• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې او اوکراین ترمنځ په ابوظبي کې نوې درې اړخیزې خبرې اترې کېږي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین او روسیې ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو نوی پړاو به د فبروري په ۴مه او ۵مه په ابوظبي کې ترسره شي. هغه زیاته کړه، چې کییف د "اصلي بحث" لپاره چمتو دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په اېکس کې لیکلي:«زموږ مرکچي پلاوي یوازې یو راپور وړاندې کړی دی. د راتلونکو درې اړخیزو غونډو لپاره نیټې ټاکل شوې دي؛ د فبروري په ۴مه او ۵مه په ابوظبي کې کیږي».

نوموړی ویلي، چې اوکراین د پام وړ بحث لپاره چمتو دی او لیوالتیا یې ښودلې چې د خبرو پایلې دوی د جګړې ریښتینې او باعزته پای ته نږدې کوي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۵

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: له هند سره مو هوکړه کړې چې د ایران د تیلو پر ځای به د وینزویلا تیل وپېري

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۷ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې هند به د ایران پر ځای د وینزویلا تیل وپېري. ټرمپ همداراز زیاتوي، چې چین هم کولی شي د وینزویلا د نفتو د پېرودلو لپاره له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي.

هغه په دې تړاو چې هند به د وینزویلا تیل وپیري وویل: «موږ دا تړون له مخکې کړی دی.»

د ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي، چې د رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې امریکا نوي ډهلي ته ویلي ممکن ډېر ژر د روسیې د تیلو د وارداتو د بدیل په توګه، د وینزویلا د نفتو پېرودل بیا پیل کړي.

د امریکا دغه هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې واشنګټن د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له امله د دغه هېواد د تیلو عوایدو د کمولو هڅه کوي.

ټرمپ د تېر کال په مارچ میاشت کې د هند په ګډون پر هغو هېوادونو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله، چې له وینزویلا تیل اخلي.

د ونزوېلا لپاره د امریکا لوړ پوړې استازې کاراکاس ته ورسېده

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۰
100%

د ونزوېلا لپاره د امریکا لوړ پوړې استازې لورا دوګو د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) کاراکاس ته ورسېده. دغه سفر د دوه اړخیزو اړیکو د بیا پیل او د سیاسي او اقتصادي اختلافونو د حل په موخه د هڅو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د ونزوېلا د بهرنیو چارو وزیر اېوان ګېل په خپل ټېلګرام کانال کې د یوه یادښت په خپرولو سره ویلي، دغه سفر «د دوه اړخیزو مسایلو په اړه د لارې نقشې د جوړېدو» او «د ډيپلوماټيکو خبرو له لارې د متقابل درک او نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د اختلافونو د حل» په موخه ترسره شوی دی.

لورا دوګو تر دې مخکې په هندوراس او نیکاراګوا کې د امریکا د سفیرې په توګه هم کار کړی دی. هغې هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ونزوېلا ته رسېدلې او له خپل ټيم سره همکاریو ته چمتو ده.

د واشنګټن او کاراکاس اړیکې په ۲۰۱۹ کال کې د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو د کړنو له امله پرې شوې. امریکا د روان کال د مرغومي په ۱۴مه د دغه هېواد پخوانی ولسمشر نیکولاس مادورو ونیو او د محاکمې لپاره یې نیویارک ته ولېږداوه.

مادورو د نشه‌يي توکو د قاچاق او ترهګرۍ اړوندو مسایلو تورن شوی دی.

د ونزوېلا لنډ مهالې ولسمشرې دلسای رودریګز ویلي، دغه هېواد له امریکا سره «د متوازن او د متقابل درناوي پر بنسټ د نړۍوالو اړیکو پر لور د حرکت په لټه کې دی».

د یادونې وړ ده، چې دواړه هېوادونه امریکا ته د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت د ونزوېلا د اومه نفت پر صادرېدو سلا کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د ایران د ملي امنیت شورا له منشي سره کتلي دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۱ GMT+۰
100%

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د شنبې په ورځ تهران ته د سفر په ترڅ کې د ایران د ملي امنیت شورا له منشي علي لاریجاني سره کتلي او د پیغام له رسولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي لاریجاني په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو او د ثبات د ټینګښت په تړاو خبرې کړې دي.

