• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رشید مردوف: ترکمنستان به له پنځو لارو افغانستان ته برېښنا ولیږدوي او ظرفیت به یې لوړ کړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۲ GMT+۰

د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په هرات کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد به یې له پنځو لارو افغانستان ته برېښنا انتقال کړي او د برېښنا ظرفیت به لوړ کړي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د خبرپاڼې له مخې، په دغه لیدنه کې د ټاپي، ټاپ، اوسپنې پټلۍ او برېښنا اړوندو پروژو په اړه خبرې شوې دي. ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د ټاپي پروژې پیل د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او د سعودي عربستان «دلتا انټرنېشنل» کمپنۍ هم په دې پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کمپنۍ د ګازو د اخیستلو، د ترکمنستان د ګازي بلاک د ظرفیت لوړولو، د افغانستان له لارې د پایپ‌لاین غځولو او د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه کول غواړي.

همداراز، عبدالغني برادر د ټاپ پروژې د لارې نقشې د وروستي کېدو لپاره د افغانستان بشپړ چمتووالی اعلان کړی او بالا مرغاب، خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا د لیږد او د سیمه‌ییز اتصال د نورو پروژو لپاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې د روان میلادي کال تر پایه به د ټاپي پروژې چارې د هرات تر مرکز پورې ورسېږي. هغه همداراز د تورغونډۍ–هرات د رېل پټلۍ په پروژه کې د پانګونې او عملي کار د پیل خبر هم ورکړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو قونسل د خراسان رضوي له والي سره د سوداګرۍ او د کډوالو ستونزو په اړه خبرې کړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۰

د ایران په مشهد ښار کې د طالبانو قونسل مولوي نورمحمد متوکل د خراسان رضوي له والي ډاکټر غلام حسین مظفري سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراخېدو، د ویزو د بهیر د اسانتیا او د افغان کډوالو د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د طالبانو قونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د هرات او خراسان رضوي د واليانو ترمنځ د پخوانیو تفاهماتو د عملي کېدو پر تعقیب ټینګار شوی او د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د توازن رامنځته کول یوه مهمه اړتیا بلل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، په ناسته کې همدارنګه د افغان اتباعو لپاره د ویزو د صادرېدو د اسانتیاوو، او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د بېلابېلو ستونزو د هواري موضوعات مطرح شوي دي.

دواړو لوریو د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

د افغان ښځو د همت غورځنګ د طالبانو جزايي اصول‌نامه غندلې ده

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۰

د افغان ښځو د همت غورځنګ د طالبانو د محاکمو جزايي اصول‌نامه غیرمشروع، له تبعیض ډکه او د بشري حقونو خلاف بللې ده.

دغه غورځنګ ویلي، دا سند د اسلامي عدالت، انساني کرامت، عادلانه محاکمې او نړیوالو بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ښکاره ټکر کې دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې دا اصول‌نامه د ښځو، مذهبي لږکیو او غیرطالب وګړو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض رسمي کوي او د قانون پر وړاندې د برابرۍ اصل له منځه وړي.

د اعلامیې له مخې، په دغه سند کې سزاګانې د جرم پر ځای د جنسیت او ټولنیز موقف پر بنسټ ټاکل کېږي.

د همت غورځنګ د اسلامي عدالت له نظره هر ډول ظلم او تبعیض رد کړی او ویلي یې دي، چې اسلام د ټولو انسانانو پر کرامت او برابرۍ ټینګار کوي. دغه راز، غورځنګ دا اصول‌نامه د نړیوالو بشري حقونو له اسنادو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې او نړیوالو میثاقونو، ښکاره سرغړونه بللې ده.

یاد غورځنګ د تبعیضي موادو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې او بشري حقونو بنسټونو یې غوښتي، چې د افغانستان د ښځو پر وړاندې د روانې بې‌عدالتۍ پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

طالبان: په پنځو ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورل شوې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۰

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وايي، چې محتسبینو یې په خوست، پکتیکا، لوګر، زابل او پکتیا ولایتونو کې ۱۱ مېرمنې له بېلابېلو ډولونو کورني ظلم او ناوړه چلند څخه ژغورلې دي.

