• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان قاضي القضات ته د تحریک انصاف پرانېستی لیک؛ اساسي قانون د سقوط په حال کې دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یاد هېواد قاضي القضات ته په یوه پرانېستي لیک کې لیکلي، چې د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل کې دی او د قضايي قوې اعتبار او د سترې محکمې خپلواکي له بحران سره مخ ده.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د یکشنبې په سهار وختي (د سلواغې ۱۲مه) د دغه هېواد د سترې محکمې د رييس یا قاضي القضات په نوم یو پرانېستی لیک په خپله اېکس پاڼه خپور کړ.

تحریک انصاف ګوند په دغه لیک کې د یاد هېواد پر سترې محکمې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې اجراييه واک د خپلسریو پر وړاندې «شاتګ» کړی دی.

په لیک کې راغلي: «د محکمې امرونه د حکومت له‌خوا په سپکاوي سره له پامه غورځول کېږي، خو قضایي قوې د خپلو پرېکړو د پلي کولو لپاره هېڅ پرېکنده ګام نه‌دی پورته کړی».

په لیک کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر وړاندې د «سیاسي غچ اخیستنې» او د تحریک انصاف د زرګونو غړو د ناعادلانه نیولو او شکنجې یادونه شوې او زیاته کړې یې ده: «بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي او په محکمو کې بې‌برخلیکه پرتې دي. خبریالان، وکیلان، مدني فعالان د وېرې او سانسور له لارې غلي کړای شوي دي. د ګوند د غړو په زوره لادرکۍ او غیر قانوني نیونې په یو عادي امر بدل شوی دی».

د تحریک انصاف ګوند په لیک کې راغلي، چې د اساسي قانون د سرغړونو پر وړاندې چوپتیا یا ځنډ د بې طرفۍ په معنا نه، بلکې له ظالم سره د ملګرتیا په معنا ده.

په لیک کې د پاکستان له قاضي القضات څخه غوښتنه شوې، چې د محکمې حکمونه دې له استثنا پرته پلې کړي، سرغړونکي چارواکي دې د قانون منګولو ته وسپاري او د سیاسي بندیانو او لادرکه شویو کسانو په قضیو کې دې بیړنۍ اقدام وکړي.

د پاکستان قضایه قوې او په ځانګړې توګه قاضي القضات لا تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا: د بلوچستان د بریدونو تر شا د هند لاس دی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مُحسن نقوي ادعا کړې، چې په بلوچستان کې د شنبې ورځې د بریدونو پلان هند جوړ کړی او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې د یادو بریدونو طرحه کوونکي به ونه‌بښي. هند لا تر اوسه د پاکستان د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ورته تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مُحسن نقوي او د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په یاد ایالت کې د شنبې ورځې د بریدونو په تړاو له رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د یادو بریدونو تر شا د هند لاس دی.

محسن نقوي ویلي: «ترهګرو د یوه منظم پلان له‌مخې بریدونه کړي، امنیتي ځواکونو یې مقابله وکړه، هر ترهګر چې راغلی وو، بېرته ژوندۍ نه‌دی تللی او هغوی یو یو لټول شوي او وژل شوي دي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ادعا کړې: «نړۍ باید پوه شي چې د دې بریدونو تر شا د هند لاس دی. هند د دې بریدونو طرحه جوړه کړې، موږ به یې په اړه پلټنې وکړو او له ترهګرو او د هغوی له ملاتړو څخه به یې غچ واخلو».

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ادعا کړې، چې وسله‌وال په ګوادر کې د ګراکرانو استوګنځي ته ننوتلي او د بلوڅانو د کورنیو ګڼ غړي یې هم وژلي دي.

بګټي زیاته کړې:«دا ډول لس نور بریدونه هم زموږ هوډ نه‌شي کمزوری کولی».

له دې سره سم، د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطالله تارړ ویلي، چې د بلوچستان بریدونو ته یې پر وخت ځواب ورکړی او ادعا یې کړې، چې له ۹۲ ډېر وسله‌‌وال یې وژلي دي.

هند لا تر اوسه د پاکستان د دغو ادعاوو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د پاکستان دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

پاکستان: د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې د بریدونو وروسته ۶۷ وسله‌وال وژل شوي دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۵ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس ته څلورو پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۷وسله‌وال هغه مهال ووژل شول چې په بلوچستان کې یې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره وسله والې نښتې وکړې.

چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته وویل چې په دغو منظم شوو بریدونو کې ۱۰د پولیسو او امنیتي ځواکونو غړي او ۱۱ملکي وګړي هم وژل شوي دي. همدارنګه ۲۴پولیس ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې ځواکونو لسګونه وسله‌وال وژلي دي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې د پاکستان پوځ ویلي وو، په بلوچستان کې یې په جلا عملیاتو کې ۴۱وسله‌وال وژلي دي. بلوچستان له ایران او افغانستان سره پوله لري او له لسیزو راهیسې له بېلتون‌پالو له بغاوت سره مخ دی.

بلوچ ازادۍ پوځ، د شنبې ورځې د بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې دا بریدونه یې په ټول ولایت کې په یو وخت پیل کړي دي. دغې ډلې ادعا کړې چې ۸۴پاکستاني امنیتي سرتېري یې وژلي دي.

