• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: میلیونونه افغانان د اقتصادي ځواکمنتیا او نوې انرژۍ ګټې ترلاسه کړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وایي چې، د خلکو ژوند ښه کولو او د اقتصادي فرصتونو پراخولو لپاره یې مهم ګامونه پورته کړي، چې د ۹۰ زره کاروبارونو ملاتړ او د میلیونونو افغانانو لپاره د بنسټيزو اړتیاوو او پاکې انرژۍ لاسرسی پکې شامل دی.

ملګرو ملتونو دغه ادارې په ایکس لیکلي، چې په افغانستان کې یې د ۹۰ زره کاروبارونو ملاتړ، د ۶.۴ میلیون خلکو لپاره د بنسټيزې اړتیا ښه‌والی او د ۴.۸ میلیون افغانانو لپاره د نوي کېدونکې انرژۍ لاسرسی پراخ کړی دی.

دیو این ډي پي اجرایوي مشر سرودریکس ویلي، چې دا پروګرامونه د خلکو اقتصادي ځواکمنتیا او د ژوند معیار لوړولو لپاره مهم ګامونه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغو اقداماتو له لارې هڅه کېږي چې افغانان له اقتصادي ستونزو ملاتړ ترلاسه کړي او د انرژۍ او بنسټيزو اړتیاوو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې ولري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په هرات کې یې د سپینو زرو د ۱۳ خښتو له قاچاق کېدو مخنیوی کړی دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د یو لړ کشفي او موخه‌ییزو عملیاتو په پایله کې د سپینو زرو د ۱۳ خښتو له قاچاق کېدو مخنیوی کړی دی. د دغې قومندانۍ په وینا، د یادو سپینو زرو د قاچاق په تړاو ۲ کسان هم نیول شوي دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دوه کسان یې د سپینو زرو د ۱۳ خښتو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو سپینو زرو د وزن او همداراز قاچاق کېدونکي لوري یا هېواد په تړاو څه وضاحت نه‌دی ورکړل شوی، خو له هرات څخه تر ډېره ایران ته او له ایران څخه هرات ته قاچاق کېږي.

د هرات د امنیه قومندانۍ مسوولینو د یادو سپینو زرو د ارزښت په تړاو هم څه نه‌دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده: «د هرات امنیتي ځواکونه د قاچاق، سازمان‌ شویو جرمونو او نورو ناقانونه فعالیتونو پر وړاندې په بشپړ قاطعیت سره مبارزه کوي او هېڅکله به اجازه ورنه‌کړي چې د ټولنې امنیت او ثبات زیانمن شي».

طالبان وايي په هلمند کې یې نږدې ۹ زره کیلو ګرامه قاچاقي مواد وسوځول

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د بهرامچې له لارې په قاچاقي توګه راوړل شوي زرګونه کیلوګرامه درمل، چاکلېټ او اچار تر ترلاسه کېدو وروسته پرون وسوځول شول. یاد دفتر د مبدا هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې دغه ډول توکي له پاکستان څخه واردېدل.

د هلمند د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مواد چې په‌کې ۲۵۴۵ کیلوګرامه انساني درمل، ۳۰۷۲ کیلوګرامه چاکلېټ او ۳۰۵۲ کیلوګرامه اچار شامل وو، څه موده مخکې د ځینو کسانو له لوري په قاچاقي ډول هېواد راوړل شوي وو.

په خبرپاڼه کې د یادو توکو د مبدا یا صادروونکي هېواد د نوم په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو تر دې مخکې له یادې لارې له پاکستان څخه واردات او صادرات کېدل.

له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ هر ډول سوداګري په ټپه درول شوې او اوس یو شمېر کسان هڅې کوي په قاچاقي توګه دواړو خواو ته د اړتیا وړ مواد ولېږدوي.

زرګونو ډنمارکیانو افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د ټرمپ د څرګندونو غبرګون کې لاریون وکړ

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د ټرمپ د لانجمنو څرګندونو په غبرګون کې ډنمارکیانو د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) په کوپنهاګن کې لاریون وکړ. د فرانسې خبري اژانس ویلي، چې په یاد لاریون کې شاوخوا ۱۰ زره کسانو ګډون کړی وو.

لاریونوالو د هغو سرتېرو ستاینه وکړه، چې د افغانستان په جګړه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ډنمارک ۴۴ سرتیري د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د ډنمارک د پخوانیو سرتېرو د ټولنې او پولیسو په حواله د لاریونوالو شمېر له ۸ تر ۱۰ زرو پورې ښودلی دی.

د لاریون پر مهال ځینو ډنمارکیانو د ناټو د خدمت مډالونه هم پر سینه ټونبلي وو او په کوپنهاګن کې یې د امریکا سفارت مخې ته د یوې دقیقې لپاره چوپتیا هم غوره کړه.