د یاد وزارت له خوا د خپرې شوې خبرې د معلوماتو له مخې، دا مېرمنې له څو کلونو راهیسې د خپلو کورنیو له‌خوا د «بې‌معنی غیرتونو» او ناسمو دودونو تر نامه لاندې له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې او ځینې یې د خسرګنۍ له‌خوا هم ځورول کېدې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو ښځو ژغورنه د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندي کولو په موخه ترسره شوې ده.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ په بشپړ ډول د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن یو او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړو چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي.» خو د مېرمنو د زده کړې حق چې د نړۍ عالمان یې اسلامي حق بولي دغه ډلې له افغان مېرمنو تروړلی.

دغه راز د امر بالمعروف وزارت زیاته کړې، چې یوازې په تېره جدې میاشت کې یې د هېواد په کچه د مېرمنو د حقونو اړوند له ۱۰۰څخه زیاتو قضیو ته رسېدنه کړې ده.

د وزارت په وینا، په دغو قضیو کې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې د نجونو ورکړه او غیرشرعي نکاح‌ګانې شاملې وې، چې ډېری یې حل شوې دي.

ملګري ملتونه: په بغلان کې ۱۲۹۰۰ کورنیو سره مو د خوړو مرسته جاري ساتلې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) وایي، په بغلان ولایت کې د سخت ژمي په شرایطو کې د ۱۲۹۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي توکو مرسته یې جاري ساتلې ده، ترڅو د واورې او سړې هوا له امله له رامنځته شوې ستونزې سره مقابله وشي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې په خپل تازه ایکس پوسټ کې ویلي چې روان ژمی د بغلان په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې تر ټولو سخت دی. د واورې او شدیدې سړې هوا له کبله د خلکو تګ راتګ محدود شوی او ډېرې کورنۍ د خوراک او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.

دډبلیو ایف پيچارواکو ټینګار کړی چې د ژمي د سختو شرایطو سره سره، سازمان د بې وزلو کورنیو لپاره د خوراکي توکو رسونه دوامداره ساتي، ترڅو د ژمي په دې سختو میاشتو کې د لوږې او بې امنیتۍ مخه ونیول شي.

یاده دې وي چې افغانستان په دې ژمي کې د سختو واورو، سړو او باراني ورځو له امله د بېلابېلو ننګونو سره مخ دی. په ځانګړي ډول د شمالي او مرکزي ولایتونو لکه بغلان، بدخشان، بلخ او تخار په لرې پرتو سیمو کې د واورې او یخنۍ له امله د خلکو تګ راتګ محدود شوی، کورنۍ د خوراکي توکو او بنسټیزو اړتیاوو کمښت سره مخ دي او د د واورو ورښت او ښوییدنو درانه مالي او ځاني تلفات هم اړولي دي.

ندا محمد ندیم: زموږ وخت دی، چې څه وغواړو تطبیقولای یې شو او څوک مو مخه نشي نیولای

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، ویلي چې دا مهال طالبان په افغانستان واکمن دي او کولی شي خپل قوانین او اصول د خپلې خوښې له مخې عملي کړي، پرته له دې چې څوک یې مخه ونیسي.

نوموړي دغه څرګندونې د پکتیا ولایت په یوه مدرسه کې د فراغت په مراسمو کې کړې دي. هغه یو ځل بیا ادعا کړې چې د طالبانو جزایي اصول‌نامه د اسلامي شریعت او قراني احکامو پر بنسټ جوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو جزایي اصول‌نامې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ندیم ویلي، که څوک پر دې اصول‌نامې نیوکه لري، کولی شي د یوه جومات له ملا امام څخه پوښتنه وکړي چې ایا دا قانون د حنفي مذهب او د قران له مخې نه ده جوړه شوې؟

بلخوا، اسلامي جمعیت د طالبانو دغه «جزایي اصول‌نامه» غندلې او هغه یې له اسلامي شریعت او فقهې څخه ښکاره انحراف بللی دی. دغه ګوند له دیني عالمانو غوښتي چې د طالبانو د دې اصول‌نامې پر وړاندې د اسلامي شریعت او فقهې روښانه دریځ خلکو ته بیان کړي، تر څو د افغان ولس دیني او کلتوري ارزښتونه خوندي پاتې شي.