له دې سره سم، ایراني رسنیو بیا ویلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر تهران ته د سفر په ترڅ کې خپل پیغام ورساوه او بېرته لاړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر د فاکس‌نیوز له خبریال سره په مرکه کې ویلي: «ایران د مذاکرې په حال کې دی... نو وګورو چې څه به پېښ شي».

هغه د ایران او امریکا تر منځ مذاکراتو ته په اشارې وویل: «وبه‌ګورو چې ایا کولی شو یو کار وکړو. ګنې بیا به وګورو چې څه پېښېږي... موږ یوه لویه جنګي بېړۍ لرو چې هلته ځي، په ونزوېلا کې له بېړۍ هم لویه ده او لا یې هم لرو».

هند او عربي هېوادونو د ترهګرۍ ضد مبارزې او ټکنالوژۍ په برخو کې پر همکاریو ټینګار کړی

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۰
100%

هند او د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دویمه غونډه کې د سوداګرۍ، انرژۍ، ټکنالوژۍ، ترهګرۍ ضد او ترانزیټ په برخو کې یو نوی اجراییوي پروګرام تصویب کړ. د هند او عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه غونډه د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) په نوي ډیلي کې ترسره شوه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی‌شنکر ویلي، چې په یاده غونډه کې پر سوداګرۍ، انرژۍ، نویو ټکنالوژیو، ترانزیټي نښلون، د ترهګرۍ پر وړاندې د «صفر زغم» پالیسۍ، مهارتونو، نوښتونو، د ظرفیت لوړونې او ارزښتناکو اړیکو ټینګار شوی دی.

نوموړي ویلي، چې په یاده غونډه کې یې د «ډیلي اعلامیه» او د ۲۰۲۶- ۲۸ کلونو لپاره اجراییوي پروګرام هم تصویب، چې له‌مخې به یې د هند او عربي هېوادونو د ملګرتیا په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي.

له دې سره سم، د هند لومړي وزیر نرېندرا موډي هم د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتلي دي.

موډي هیله څرګنده کړې، چې د هند او عربي هېوادونو ترمنځ به د ټکنالوژۍ، انرژۍ، سوداګرۍ او نوښتونو په برخو کې پراخه همکاري به د دواړو لورو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

زرګونو ډنمارکیانو افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د ټرمپ د څرګندونو غبرګون کې لاریون وکړ

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ناټو د رول په اړه د ټرمپ د لانجمنو څرګندونو په غبرګون کې ډنمارکیانو د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) په کوپنهاګن کې لاریون وکړ. د فرانسې خبري اژانس ویلي، چې په یاد لاریون کې شاوخوا ۱۰ زره کسانو ګډون کړی وو.

لاریونوالو د هغو سرتېرو ستاینه وکړه، چې د افغانستان په جګړه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ډنمارک ۴۴ سرتیري د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د ډنمارک د پخوانیو سرتېرو د ټولنې او پولیسو په حواله د لاریونوالو شمېر له ۸ تر ۱۰ زرو پورې ښودلی دی.

د لاریون پر مهال ځینو ډنمارکیانو د ناټو د خدمت مډالونه هم پر سینه ټونبلي وو او په کوپنهاګن کې یې د امریکا سفارت مخې ته د یوې دقیقې لپاره چوپتیا هم غوره کړه.

یادو لاریونوالو د امریکا سفارت مخکې د ډنمارک هغه بیرغونه ځوړند کړل، چې په افغانستان کې د وژل شویو سرتېرو نومونه پرې لیکل شوي وو.

د ډنمارک د اردو تقاعد شوی ډګرمن نیلز کریسټیان کوفوډ چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې وايي: «د دې ټولو بیرغونو تر شا یو انسان، یو سرتیری او یو ځوان ولاړ دی».

د افغانستان د جګړي یو بل پخوانی سرتېری لارسن چې په یاد لاریون کې یې برخه اخیستې وايي: «ما خپل یو نږدې ملګری او همکار له لاسه ورکړی. له همدې امله د ښاغلي ټرمپ څرګندونو سخت ودردولم او فکر کوم هغه زما ټولو جنګیالیو ملګرو ته د بښنې پوروړی دی».

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې له فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د متحدو هېوادونو سرتیري «له جګړې یو څه شاته پاتې وو».

د نوموړي دا خبرې د اروپايي هېوادونو له لوري له سختو غبرګونونو سره مخ شوې دي.