• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د امریکا د برید په صورت کې د یوې سیمه‌ییزې شخړې د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۰

تهران واشنګټن ته خبرداری ورکړی، چې که پر دغه هېواد هر ډول برید وشي، پایله به یې یوه پراخه سیمه‌ییزه جګړه وي.

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د پوځي اقدام ګواښونه وکړل، امریکا خپل سمندري ځواک په منځني ختیځ کې ځای پر ځای کړی دی.

د رویټرز د راپور له‌مخې، امریکا اوس مهال په سیمه کې ۶ لویې ویجاړونکې بېړۍ، یوه الوتکه وړونکې بېړۍ او ۳ نورې جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړي، چې له امله یې د جګړې احتمال زیات شوی دی.

پر همدغه مهال د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د امریکا یادو پوځي تحرکاتو ته په غبرګون ویلي: « د ایران ملت به له دغو ګواښونو ونه وېریږي. موږ د جګړې پیلوونکي نه یو او پر هېڅ هېواد د برید نیت نه‌لرو، خو که هر څوک پر موږ برید وکړي، داسې ګوزار به پرې وشي چې مخکې یې تمه نه‌لرله».

سره له دې چې د دواړو لوریو ترمنخ ترینګلتیا اوج ته رسېدلې، خو د مذاکراتو څرک هم تر سترګو کېږي.

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ خبریالانو ته ویلي و، چې ایران له واشنګټن سره پر جدي خبرو بوخت دی او هیله یې ښودلې ده، چې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې ایران په‌کې اټومي وسلې ونه‌لري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اوکرایني چارواکي وایي د روسیې د بې‌پيلوټه الوتکې په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۰

د اوکراین د دنیپروپېتروفسک ولایت ځایي چارواکي وایي، د روسیې د یوې بې‌پيلوټه الوتکې په برید کې، چې د مسافرو له یوه بس سره نږدې شوی، لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، دا برید د پاولوهراد ولسوالۍ په یوه ملکي مېشته سیمه کې شوی، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د دنیپروپېتروفسک د ولایتي ادارې مشر اولېکساندر هانژا، ویلي چې برید په څرګند ډول ملکي وګړي په نښه کړي او دا ډول بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده. نوموړي زیاته کړې چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې په وروستیو اونیو کې روسیې د اوکراین پر ملکي ترانسپورتي لارو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. تر دې وړاندې هم د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې پر مسافر وړونکو بسونو او اورګاډو بریدونه شوي، چې درنې مرګ‌ژوبلې یې لرلې دي.

رفح پوله له دوو کلونو وروسته په محدود ډول پرانېستل شوې ده

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۰

د غزې تړانګې او مصر ترمنځ د رفح دروازه له شاوخوا دوو کلونو وروسته، نن د یکشنبې په ورځ په محدود ډول پرانیستل شوې او یو شمېر فلسطینیان له دې لارې وتلي دي. دا اقدام د امریکا د منځګړیتوب له لارې د اوربند د لومړۍ مرحلې بشپړیدو برخه ګڼل کېږي.

د راپورونو له مخې، دغه پوله په ۱۴۰۳ کال کې د اسراییل له خوا وتړل شوه او تر دې دمه بنده پاتې وه.

د فلسطین د تخنیکي کمېټې مشر، علي شعث په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې دغه پوله به د دوشنبې له ورځې دواړو خواوو ته پرانیستل شي.

ګارډین ورځپانه وایي، چې پر بشري مرستو بار موټرونه له تېرې ورځې څخه د رفح ښار دروازې ته نږدې په کتارونو کې ولاړ وو، چې غزې تړانګې ته له ننوتلو وړاندې د اسراییلي چارواکو له خوا وکتل شي.

اسراییلي امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په ورځنۍ توګه یوازې ۱۵۰ فلسطینیانو ته د وتلو اجازه ورکول کېږي، خو یوازې ۵۰کسانو ته د ننوتلو اجازه شته.

د راپورونو له مخې، د تګ لګښت، اوږدې اداري او امنیتي پروسې د دې سبب شوې چې یوازې محدود شمېر فلسطینیان د رفح له پولې ووځي.

د رفح پولې بشپړ پرانېستل دامریکا د منځګړیتوب له لارې د اوربند د لومړۍ مرحلې برخه ده چې د تلې میاشتې په منځنیو ورځو کې عملي شوې. اسراییل تر هغه د پولې له پرانیستلو ډډه کوله چې ټول ژوندی او وژل شوي یرغمل کسان یې بیرته ورستانه شي.

