ملګري ملتونه: په افغانستان کې د نارینه ‌وو ترمنځ د چرسو، تاریاکو او شیشې استعمال ډېر شوی

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر( یو این او ډي سي)وایي چې په افغانستان کې لا هم دودیز نشه‌یي توکي تر ټولو ډېر کارېږي، خو ورسره د صنعتي نشه‌یي توکو او د درملو ناوړه استعمال هم د زیاتېدو په حال کې دی.