• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ښځو د همت غورځنګ د طالبانو جزايي اصول‌نامه غندلې ده

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۰

د افغان ښځو د همت غورځنګ د طالبانو د محاکمو جزايي اصول‌نامه غیرمشروع، له تبعیض ډکه او د بشري حقونو خلاف بللې ده.

دغه غورځنګ ویلي، دا سند د اسلامي عدالت، انساني کرامت، عادلانه محاکمې او نړیوالو بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ښکاره ټکر کې دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې دا اصول‌نامه د ښځو، مذهبي لږکیو او غیرطالب وګړو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض رسمي کوي او د قانون پر وړاندې د برابرۍ اصل له منځه وړي.

د اعلامیې له مخې، په دغه سند کې سزاګانې د جرم پر ځای د جنسیت او ټولنیز موقف پر بنسټ ټاکل کېږي.

د همت غورځنګ د اسلامي عدالت له نظره هر ډول ظلم او تبعیض رد کړی او ویلي یې دي، چې اسلام د ټولو انسانانو پر کرامت او برابرۍ ټینګار کوي. دغه راز، غورځنګ دا اصول‌نامه د نړیوالو بشري حقونو له اسنادو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې او نړیوالو میثاقونو، ښکاره سرغړونه بللې ده.

یاد غورځنګ د تبعیضي موادو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې او بشري حقونو بنسټونو یې غوښتي، چې د افغانستان د ښځو پر وړاندې د روانې بې‌عدالتۍ پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په پنځو ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورل شوې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۰

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وايي، چې محتسبینو یې په خوست، پکتیکا، لوګر، زابل او پکتیا ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له بېلابېلو ډولونو کورني ظلم او ناوړه چلند څخه ژغورلې دي.

د یاد وزارت له خوا د خپرې شوې خبرې د معلوماتو له مخې، دا مېرمنې له څو کلونو راهیسې د خپلو کورنیو له‌خوا د «بې‌معنی غیرتونو» او ناسمو دودونو تر نامه لاندې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې او ځینې یې د خسرګنۍ له‌خوا هم ځورول کېدې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو ښځو ژغورنه د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندي کولو په موخه ترسره شوې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ په بشپړ ډول د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن یو او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړو چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي.» خو د مېرمنو د زده کړې حق چې د نړۍ عالمان یې اسلامي حق بولي دغه ډلې له افغان مېرمنو تروړلی.

دغه راز د امر بالمعروف وزارت زیاته کړې، چې یوازې په تېره جدې میاشت کې یې د هېواد په کچه د مېرمنو د حقونو اړوند له ۱۰۰څخه زیاتو قضیو ته رسېدنه کړې ده.

د وزارت په وینا، په دغو قضیو کې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې د نجونو ورکړه او غیرشرعي نکاح‌ګانې شاملې وې، چې ډېری یې حل شوې دي.

ملګري ملتونه: په بغلان کې ۱۲۹۰۰ کورنیو سره مو د خوړو مرسته جاري ساتلې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) وایي، په بغلان ولایت کې د سخت ژمي په شرایطو کې د ۱۲۹۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي توکو مرسته یې جاري ساتلې ده، ترڅو د واورې او سړې هوا له امله له رامنځته شوې ستونزې سره مقابله وشي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې په خپل تازه ایکس پوسټ کې ویلي چې روان ژمی د بغلان په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې تر ټولو سخت دی. د واورې او شدیدې سړې هوا له کبله د خلکو تګ راتګ محدود شوی او ډېرې کورنۍ د خوراک او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.

دډبلیو ایف پيچارواکو ټینګار کړی چې د ژمي د سختو شرایطو سره سره، سازمان د بې وزلو کورنیو لپاره د خوراکي توکو رسونه دوامداره ساتي، ترڅو د ژمي په دې سختو میاشتو کې د لوږې او بې امنیتۍ مخه ونیول شي.