هند وايي پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر نوي ډیلي بې بنسټه تورونه لګوي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه څرګندونې چې ګواکې په بلوچستان کې د تېرې ورځې د بریدونو تر شا د نوي ډیلي لاس و، رد کړې او ویې ویل، «دا د پاکستان پخوانۍ تګلاره ده اوغواړي له خپلو کورنیو ناکامیو د خلکو پام واړوي».

د هند د بهرینو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان باید د تاوتریخوالي له هرې پېښې وروسته د «بې‌مانا ادعاوو» د تکرار پرځای د خپلو خلکو هغو اوږدمهالو غوښتنو ته پام وکړي چې تر اوسه بې‌ځوابه پاتې دي.

جیسوال همدارنګه زیاته کړې چې د پاکستان د ځپنې، زورواکۍ او د بشري حقونو د سرغړونو سابقه ټولو ته څرګنده ده او نړیواله ټولنه ترې ښه خبره ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پاکستان بې‌بنسټه تورونه لګولي، چې په وینا یې اسلام‌اباد غواړي په دې سره پر خپلو ناکامیو پرده واچوي او د خپل ولس پام پر بله واړوي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې هند دغه ډول تورونه په بشپړ ډول ردوي او دا یې د واقعیتونو د پټولو هڅه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د بلوچستان په ګڼو ښارونو کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو له خوا د پاکستان پر امنیتي ادارو او ځواکونو پرله پسې بریدونه وشول.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې ۱۷ امنیتي کسان او ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مُحسن نقوي او د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په یاد ایالت کې د شنبې ورځې د بریدونو په تړاو له رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د یادو بریدونو تر شا د هند لاس دی او ۱۴۵ وسله وال یې وژلي دي.

ټرمپ: له هند سره مو هوکړه کړې چې د ایران د تیلو پر ځای به د وینزویلا تیل وپېري

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې هند به د ایران پر ځای د وینزویلا تیل وپېري. ټرمپ همداراز زیاتوي، چې چین هم کولی شي د وینزویلا د نفتو د پېرودلو لپاره له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي.

هغه په دې تړاو چې هند به د وینزویلا تیل وپیري وویل: «موږ دا تړون له مخکې کړی دی.»

د ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي، چې د رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې امریکا نوي ډهلي ته ویلي ممکن ډېر ژر د روسیې د تیلو د وارداتو د بدیل په توګه، د وینزویلا د نفتو پېرودل بیا پیل کړي.

د امریکا دغه هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې واشنګټن د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له امله د دغه هېواد د تیلو عوایدو د کمولو هڅه کوي.

ټرمپ د تېر کال په مارچ میاشت کې د هند په ګډون پر هغو هېوادونو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله، چې له وینزویلا تیل اخلي.

د ونزوېلا لپاره د امریکا لوړ پوړې استازې کاراکاس ته ورسېده

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۰

د ونزوېلا لپاره د امریکا لوړ پوړې استازې لورا دوګو د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) کاراکاس ته ورسېده. دغه سفر د دوه اړخیزو اړیکو د بیا پیل او د سیاسي او اقتصادي اختلافونو د حل په موخه د هڅو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د ونزوېلا د بهرنیو چارو وزیر اېوان ګېل په خپل ټېلګرام کانال کې د یوه یادښت په خپرولو سره ویلي، دغه سفر «د دوه اړخیزو مسایلو په اړه د لارې نقشې د جوړېدو» او «د ډيپلوماټيکو خبرو له لارې د متقابل درک او نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د اختلافونو د حل» په موخه ترسره شوی دی.

لورا دوګو تر دې مخکې په هندوراس او نیکاراګوا کې د امریکا د سفیرې په توګه هم کار کړی دی. هغې هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ونزوېلا ته رسېدلې او له خپل ټيم سره همکاریو ته چمتو ده.

د واشنګټن او کاراکاس اړیکې په ۲۰۱۹ کال کې د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو د کړنو له امله پرې شوې. امریکا د روان کال د مرغومي په ۱۴مه د دغه هېواد پخوانی ولسمشر نیکولاس مادورو ونیو او د محاکمې لپاره یې نیویارک ته ولېږداوه.

مادورو د نشه‌يي توکو د قاچاق او ترهګرۍ اړوندو مسایلو تورن شوی دی.

د ونزوېلا لنډ مهالې ولسمشرې دلسای رودریګز ویلي، دغه هېواد له امریکا سره «د متوازن او د متقابل درناوي پر بنسټ د نړۍوالو اړیکو پر لور د حرکت په لټه کې دی».

د یادونې وړ ده، چې دواړه هېوادونه امریکا ته د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت د ونزوېلا د اومه نفت پر صادرېدو سلا کړې ده.