• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د کرېکټ نړۍوال جام؛ پاکستان وايي په نړۍوال جام کې ګډون کوي خو له هند سره نه لوبېږي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې ته یې د ۲۰۲۶ کال په کرېکټ نړۍوال جام کې د ګډون اجازه ورکړې، خو د پاکستان لوبډله به د هند د کرېکټ لوبډلې سره لوبه ونه‌کړي.

د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د ۲۰۲۶ کال شل اوریز کرېکټ نړۍوال جام ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او د پاکستان حکومت نن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې خپلې لوبډلې ته یې په یاد نړۍوال جام کې د لوبېدو اجازه ورکړې ده، خو له هند سره به نه لوبېږي.

د دې هېواد د حکومت په اعلامیه کې راغلي: «د پاکستان حکومت د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته اجازه ورکوي چې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریز نړۍوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي، خو د پاکستان لوبډله به د فبرورۍ په ۱۵مه د هند پر وړاندې لوبغالي ته ښکته نه‌شي».

د‌ پاکستان د حکومت له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې له هند سره د نه لوبېدو د پرېکړې روښانه لامل نه دی ذکر شوی، خو ویل کېږي چې دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو سیاسي ترینګلتیاوو له‌مخې شوې ده.

د کرېکټ نړۍوالې شورا تر اوسه د پاکستان د یادې پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه ښودلی.

تر دې وړاندې هم د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د کرېکټ له نړۍوالې شورا څخه غوښتنه کړې وه، چې په نړۍوال جام کې د یاد هېواد لوبې دې د هند پر ځای په سریلانکا کې تنظیم شي، خو د بنګله‌دېش یاده غوښتنه ونه منل شوه او هغوی له نړۍوال جام سره پرېکون اعلان کړ.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

میرویس اشرف: د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې درېیم ځل نیمه پایلوبې ته رسېدل د ویاړ ځای دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۹ GMT+۰
میرویس اشرف: د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې درېیم ځل نیمه پایلوبې ته رسېدل د ویاړ ځای دی
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف د ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې د وروستیو بریاوو او نړیوال جام نیمه پایلوبو ته د دې لوبډلې د لارموندنې په مناسبت، د لوبغاړو، روزونکو او اړوندو مسوولینو هڅې ستایلي او دا یې د افغان کرکټ لپاره یو مهم ویاړ بللی.

ښاغلي اشرف د یوې انلاین ناستې پر مهال ویلي، چې دا د ویاړ ځای دی افغانستان په ډېر لږ وخت کې درېیم ځل د کم عمره نړیوال جام نیمه پایلوبو ته رسېږي. نوموړي زیاته کړې، چې په هېواد کې د چمتووالي منظم کمپونه او له بنګله دېش او هند سره لوبلړۍ د لوبغاړو د بریاوو بنسټ وګرځېدې.

هغه همدارنګه د روزونکو او د کرېکټ بورډ د مدیره پلاوي هڅې هم ستایلي او ټینګار یې کړی، چې هر ځل د کورنیو روزونکو ملاتړ مثبتې پایلې لرلې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نوي ځوانانو ته ویلي: «د ماتې په اړه هېڅکله فکر مه کوئ، تل له مثبت فکر سره سیالیو ته ولاړ شئ، موږ مو تل ملاتړي یو او ستاسو اړتیاوو ته به پر وخت رسېدنه وشي.»

بل‌خوا د لوبډلې مشر روزونکي رییس احمدزي د لوبغاړو پر وروستۍ کارکردګۍ خوښي وښوده او ویې ویل، که څه هم د اسیا جام په سیالیو کې یې لوبغاړو تر وروستي اور پورې سخته مبارزه کړې وه، خو د ماتې وروسته یې په لنډ وخت کې لوبډله بېرته چمتو کړې.

هغه د کرکټ بورډ د دوامدار ملاتړ ترڅنګ د روزونکو، مدیر، ټرینر، ډاکټر او ویډیو تحلیلوونکي رول مهم وباله او ویې ویل چې د دوی همغږۍ د بریاوو په ترلاسه کولو کې بنسټیزه ونډه لرلې ده.

