• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مایک پمپیو: له ایران سره هېڅ ډول ښه هوکړه شونې نه ده، امریکا باید په قوت سره عمل وکړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو د اسراییل ۱۳چینل سره مرکه کې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو په اړه ویلي: «زه د یوې رښتینې هوکړې لپاره هېڅ چانس نه وینم. هغوی ښايي پر ځینو مسایلو هوکړه وکړي، خو په ټوله کې یې له دې وړاندې هر ډول هوکړه ماته کړې ده».

نوموړي په خپلو خبرو کې همداراز زیاته کړې، چې دی هېڅ داسې فرصت نه ویني چې د یوې هوکړې امکان برابر کړي، سیمې ته امنیت او سوکالي راولي او د امریکا د خلکو لپاره هم ښه وي.
د هغه په وینا، امریکا باید له هرې شونې وسیلې څخه په استفادې پر ایراني حکومت فشار زیات کړي، ځکه تر هغو چې ایت‌الله پر واک وي، د هغو ځوانو ایراني معترضانو د ساتنې او د امریکایانو د امنیت د ټینګښت لپاره چې تر ټولو لوی خطر یې منلی او لارو او کوڅو ته راوتلي، بله هېڅ لاره نشته.
پمپیو د ایران او د هغه د متحدینو سختې کمزورۍ ته په اشارې سره وویل، چې اوسنی وضعیت په ایران کې د رژیم د بدلون لپاره یو تاریخي فرصت دی.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۵

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

•
•
•

نور کیسې

سراج الحق: بلوچستان کې د نا امنۍ پېښې د اندېښنې وړ او عاجل اقدامات اړین دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۳ GMT+۰
100%

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق خبرداری ورکړی چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو دوام، د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو وژل او د امن او امان خراب وضعیت د سختې اندېښنې وړ دی.

هغه په ایکس پوسټ کې ټینګار کړی، چې وروستۍ بریدونه د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې او د حکومت او دولتي ادارو ناکامه تګلارې د پوښتنو لاندې دي.

سراج الحق لیکلي: «د بلوچستان د خلکو ساتنه د دولت لومړنی مسولیت دی، خو بدبختانه وضعیت هره ورځ لا خرابېږي.»

نوموړي د حکومت او امنیتي ادارو له خوا د عاجلو، سنجیده او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې څو د دې خونړۍ او ګواښونکي کړکېچ سره مقابله وشي او ولس ته خوندي چاپېریال برابر شي.

طالبان وايي په پکتیا کې یې لسګونه دوربینونه او لغمان کې یې یوه ۱۲ میله وسله ترلاسه کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پکتیا پر لویه لاره یې د پلټونو پر مهال یو کس له ۴۴ دوربینونو سره نیولی دی. طالبانو ویلي، چې نیول شوي کس غوښتل یاد دوربینونه له خوست څخه لوګر ولایت ته قاچاق کړي.

د طالبانو د کونیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نیول شوی کس په پکتیا کې د طالبانو د پولیسو له څېړنو وروسته په یاد ولایت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت ته سپارل شوی دی.

له دې سره سم، طالبانو ویلي، چې د لغمان په قرغه‌یو ولسوالۍ کې یې د کشفي عملیاتو پر مهال یوه بي‌اېم۱۲ (BM-12) وسله هم ترلاسه کړې ده.

طالبانو په دې اړه چې د یادې وسلې په تور یې څوک نیولي او که نه، څه نه‌دي ویلي.

اسراییلي چارواکي: اسراییل د ایران په چاودنو کې لاس نه لري

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۰
100%

اسراییلي چارواکو ویلي چې هېواد یې د هغو چاودنو په لړۍ کې هېڅ رول نه لري چې د شنبې په ورځ په ایران کې رامنځته شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د دوو اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل په دغو پېښو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې. د راپور له مخې، د اسراییلیو امنیتي چارواکي هم د دغه هېواد ملي راډیو ـ تلویزیون ته په مرکه کې د اسراییل د ښکېلتیا ادعاوې رد کړې دي.

په ورته وخت کې، یو پوځي چارواکي ویلي: «موږ نه پوهېږو چې ایا امریکا په دې پېښو کې دخیل وه که نه.»

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو چاودنو د لاملونو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي، خو راپورونه وايي چې دا پېښې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوې دي. د موضوع په اړه لا هم څېړنې روانې دي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

هغه بریتانوي سرتېری چې په افغانستان کې معیوب شوی وه د انټرکټیکا لوړه څوکه فتح کړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۰
100%

هري بودها مګار، چې د بریتانیا د کینټ د کانټربري اوسېدونکی دی، په ۲۰۱۰کال کې په افغانستان کې د بریتانوي پوځ د خدمت پر مهال د ماین د چاودنې له امله خپلې دواړه پښې له زنګون پورته له لاسه ورکړې. هغه لومړی معیوب کس شو چې د انټرکټیکا د ماونټ وینسن ۱۶،۰۵۹فوټه لوړې څوکې ته ختلی دی.

مګار، دا تر درې ورځني سخت او ستړي کوونکي مزل وروسته ترسره کړل. دا بریا د کلونو روزنې وروسته ترلاسه شوه، څو ځان د دغه ریکارډ ماتونکي هڅې لپاره چمتو کړي.

هغه وویل: «ختل ډېر سخت وو، د هوا شرایط او د لارې ستونزې داسې وې چې زه په رښتیا هم په لاسونو او زنګونونو څښېدم او د غره سر ته مې له سختې مبارزې وروسته ځان ورساوه.»

د اسراییل هوايي بریدونو په غزه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۰
100%

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د شنبې په ورځ د اسراییلو په هوايي بریدونو کې د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. اسراییلي پوځ ویلي چې د دې پېښو راپورونه تر څېړنې لاندې دي، خو تر اوسه یې د بریدونو پخلی نه دی کړی.

د فلسطین رسمي خبري اژانس «وفا» راپور ورکړی چې یو هوايي برید د غزې ښار کې یو اپارتمان په نښه کړی، چې له امله یې درې ماشومان او دوه ښځې وژل شوي دي. همداراز، په خان‌یونس ښار کې یوه خېمه هم د بل برید موخه ګرځېدلې ده.

د قربانیانو خپلوان د اوربند د سرغړونې په اړه نیوکې کوي او وایي چې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي. سره له دې چې په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند هوکړه شوې، خو دواړه لوري یو پر بل د دې تړون د ماتولو تورونه لګوي.

د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د اوربند له اعلان وروسته تر اوسه له ۵۰۰ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.