• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ملګري ملتونه دې د بدیل معیشت او روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې همکاري وکړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ادارې له رییس سره کتلي او د کروندګرو لپاره یې د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالرحمان منیر د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ادارې له رییس پولیک اوک سیري او د یادې ادارې سیمه‌ييز رییس اولیور اسولپ سره کتلي دي.

طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د یادې ډلې له لومړیتوبونو بللې او وایي، چې له محدودو امکاناتو سره یې د نشه‌يي توکو په مخنیوي او د روږدو کسانو په درملنه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له رییس څخه غوښتي، چې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغان نارینه‌وو ترمنځ د چرسو کارونه ۴۷سلنه، د تریاکو ۱۹ سلنه، د ټابلیټ کا ۱۱ سلنه او مېټا مفتامین یا شیشې کارونه اووه سلنې ته رسېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان او ایران نن څه باندې ۱۵۰۰ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، چې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) له ایران او پاکستان څخه ۳۰۸ کډوالې کورنۍ چې ټول‌ شمېر یې ۱۶۴۷ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۶۴۷ افغان کډوال راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د راپور له‌مخې، ۲۶۱ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۲۴ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، ۱۲ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې او ۱۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې دي.

د پاکستان او ایران هېوادونو له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ له نږدې دوو کلونو راهیسې دوام لري او تر دې مهاله سلګونه زره کورنۍ په جبري توګه راستنې شوې دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د هرات د سمنټو تولیدي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په هرات کې د سمنټو پروژې له روانو چارو د لیدنې پرمهال د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ. نوموړي اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تړون له ژمنو سره سم کارونه لا ګړندي او پر وخت یې ترسره کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو وايي، هدایت‌الله بدري د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له بنسټیزو پروژو وبلله او زیاته یې کړه: «د یادې پروژې بشپړېدل به کورنی تولید پیاوړی کړي، سربېره پر دې به د سمنټو واردات کم او سلګونه کاري فرصتونه رامنځته کړي».

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د کانونو او پټرولیم وزارت د سمنټو په برخه کې د ځان بسیاینې په موخه د هرات په ګډون په کندهار، لوګر، پروان او جوزجان ولایتونو کې د سمنټو د پنځو سترو پروژو تړونونه لاسلیک کړي او دمګړی یې هم د جوړېدو چارې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې پرون دوو چینايي، یوه تاجکستاني او یوه افغان پانګه‌وال د کندوز ولایت لپاره د طالبانو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي وو، چې د دغه ولایت په علي‌اباد ولسوالۍ کې د سمنټو د یوه کان له تثبیت وروسته چې شاوخوا ۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري، په نوي او عصري ټېکنالوژۍ سمبال د سمنټو او ګچ تولیدي کارخونې جوړې کړي، خو یادو پانګه‌والو د سمنټ او ګچ کارخونو د جوړېدو د نېټې او همداراز د پانګونو د کچې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

دولتي مامورین وایي چې د طالبانو مالیې وزارت تر اوسه معاشونه نه دي ورکړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۷ GMT+۰

په کابل کې یو شمېر دولتي مامورینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، هغه کمپاین چې پر ټولنیزو شبکو خپور شوی و او پکې ادعا کېده چې ټولو دولتي ادارو ته د معاشونو د ورکړې بهیر پیل شوی، حقیقت نه لري او تر اوسه د طالبانو د مالیې وزارت له خوا دوی ته د جدي میاشتې معاش نه دی ورکړل شوی.

دغو مامورینو، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نومونه یې خپاره شي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالبانو تر واک لاندې حکومت د بودجې د کسر له امله د دولتي کارکوونکو معاشونه تر نامعلومې مودې ځنډولي دي.

د دوی په وینا، د معاشونو د نه ورکولو له امله د ډېرو کورنیو اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.

یوه دولتي مامور وویل: «پر ټولنیزو شبکو داسې ښودل کېږي چې ګواکې معاشونه ورکړل شوي، خو موږ لا هم په تمه یو. نه یوازې د جدي میاشتې، بلکې د پخوانیو میاشتو معاشونه هم پاتې دي، په دې سخت ژمي کې زموږ سترګې یوازې همدې معاش ته دي چې خپلې ستونزې پرې حل کړو».

له بلې خوا، یو شمېر ښوونکو هم ورته اندېښنې شریکې کړې دي.

د ښوونکو په وینا، درېیمه میاشت روانه ده چې معاشونه ورته نه دي ورکړل شوي او دې چارې د ژمي په سړه هوا کې د دوی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

جان علي (مستعار نوم) چې د کابل په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی وایي: «ژمی سخت دی، لګښتونه زیات دي، خو معاش نشته. نه شو کولای د کور اړتیاوې پوره کړو او دا وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.»

دولتي مامورین او ښوونکي وایي، سره له دې چې په وار وار یې خپلې ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړې دي، خو تر اوسه یې کوم عملي او روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

تر دې دمه طالبانو په رسمي ډول د معاشونو د نه ورکولو او یا هم د ټولنیزو شبکو د یاد کمپاین په اړه څرګندونې نه دي کړې.