امنیتي چارواکو وویل چې وسله‌والو کسانو په څو ښاري سیمو کې بریدونه وکړل، چې پکې د ایالت مرکز کوټه او د بندر ښار ګوادر شامل دي، چې له امله یې د پوځ، پولیسو او د ترهګرۍ ضد ځواکونو عملیات پیل شول.

چارواکو وویل چې په ځینو ولسوالیو کې روغتونونونو بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د بلوچستان پېښو ته د خواجه اصف غبرګون؛ دا د حقونو مبارزه نه، د بهرنیو په ملاتړ ترهګري ده

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په بلوچستان کې نننیو بریدونو ته په غبرګون ویلي، چې دا بریدونه د حقونو د مبارزې لپاره نه، بلکې د بهرنیو په ملاتړ ترهګري ده او موخه یې د پاکستان او بلوچستان خلک په نښه کول دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بلوچ ازادۍ پوځ له‌خوا هممهاله په څو سیمو کې تر بریدونو وروسته د یاد هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې دا بریدونه «د حقونو لپاره مبارزه نه، بلکې دا له بهرنۍ ملاتړه برخمنه ترهګري ده او موخه یې د بلوچستان د خلکو په نښه کول دي».

نوموړي بلوچ د ازادي پوځ «عناصر» بللي دي او وايي:«دا عناصر نه پرمختګ زغمي او نه سوله، له همدې امله دوی کارګران، مساپر او عادي وګړي په نښه کوي او غواړي پرمختیايي پروژې او د کار فرصتونه له‌منځه یوسي».

نوموړي ادعا کړې، چې د بلوچ ازادۍ پوځ د جرمي شبکو، د نشه‌يي توکو له اقتصاد، باج اخیستنې او قاچاق څخه مالي مرستې ترلاسه کوي.

خواجه اصف ویلي، چې پاکستان به د یادې ډلې پر وړاندې سخت اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بلوچ ازادۍ پوځ نن د شنبې په ورځ پر یوه وخت په کویټه، سیبۍ، چین او نورو سیمو کې بریدونه وکړل. په یادو بریدونو کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه ضد او نقیص راپورونه ورکړل شوي دي.

اېمل ولي خان د بلوڅ ازادي غوښتونکو د بریدونو سره هممهاله لیکلي؛ پاکستان زنده اباد

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په بلوچستان کې د بلوڅو ازادي غوښتونکو د ډلې له بریدونو سره هم مهاله د پاکستان زنده اباد تر څنګ له خلکو غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د خپل هیواد سره ټینګ ودریږي. اېمل ولي خان لیکلی:« الله دې د سوله ییزو پاکستانیانو سره وي.»

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان نن شنبه، د سلواغې پر ۱۱مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې نوموړی د بلوچستان او د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې ولس د هرې شېبې څخه خبر وساتي ترڅو اوازې رد شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې نن سهار د بلوڅو بېلتون غوښتونکې ډلې د بلوچستان په څو ځایونو کې پرله پسې بریدونه وکړل او د پاکستان امنیتي ادارو ودانۍ یې په نښه کړې.

د پاکستان امنیتي ادارو او بلوڅ بېلتونپاله ډلې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعاګانې کړي دي.

د سردار اختر منګل نیوکه؛ د بلوچستان وضعیت خراب دی او رسنۍ چپ دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر منګل ویلی، چې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو رسنۍ چوپ دي. هغه وویل:«ما هیڅکله په خپل ژوند کې داسې د اندېښنې وړ وضعیت نه دی لیدلی. ایا د کورنیو چارو وزیر دا روښانه کولی شي چې د پولیسو د حوزې مشر چیرته دی؟»

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر منګل نن شنبه، د سلواغې پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي، چې په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت په بشپړ ډول له کنټرول څخه بهر دی.

هغه د پاکستان فدارلي حکومت ته په اشارې وویل:«مهمه نده چې دوی څومره هڅه کوي موږ خاموش کړي، حقیقت باید په روښانه توګه بیان شي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په بلوچستان کې یوې خبري ناسته کې وویل، چې د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په مختلفو ښارونو کې په نښتو کې ۱۰ امنیتي ځواکونه او ۳۷ وسله وال وژل شوي دي.

پولیسو ویلي، چې لسګونو وسلوالو په یوه زندان هم برید وکړ او له ۳۰ څخه ډیر بندیان یې خوشې کړل.

نن شنبه د بلوچ بیلتونپالو لخوا د بلوچستان په ۱۲ بېلابېلو سیمو کې د یو وخت بریدونو وروسته په کویټه، سیبي او چمن کې مخابراتي خدمات قطع شوي دي.

د بلوچ ازادۍ پوځ دمخه د خپلو عملیاتو د دوهم پړاو پیل اعلان کړی، چې د "عملیاتو اتل" په نوم یادیږي.

په یوه بیان کې د دې ډلې ویاند جیند بلوچ د بریدونو مرحله د «اشغالګر حکومت او د هغې د نظامي جوړښتونو» په وړاندې د "کلک مقاومت اعلان" په توګه بیان کړه.