• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند وايي پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر نوي ډیلي بې بنسټه تورونه لګوي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه څرګندونې چې ګواکې په بلوچستان کې د تېرې ورځې د بریدونو تر شا د نوي ډیلي لاس و، رد کړې او ویې ویل، «دا د پاکستان پخوانۍ تګلاره ده اوغواړي له خپلو کورنیو ناکامیو د خلکو پام واړوي».

د هند د بهرینو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان باید د تاوتریخوالي له هرې پېښې وروسته د «بې‌مانا ادعاوو» د تکرار پرځای د خپلو خلکو هغو اوږدمهالو غوښتنو ته پام وکړي چې تر اوسه بې‌ځوابه پاتې دي.

جیسوال همدارنګه زیاته کړې چې د پاکستان د ځپنې، زورواکۍ او د بشري حقونو د سرغړونو سابقه ټولو ته څرګنده ده او نړیواله ټولنه ترې ښه خبره ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پاکستان بې‌بنسټه تورونه لګولي، چې په وینا یې اسلام‌اباد غواړي په دې سره پر خپلو ناکامیو پرده واچوي او د خپل ولس پام پر بله واړوي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې هند دغه ډول تورونه په بشپړ ډول ردوي او دا یې د واقعیتونو د پټولو هڅه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د بلوچستان په ګڼو ښارونو کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو له خوا د پاکستان پر امنیتي ادارو او ځواکونو پرله پسې بریدونه وشول.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې ۱۷ امنیتي کسان او ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مُحسن نقوي او د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په یاد ایالت کې د شنبې ورځې د بریدونو په تړاو له رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د یادو بریدونو تر شا د هند لاس دی او ۱۴۵ وسله وال یې وژلي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: له هند سره مو هوکړه کړې چې د ایران د تیلو پر ځای به د وینزویلا تیل وپېري

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې هند به د ایران پر ځای د وینزویلا تیل وپېري. ټرمپ همداراز زیاتوي، چې چین هم کولی شي د وینزویلا د نفتو د پېرودلو لپاره له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي.

هغه په دې تړاو چې هند به د وینزویلا تیل وپیري وویل: «موږ دا تړون له مخکې کړی دی.»

د ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي، چې د رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې امریکا نوي ډهلي ته ویلي ممکن ډېر ژر د روسیې د تیلو د وارداتو د بدیل په توګه، د وینزویلا د نفتو پېرودل بیا پیل کړي.

د امریکا دغه هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې واشنګټن د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له امله د دغه هېواد د تیلو عوایدو د کمولو هڅه کوي.

ټرمپ د تېر کال په مارچ میاشت کې د هند په ګډون پر هغو هېوادونو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله، چې له وینزویلا تیل اخلي.

امریکايي وسلې د بلوڅ وسله‌والو په لاس کې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۰

د بلوڅ بیلتون پالې ډلې، د خپلو جګړه‌مارو له لوري د بریدونو انځورونه خپاره کړي، چې پکې ښکاري دغه وسله‌وال د امریکايي وسلو څخه کار اخلي. په خپرو شوو ویډیوګانو کې ښځینه جګړه‌مارې هم لیدل کېږي، چې امریکايي ټوپکونه یې په لاس کې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان چارواکو ویلي وو، چې بېلابېلو وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول بلوڅ بېلتون‌پالو او د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي)، په افغانستان کې پاتې شوو امریکايي وسلو ته لاسرسی موندلی دی.

د بلوڅ پوځ جګړه‌مارو د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د وسلو او لاسي بمونو په کارولو سره پراخ او همغږي بریدونه ترسره کړل.

دغه بریدونه د ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې پر مهال پر «جعفر اکسپرس» اورګاډي تر برید وروسته، په وروستیو کلونو کې د بلوڅ بېلتون‌پالو تر ټولو لوی بریدونه بلل شوي دي.

د بلوڅ بېلتون‌پالو په لاس کې د امریکايي وسلو څرګندېدو یو ځل بیا دا اندېښنه راپارولې، چې وسله‌والې ډلې دغو وسلو ته لاسرسی لري.

د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو، چې په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو، لکه بلوڅ بېلتون‌پالو او تحریک طالبان پاکستان، لاس ته ورغلې دي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، د امریکا د پرمختللو پوځي تجهیزاتو او وسلو لویه اندازه هلته پاتې شوه او د طالبانو لاس ته ولوېده. د امریکا د دفاع وزارت د راپور له مخې، د دغو تجهیزاتو ارزښت له اوو میلیارده ډالرو زیات اټکل شوی، چې پکې پوځي موټر، پرمختللې وسلې، بایومتریک وسایل او نورې ټکنالوژۍ شاملې دي.

تېر کال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د پاتې شوو امریکايي وسلو د بېرته اخیستو په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو، چې دغه وسلې د پاکستان د امنیت لپاره یو جدي ګواښ دي. د یاد وزارت په وینا، دا وسلې د پاکستاني وسله‌والو ډلو لاس ته لوېږي.

هند هم په دې تړاو ورته اندېښنه څرګنده کړې وه.

هغه مهال د «اېن‌بي‌سي نیوز» شبکې د هندي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې د ام۴، ام۱۶ او نورې هغه وسلې چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې پرېښې دي، اوس د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د جګړه‌مارو لاس ته ورغلې دي. د راپور له مخې، ډېری دا وسلې د «جیش محمد» او «لشکر طیبه» ډلې ته رسېدلې دي، چې د طالبانو او د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې سره نږدې اړیکې لري.

