طالبان: په پنځو ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورل شوې

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وايي، چې محتسبینو یې په خوست، پکتیکا، لوګر، زابل او پکتیا ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له بېلابېلو ډولونو کورني ظلم او ناوړه چلند څخه ژغورلې دي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وايي، چې محتسبینو یې په خوست، پکتیکا، لوګر، زابل او پکتیا ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له بېلابېلو ډولونو کورني ظلم او ناوړه چلند څخه ژغورلې دي.
د یاد وزارت له خوا د خپرې شوې خبرې د معلوماتو له مخې، دا مېرمنې له څو کلونو راهیسې د خپلو کورنیو لهخوا د «بېمعنی غیرتونو» او ناسمو دودونو تر نامه لاندې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې او ځینې یې د خسرګنۍ لهخوا هم ځورول کېدې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو ښځو ژغورنه د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندي کولو په موخه ترسره شوې ده.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ په بشپړ ډول د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن یو او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړو چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي.» خو د مېرمنو د زده کړې حق چې د نړۍ عالمان یې اسلامي حق بولي دغه ډلې له افغان مېرمنو تروړلی.
دغه راز د امر بالمعروف وزارت زیاته کړې، چې یوازې په تېره جدې میاشت کې یې د هېواد په کچه د مېرمنو د حقونو اړوند له ۱۰۰څخه زیاتو قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د وزارت په وینا، په دغو قضیو کې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې د نجونو ورکړه او غیرشرعي نکاحګانې شاملې وې، چې ډېری یې حل شوې دي.