یادو لاریونوالو د امریکا سفارت مخکې د ډنمارک هغه بیرغونه ځوړند کړل، چې په افغانستان کې د وژل شویو سرتېرو نومونه پرې لیکل شوي وو.

د ډنمارک د اردو تقاعد شوی ډګرمن نیلز کریسټیان کوفوډ چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې وايي: «د دې ټولو بیرغونو تر شا یو انسان، یو سرتیری او یو ځوان ولاړ دی».

د افغانستان د جګړي یو بل پخوانی سرتېری لارسن چې په یاد لاریون کې یې برخه اخیستې وايي: «ما خپل یو نږدې ملګری او همکار له لاسه ورکړی. له همدې امله د ښاغلي ټرمپ څرګندونو سخت ودردولم او فکر کوم هغه زما ټولو جنګیالیو ملګرو ته د بښنې پوروړی دی».

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د متحدو هېوادونو سرتیري «له جګړې یو څه شاته پاتې وو».

د نوموړي دا خبرې د اروپايي هېوادونو له لوري له سختو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

د برېتانیا د ډي‌او‌ار خیریه بنسټ ۱۲ ډاکټران افغانستان ته ورسېدل

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د طالبانو عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت د هڅو په پایله کې د Doctors of Rahman خیریه بنسټ اړوند ۱۲ ډاکټران د شنبې په ورځ افغانستان ته ورسېدل. دغه ډاکټران به په بېلابېلو برخو کې د یوې اونۍ لپاره له نورو چارو سربېره په روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو درملنه هم وکړي.

د Doctors of Rahman خیریه بنسټ برېتانیا کې فعالیت لري او په دې یو اونیز طبي ماموریت کې د امریکا، انګلستان، هند، لبنان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو د اورتوپیدي، زړه، عمومي جراحي، انستیزي، بیړني طب، سترګو او سرطان ناروغیو درملنې برخو کې ۱۲ متخصص ډاکټران شامل دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یاد ماموریت موخه د افغانستان د روغتیايي سکتور پیاوړتیا، د تخصصي درملنې پراختیا، د طبي تجهیزاتو برابرول او د افغان روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول بولي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد ډاکټران به د یوې اونۍ په ترڅ کې په ټاکل شویو روغتیايي مرکزونو کې ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه هم وړاندې کړي.

یاد وزارت دغه طبي ماموریت د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، د تخصصي درملنې د پراختیا او له نړۍوالو خیریه بنسټونو سره د رغنده همکاریو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

افغان او بهرني پانګوال وايي په کندوز کې به په ګډه د سمنټو یوه تولیدي فابریکه جوړه کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۰

دوو چینايي، یوه تاجکستاني او یوه افغان پانګوال ویلي، د کندوز په علي‌آباد ولسوالۍ کې د سمنټو د یوه کان له تثبیت وروسته، چې شاوخوا ۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري، په نوي او عصري ټکنالوژۍ سمبال د سمنټو تولیدي کارخونه جوړوي. دغو پانګوالو د کارخونې د جوړېدو د نېټې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د پانګوالو دغه پلاوي چې په‌کې دوه چینايي پانګوال هنګ بالو او ګوانګ مېنګ وو، یو تاجکستانی پانګوال عبدالنظر قدرت رحیموف او افغان پانګوال شمس‌الله شامل دي، د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د کندوز ولایت لپاره د طالبانو د والي له مرستیال حبیب‌الرحمان صهیب سره په کتنه کې وویل، چې د کندوز ولایت په علي‌آباد ولسوالۍ کې د سمنټو د یوه کان له تثبیت وروسته، چې شاوخوا ۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري په نوي او عصري ټکنالوژۍ سمبال د سمنټو تولیدي کارخونه جوړوي، خو د جوړېدو د نېټې په تړاو یې څه نه‌دي ویلي.

دوی زیاته کړې، یاده کارخونه به له جوړېدو وروسته په ورځني ډول له ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ ټُنو د سمنټو د تولید وړتیا ولري.

دغو پانګوالو همداراز په ډاګه کړه، د سمنټو فابریکې له جوړېدو سربېره به په یاده سیمه کې د ګچ یوه تولیدي کارخونه هم جوړ کړي.

د کندوز ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې راغلي: «یادو پانګوالو د فابریکې د اړتیا وړ برېښنا د برابرولو په برخه کې له ولایت مقام څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه».

د خبرپاڼې له‌مخې، د کندوز ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال حبیب‌الرحمان صهیب یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې لازمې اسانتیاوې ورته برابروي.

د یادونې وړ ده، چې یادو پانګوالو د سمنټ او ګچ کارخونو د جوړېدو د نېټې او همداراز د پانګونو د کچې په تړاو څه نه‌دي ویلي.