یاده دې وي چې افغانستان په دې ژمي کې د سختو واورو، سړو او باراني ورځو له امله د بېلابېلو ننګونو سره مخ دی. په ځانګړي ډول د شمالي او مرکزي ولایتونو لکه بغلان، بدخشان، بلخ او تخار په لرې پرتو سیمو کې د واورې او یخنۍ له امله د خلکو تګ راتګ محدود شوی، کورنۍ د خوراکي توکو او بنسټیزو اړتیاوو کمښت سره مخ دي او د د واورو ورښت او ښوییدنو درانه مالي او ځاني تلفات هم اړولي دي.

ندا محمد ندیم: زموږ وخت دی، چې څه وغواړو تطبیقولای یې شو او څوک مو مخه نشي نیولای

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، ویلي چې دا مهال طالبان په افغانستان واکمن دي او کولی شي خپل قوانین او اصول د خپلې خوښې له مخې عملي کړي، پرته له دې چې څوک یې مخه ونیسي.

نوموړي دغه څرګندونې د پکتیا ولایت په یوه مدرسه کې د فراغت په مراسمو کې کړې دي. هغه یو ځل بیا ادعا کړې چې د طالبانو جزایي اصول‌نامه د اسلامي شریعت او قراني احکامو پر بنسټ جوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو جزایي اصول‌نامې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ندیم ویلي، که څوک پر دې اصول‌نامې نیوکه لري، کولی شي د یوه جومات له ملا امام څخه پوښتنه وکړي چې ایا دا قانون د حنفي مذهب او د قران له مخې نه ده جوړه شوې؟

بلخوا، اسلامي جمعیت د طالبانو دغه «جزایي اصول‌نامه» غندلې او هغه یې له اسلامي شریعت او فقهې څخه ښکاره انحراف بللی دی. دغه ګوند له دیني عالمانو غوښتي چې د طالبانو د دې اصول‌نامې پر وړاندې د اسلامي شریعت او فقهې روښانه دریځ خلکو ته بیان کړي، تر څو د افغان ولس دیني او کلتوري ارزښتونه خوندي پاتې شي.

طالبان وایي چې کابل کې یې د نشه‌یي توکو ۱۸ کسیز بانډ نیولی دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۰

د طالبانو کابل امنیه قومندانۍ وایي، د فرزې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو په یو لړ کشفي عملیاتو کې د نشه‌یي توکو پلورونکو ۱۸ کسیز بانډ کشف او ونیولی، چې له تورنو کسانو څخه ګڼ شمېر نشه‌یي توکي او موټرې ترلاسه شوي.

د کابل امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي چې له نیول شویو کسانو څخه ۳۲۷۹۶ زیکپ نشه‌یي ګولۍ، ۱۳۳۲۹ټابلیټ کا، ۲۳ نیم کیلو چرس او ۷ موټر هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د نورو تحقیقاتو لپاره عدلي ادارو ته سپارل شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ چارواکو ویلي چې د نشه‌یي توکو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکول کېږي ترڅو د ټولنې خونديتوب یقیني شي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې دوه زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، چې تېره ورځ ۳۵۰ کډوالې کورنۍ چې ۱۸۸۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، یادو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

د کډوالو ستونزو د رسېدنې کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۳۱۸ کورنۍ چې ۱۷۵۳تنه دي د تورخم له لارې، ۲۰کورنۍ چې غړي یې ۱۰۲د سپین بولدک له لارې،۸ کورنۍ چې ۲۵تنه دي د ورېښمو پله له لارې، او ۴کورنۍ چې ۱۱تنه غړي یې وو د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

یاده دې وي چې په دې ورستیو کې له ګاونډي هېوادونو ایران او پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال مجبور شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي. دا جبري ستنېدنې د اقتصادي ستونزو، امنیتي وضعیت او د کډوالو د ملاتړ د نشتوالي له امله ترسره شوي، چې د ستنېدونکو ژوند ته یې ګڼې ننګونې رامنځته کړې دي.