په همدې حال کې د لوبغاړو په استازیتوب لوبډلمشر محبوب تسکین د کرکټ بورډ او روزونکو مننه وکړه او ویې ویل، چې دوی یې نړیوال جام ته په بشپړه توګه چمتو کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ سفر لا هم پای ته نه دی رسېدلی، پوره هڅه کوو چې نیمه پایلوبه وګټو او پایلوبې ته په رسېدو د نړیوال جام اتلولي افغانستان ته راوړو.»

شوبانکر میشرا: افغان کرېکټ لوبډلې بیا ځان په نړیوالو سیالیو کې ثابت کړ

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۰
شوبانکر میشرا: افغان کرېکټ لوبډلې بیا ځان په نړیوالو سیالیو کې ثابت کړ
100%

د کرېکټ هندي مبصر شوبانکر میشرا د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلې د بریا هرکلی کړی، چې ایرلینډ ته یې ماتې ورکړه او د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده. نوموړی وایي، دا بریا ښيي چې افغانستان د اسیا دویمه بهترینه لوبډله ده او په لویو ایونټونو کې ځان ثابتوي.

شوبانکر میشرا په خپل فیسبوک پوسټ کې په پښتو لیکلي: «د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلې ایرلینډ ته ماته ورکړه او د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. د افغانستان ګران ولس ته دې ډېر ډېر مبارک وي.»

نوموړي همدا راز لیکلي، دې بریا یو ځل بیا زما خبره رښتیا کړه چې افغانستان رېښتیا هم د اسیا دویمه بهترینه لوبډله ده.

نوموړي زیاته کړې: « لویې لوبډلې په لویو ایونټونو کې ځان ثابتوي، او افغانستان یو ځل بیا ځان ثابت کړ».

شوبانکر میشرا ټينګار کړی چې هیله لري افغان لوبډله به د کرکټ په ډګر کې همداسې مخ پر وړاندې لاړه شي او نورې سترې بریاوې به ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا له وړاندې د ۱۹ کلنو نړیوال جام تر سیالیو مخکې تحلیلي راپور خپور کړی و، چې په کې د ځینو لوبغاړو وړتیاوې او د ځلېدو امکان ښودل شوی و.

له افغانستان یوازې فیصل خان په دې راپور کې یاد شوی و، چې په دغه سیالیو کې په ځانګړي ډول وځلېد. فیصل خان د نولس کلنو نړیوال جام په یوه لوبه کې د ۱۶۳ منډو په جوړولو سره لومړی افغان لوبغاړی شو چې داسې بریا ترلاسه کوي.

افغان لوبډلې د نوولس کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۰
افغان لوبډلې د نوولس کلنو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده
100%

له نوولس کلنې کم عمره افغان کرکت لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماته ورکړه او په دې سره یې د روان کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لاره ومونده.

د ډله‌ییزو لوبو پړاو تر پای ته رسېدو وروسته چې ۱۶ لوبډلو په څلورو ګروپونو کې برخه اخیستې وه، ۱۲ غوره لوبډلې د شپږو غوره لوبډلو پړاو ته ووتلې او په دوو ډلو کې یې سیالۍ پیل کړې.

افغانستان چې د ډله‌ییزو لوبو پړاو په څلورم ګروپ کې د درېیو پرله‌پسې بریاوو سره د ګروپ په سر کې راغلی و، د شپږو غوره لوبډلو پړاو په لومړۍ لوبه کې یې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه. سریلانکا چارشنبه په خپله دویمه لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او د شپږو نمرو په ترلاسه کولو سره د ګروپ ترټولو مخکښه لوبډله شوه. په همدې ګروپ کې اسټرالیا د اتو نمرو سره مخکښه ده. د دغه شرایطو له مخې؛ د افغانستان لوبډلې نیمه‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره یوازې د اېرلنډ پر وړاندې بریا ته اړتیا لرله.