د سیمې خلک: طالبانو د کندز په دشت ابدان کې د یوې کورنۍ درې غړي په ډزو وژلي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په دشت ابدان کې د طالبانو وسله والو درې تنه ملکیان په ډزو وژلي دي. د وژل شویو کسانو کورنۍ وايي، په دشت ابدان کې د څړځای پر سر جنجال روان و، چې د طالبانو غړو پکې مداخله وکړه او درې تنه یې ووژل.

د کندز د امام صاحب والسوالۍ اوسیدونکو له افغانستان انټرنشنل سره د پيښې انځورونه او ویډیوګانې هم شریکې کړې دي.

په دې پیښه کې د یوې کورنۍ دوه وروڼه عبدالولي، محمد ولي او یو د تره زوی بای خان د طالبانو د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

دغه کورنۍ وايي، چې په حقوقي موضوع کې د طالبانو وسله والو مداخله کړې او له واک او وسلې څخه په ناوړه ګټې اخیستې یې د دوی د کورنۍ غړي وژلي دي.

دوی د طالبانو مشر ملاهبت الله څخه غواړي، چې د پيښې څیړولو لپاره یو بې پرې پلاوی وټاکي څو دا پيښه په شفاف ډول وڅېړل شي.

د وژل شویو کسانو یو ورور افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی نه غوښتل جسدونه خاورو ته وسپاري او د اعتراض په ډول یې جسدونه د کندز ولایت مقام مخې ته وړل خو طالبانو د دوی مخه نیولې ده.

دوی زیاتوي:« اووه کاله یې زموږ مېنه وخوړله اوس مونږ ورته راغلو خو دوی د طالبانو په زور باندې د محاکمو خبره نه منله او ورورڼه یې راته ووژل.»

طالبانو تر اوسه ددې پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

په هغو ویډیوګانو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، یوه ډله کسان د درې تنو وژل شویو جسدونو ته فریاد او ژړا کوي.

100%

د پیښې په ځای کې د روغتون امبولانس هم لیدل کېږي.

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د وژل شویو کسانو کورنیو سره ژمنه کړې، چې دوی به هغه طالبان نیسي، چې په دې پېښه کې لاس لري.

دوی زیاتوي تر اوسه پورې طالبانو د خپلو وسله والو د نیولو لپاره عملي اقدام نه دی کړی او دا کسان د طالبانو په لوا کې دنده لري.

د طالبانو د «جهادي اثارو او سندونو د ثبت» ادارې نوی رییس په جنسي ځورونې تورن دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۲ GMT+۰

قاري سعید خوستی چې د یوې ښځینه محصلې په جنسي ځورونې تورن دی، په دې وروستیو کې د طالبانو د جهادي اثارو او د سندونو د ثبت ادارې رییس ټاکل شوی دی. هغه پخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند او بیا د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ په خپل ایکس کې اعلان وکړ، چې د دې ډلې مشر ۱۹ چارواکي له خپلو بدل کړي دي، چې پکې واليان، قوماندانان او نور سیمه ییز او اداري مسوولان شامل دي.

د دوی په منځ کې احمدالله سعید هم و، چې د قاري سعید خوستي په نوم هم پېژندل کیږي.

د طالبانو په وزارتونو کې مهمې ګومارنې د ډلې د مشر له خوا کیږي او د کابل میشتو وزیرانو رول محدود دی.

د قاري سعید نوي انتخاب پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولې دي.

په تیرو څلورو کلونو کې د طالبانو د مهمو شخصیتونو په تړاو د ناوړه چلند او جنسي تیري ګڼ راپورونه ورکړل شوي، خو له دې قضیو څخه هیڅ یوه یې هم محکمې ته نه ده وړاندې شوې.

د طالبانو ستره محکمه هره ورځ په بېلابېلو تورونو په ځانګړې توګه د جنسي اړیکو په تور د خلکو د درو وهلو خبرونه ورکوي.

د ۱۴۰۱ کال په وږي میاشت کې، د طب محصلې الهه دلاورزۍ په یوه ویډیوي پیغام کې وویل چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني ویاند قاري سعید خوستي له خوا څو ځله جنسي تیری پرې شوی او په زور یې ورسره واده کړی و.

دلاوززۍ څرګنده کړه، چې د ویډیو له خپریدو وروسته ممکن قاري سعید خوستی یې ژوندۍ پرې نه ږدي.

په هغه وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو ښودله چې سعید خوستي د الهې کور ته وځي او یوه میرمن خوستی د بیلچې په مټ له کوره وباسي.

بیا یوه بله ویډیو خپره شوه چې الهه پکې د ټپونو له امله روغتون ته وړل شوې وه.

په همدې حال کې سعید خوستي له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې د دلاورزۍ کورنۍ ټولې ادعاوې "دروغ" بللې وې.

د پیښې له افشا کیدو وروسته د طالبانو دغه غړی د کورنیو چارو وزارت د ویاندویۍ له دندې لرې شو خو هغه محاکمه نه شو.