په بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بغلان ولایت د طالبانو امنیې قومندانۍ خبر ورکړی، چې د دې ولایت د کیله‌ګي په سیمه کې د دوو کوچنیو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله درې تنه مړه شوي.