استرالیا نیمه‌پایلوبې ته خپل تګ حتمي کړی دی. په دویم ګروپ کې د هند او انګلستان لوبډلې چې دواړه شپږ-شپږ نمرې لري، د لومړۍ او دویمې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوبې ته وتلې دي. اوس چې افغانستان نیمه پایلوبې ته ووت راتلونکې لوبه کې به له هند سره مخامخ کیږي.

افغان لوبغاړی فردوس نعیمي د مکسیکو کاردوزو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۰
افغان لوبغاړی فردوس نعیمي د مکسیکو کاردوزو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي
100%

د ازاده مبارزو افغان لوبغاړی فردوس نعیمي به د «یونیفایډ» سازمان په ۶۶مې سیالۍ کې د مکسیکو د رامون کاردوزو په وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبه به د ۱۴۰۴کال د کب په لومړۍ نېټه د کاناډا په ټورنټو ښار کې ترسره شي.

دغه سیالي به د ۶۳ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي؛ نعیمي به د یو نه ماتېدونکي ریکارډ سره د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه افغان لوبغاړي تر اوسه په خپلو شپږو مسلکي سیالیو کې کومه ماتې نه‌ده خوړلې.

نعیمي د «روف نېشن» سازمان په خپلې وروستۍ لوبه کې د امریکا په اریزونا کې امریکایي لوبغاړي ډی انډر انډرسون ته ماتې ورکړه. بل پلو د مکسیکو رامون کاردوزو په پنځلسو مسلکي لوبو کې لس بریاوې او پنځه ماتې لري.

100%

د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د مالیزیا پر وړاندې لوبه کوي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰
د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د مالیزیا پر وړاندې لوبه کوي
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د سعودي عربستان پر وړاندې تر بریا وروسته نن جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې د مالیزیا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د اندونیزیا د جاکارتا ښار په ولودروم لوبغالي کې د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو پیلېږي.

دغه لوبه د افغانستان لپاره خورا مهمه ده. د مالیزیا پر وړاندې بریا به بل پړاو ته د افغان لوبډلې تګ حتمي کړي. د سعودي عربستان پر وړاندې د افغانستان پیاوړې لوبې د مینه‌والو هیلې څو برابره کړې دي.

له بلې خوا مالیزیا چې په خپلې لومړۍ لوبه کې د ۴–۱ په پایله کې له ایران څخه ماتې خوړلې، په دغه سیاليو کې د پاتې کېدو لپاره وروستی چانس لري. افغانستان به تر دغه لوبې وروسته د ډله‌ییزو سیالیو پړاو په وروستۍ لوبه کې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د ایران پر وړاندې ولوبېږي؛ هغه سیالي چې د دغه پړاو تر ټولو سخته ازموینه بلل کېږي. دغه لوبه به هم د جاکارتا په ولودروم لوبغالي کې د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو پیل شي.

د څلورم ګروپ په ډلبندۍ کې ایران او افغانستان دواړه د درې ـ درې امتیازونو سره په لومړي او دویم ځای کې دي؛ خو مالیزیا او سعودي عربستان تر اوسه کوم امتیاز نه‌لري. که ایران د سعودي عربستان پر وړاندې بریا ترلاسه کړي او افغانستان مالیزیا ته ماتې ورکړي، دواړه لوبډلې به شپږ امتیازونه ترلاسه کړي او بل پړاو ته به لاره ومومي.

په نورو ګروپونو کې هم تر ډېره بل پړاو ته د تلونکو لوبډلو برخلیک روښانه شوی. د لومړي ګروپ څخه کوربه اندونیزیا او عراق د شپږو امتیازونو په لرلو بل پړاو ته وتلي او قرغزستان او سویلي کوریا له سیالیو څخه بهر شوي دي. په دویم ګروپ کې هم ټایلنډ او ویتنام لوبډلو بل پړاو ته لار موندلې ده.

په درېیم ګروپ کې بیا سیالي د جاپان، ازبکستان، تاجکستان او اسټرالیا ترمنځ روانه ده، چې جاپان درې امتیازونه لري او ازبکستان او تاجکستان هر یو، یو ـ یو امتیاز لري.