خو طالبانو دا اندیښنې رد کړې وې، چې ګواکې د افغانستان د پخواني پوځ وسلې د یاغیانو او د وسلو قاچاقبرانو لاس ته لوېدلې دي. دغه ډلې ویلي دي، چې د وسلو بشپړ کنټرول د دوی په واک کې دی.

تر دې وړاندې د «افغانستان اینټرنشنل» یو څېړنیز راپور هم ښودلې وه، چې په افغانستان کې پاتې شوې ډېری وسلې د وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان له خوا اخیستل شوې او د پاکستان د پوځ پر ضد جګړو کې کارول کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «بلوچستان ازادۍ پوځ» او د دې ډلې ځانګړی جنګي واحد، چې «مجید لوا» نومېږي، د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په خپل لېست کې شامل کړي دي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت، په بلوچستان کې د بېلتونپالو بریدونه وغندل

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۰

په پاکستان کې د امریکا سفارت د بلوچستان په ایالت کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په کلکه غندنه وکړه. دغه بریدونه د بلوچستان د بېلتونپالو لخوا ترسره شوي چې دغه ډله د امریکا لخوا د ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي.

په اسلام اباد کې سفارت لخوا په اکیس خپره شوې خبرپاڼه کې د امریکا سفارت شارژدافیرناتالي بیکر له قوله راغلي: «موږ د دې خونړیو پېښو قربانیانو، د هغوی کورنیو او ټولو اغېزمنو کسانو ته خپله ژوره خواشیني او تسلیت وړاندې کوو.»

نوموړې ټينګار کړی چې د پاکستان خلک د تاوتریخوالي او وېرې پرته د ژوند کولو حق لري او د امریکا متحده ایالات د پاکستان د سولې او ثبات د ټینګولو په هڅو کې ثابت قدم شریک دی.

بیکر زیاته کړې: «په دې ستونزمن وخت کې موږ له پاکستان سره ولاړ یو او د خلکو د خونديتوب او سوکالۍ لپاره خپل ملاتړ څرګندوو.»

سراج الحق: بلوچستان کې د نا امنۍ پېښې د اندېښنې وړ او عاجل اقدامات اړین دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۳ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو دوام، د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو وژل او د امن او امان خراب وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی.

هغه په ایکس پوسټ کې ټینګار کړی، چې وروستۍ بریدونه د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې او د حکومت او دولتي ادارو ناکامه تګلارې د پوښتنو لاندې دي.

سراج الحق لیکلي: «د بلوچستان د خلکو ساتنه د دولت لومړنی مسولیت دی، خو بدبختانه وضعیت هره ورځ لا خرابېږي.»

نوموړي د حکومت او امنیتي ادارو له خوا د عاجلو، سنجیده او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې څو د دې خونړۍ او ګواښونکي کړکېچ سره مقابله وشي او ولس ته خوندي چاپېریال برابر شي.

د پاکستان قاضي القضات ته د تحریک انصاف پرانېستی لیک؛ اساسي قانون د سقوط په حال کې دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یاد هېواد قاضي القضات ته په یوه پرانېستي لیک کې لیکلي، چې د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل کې دی او د قضايي قوې اعتبار او د سترې محکمې خپلواکي له بحران سره مخ ده.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د یکشنبې په سهار وختي (د سلواغې ۱۲مه) د دغه هېواد د سترې محکمې د رييس یا قاضي القضات په نوم یو پرانېستی لیک په خپله اېکس پاڼه خپور کړ.

تحریک انصاف ګوند په دغه لیک کې د یاد هېواد پر سترې محکمې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې اجراييه واک د خپلسریو پر وړاندې «شاتګ» کړی دی.

په لیک کې راغلي: «د محکمې امرونه د حکومت له‌خوا په سپکاوي سره له پامه غورځول کېږي، خو قضایي قوې د خپلو پرېکړو د پلي کولو لپاره هېڅ پرېکنده ګام نه‌دی پورته کړی».

په لیک کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر وړاندې د «سیاسي غچ اخیستنې» او د تحریک انصاف د زرګونو غړو د ناعادلانه نیولو او شکنجې یادونه شوې او زیاته کړې یې ده: «بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي او په محکمو کې بې‌برخلیکه پرتې دي. خبریالان، وکیلان، مدني فعالان د وېرې او سانسور له لارې غلي کړای شوي دي. د ګوند د غړو په زوره لادرکۍ او غیر قانوني نیونې په یو عادي امر بدل شوی دی».

د تحریک انصاف ګوند په لیک کې راغلي، چې د اساسي قانون د سرغړونو پر وړاندې چوپتیا یا ځنډ د بې طرفۍ په معنا نه، بلکې له ظالم سره د ملګرتیا په معنا ده.

په لیک کې د پاکستان له قاضي القضات څخه غوښتنه شوې، چې د محکمې حکمونه دې له استثنا پرته پلې کړي، سرغړونکي چارواکي دې د قانون منګولو ته وسپاري او د سیاسي بندیانو او لادرکه شویو کسانو په قضیو کې دې بیړنۍ اقدام وکړي.

د پاکستان قضایه قوې او په ځانګړې توګه قاضي القضات لا تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.