د ژوند د ښه والي او د ټولنیز ثبات لپاره مهم وباله.

طالب چارواکو دغه ښارګوټی مهم وبله او ډاډ یې ورکړ چې د ټولې پروژې عملي کول به د سیمې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره ګټور تمام شي.

په دې ورستیو کې له ګاونډي هېوادونو ایران او پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال مجبور شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي. دا جبري ستنېدنې د اقتصادي ستونزو، امنیتي وضعیت او د کډوالو د ملاتړ د نشتوالي له امله ترسره شوي، چې د ستنېدونکو ژوند ته یې ګڼې ننګونې رامنځته کړې دي.

نړیوال سازمانونه او د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (UNHCR) دغه ستنېدنې جدي بحران ګڼلی او د افغانستان او نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې چې د راستنېدونکو لپاره د خوندي ژوند، مناسب سرپناه، روغتیایي خدماتو او بنسټیزو اسانتیاوو زمینه برابره کړي.

ملګري ملتونه: میلیونونه افغانان د اقتصادي ځواکمنتیا او نوې انرژۍ ګټې ترلاسه کړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وایي چې، د خلکو ژوند ښه کولو او د اقتصادي فرصتونو پراخولو لپاره یې مهم ګامونه پورته کړي، چې د ۹۰ زره کاروبارونو ملاتړ او د میلیونونو افغانانو لپاره د بنسټيزو اړتیاوو او پاکې انرژۍ لاسرسی پکې شامل دی.

ملګرو ملتونو دغه ادارې په ایکس لیکلي، چې په افغانستان کې یې د ۹۰ زره کاروبارونو ملاتړ، د ۶.۴ میلیون خلکو لپاره د بنسټيزې اړتیا ښه‌والی او د ۴.۸ میلیون افغانانو لپاره د نوي کېدونکې انرژۍ لاسرسی پراخ کړی دی.

دیو این ډي پي اجرایوي مشر سرودریکس ویلي، چې دا پروګرامونه د خلکو اقتصادي ځواکمنتیا او د ژوند معیار لوړولو لپاره مهم ګامونه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغو اقداماتو له لارې هڅه کېږي چې افغانان له اقتصادي ستونزو ملاتړ ترلاسه کړي او د انرژۍ او بنسټيزو اړتیاوو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې ولري.

سراج الحق: بلوچستان کې د نا امنۍ پېښې د اندېښنې وړ او عاجل اقدامات اړین دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۳ GMT+۰
100%

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو دوام، د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو وژل او د امن او امان خراب وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی.

هغه په ایکس پوسټ کې ټینګار کړی، چې وروستۍ بریدونه د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې او د حکومت او دولتي ادارو ناکامه تګلارې د پوښتنو لاندې دي.

سراج الحق لیکلي: «د بلوچستان د خلکو ساتنه د دولت لومړنی مسولیت دی، خو بدبختانه وضعیت هره ورځ لا خرابېږي.»

نوموړي د حکومت او امنیتي ادارو له خوا د عاجلو، سنجیده او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې څو د دې خونړۍ او ګواښونکي کړکېچ سره مقابله وشي او ولس ته خوندي چاپېریال برابر شي.

طالبان وايي په هرات کې یې د سپینو زرو د ۱۳ خښتو له قاچاق کېدو مخنیوی کړی دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۰
100%

په هرات کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د یو لړ کشفي او موخه‌ییزو عملیاتو په پایله کې د سپینو زرو د ۱۳ خښتو له قاچاق کېدو مخنیوی کړی دی. د دغې قومندانۍ په وینا، د یادو سپینو زرو د قاچاق په تړاو ۲ کسان هم نیول شوي دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دوه کسان یې د سپینو زرو د ۱۳ خښتو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو سپینو زرو د وزن او همداراز قاچاق کېدونکي لوري یا هېواد په تړاو څه وضاحت نه‌دی ورکړل شوی، خو له هرات څخه تر ډېره ایران ته او له ایران څخه هرات ته قاچاق کېږي.

د هرات د امنیه قومندانۍ مسوولینو د یادو سپینو زرو د ارزښت په تړاو هم څه نه‌دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده: «د هرات امنیتي ځواکونه د قاچاق، سازمان‌ شویو جرمونو او نورو ناقانونه فعالیتونو پر وړاندې په بشپړ قاطعیت سره مبارزه کوي او هېڅکله به اجازه ورنه‌کړي چې د ټولنې امنیت او ثبات زیانمن شي».