• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جرمني کې د افغانستان کونسلګرۍ د افغان کډوالو لپاره په ګواښ بدلې شوې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۰

په جرمني کې د افغانستان کونسلګرۍ چې اوس یې طالبان اداره کوي، د هغو افغانانو لپاره په ګواښ بدلې شوې، چې له دغه رژیم نه تښتېدلي دي. په جرمني کې د افغان سازمانونو ټولنې (VAFO) ویلي چې دغه کونسلګرۍ د اغیزمنو افغانانو واقعیتونه په پام کې نه نیسي.

دغو سازمانونو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې، «بې‌اعتباره پاسپورټونه د استوګنې د حق، دندې د تمدید او حتا د ځینو اداري چارو بشپړولو مخه نیسي. دا چې تمه کېږي د پاسپورټ موضوع به د طالبانو له جوړښتونو حل شي، د اغېزمنو کسانو واقعیت[په رسمیت] نه پېژني».

جرمني هڅه کوي افغانستان ته د اخراج بهیر ګړندی کړي او داسې ښکاري چې طالبان له دې موقع استفاده کوي څو په اروپا کې په رسمیت وپېژندل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت چارواکو په ۲۰۲۵ کې افغانستان ته سفر وکړ چې د اخراج عملي چارې له طالبانو سره له نږدې وڅیړي. د وزارت په وینا، طالبانو په اصولي توګه د افغان تابعیت لرونکو د منلو هوکړه کړې.

د جنورۍ په منځ کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت په بونډسټاګ کې وویل چې د اخراج بهیر د ډسمبر په میاشت کې پیل شوی دی.

افغان کارپوه کونراد شټر وایي، دا یوه «ناپاکه معامله» ده، ځکه دا طالبان د کونسلګرۍ د مشروع استازو په توګه په غیر رسمي توګه پېژني. دا معامله طالبانو ته اجازه ورکوي چې په جرمني کې د میشتو افغانانو ټول معلومات ترلاسه کړي، سره له دې چې ډېر افغانان له دې رژیم څخه تښتېدلي وو، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د جرمني له پوځ سره یې مرسته کړې وه.

د دویچه ویله د رپوټ له مخې، په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن او مونشن کې د کونسلګریو دفترونه اوس ځینې لا هم د پخواني حکومت د استازو له خوا اداره کېږي او نور د طالبانو له خوا نیول شوي.

د سفارت پخواني کارکوونکي اوس په جرمني کې د پناه غوښتنه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې نوي کارکوونکي په رسمي توګه منل شوي او دا پرېکړه د پخوانیو کارکوونکو له غوسې سره مخ شوې.

د بن کونسلګرۍ سرپرست کونسل حامد ننګیالي کبیري په اعتراضي ډول استعفا ورکړه او ویې ویل: «ما ورته وویل زه له ترهګرو سره کار نشم کولای، له همدې امله استعفا مې ورکړه. اوس کونسلګري په طالبانو پورې اړه لري. زه ویاړمن افغان یم، خو طالبان زموږ حکومت نه دی».

هغه چې اوس وزګار دی او افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له ځورونې سره مخ دی، په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې او لا هم د پرېکړې په انتظار دی.

د یار سازمان حقوقي مشاور جینیټ هوپینګ وايي، ډېری افغانان اوس کونسلګرۍ ته په ورتګ ویریږي.

د یار او نورو مدني ټولنو په وینا، د جرمني حکومت باید د افغانانو لپاره خوندي اداري لارې رامنځته کړي چې پاسپورټ او اسناد تمدید کړي.

تر ۲۰۲۱کال وروسته افغانانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د «خړ پاسپورټ» لپاره غوښتنلیک ورکړي، خو اوس دا اختیار بند شوی او دوی باید خپل اصلي افغان اسناد وړاندې کړي.

د افغانستان د شنکونکو پخوانی همکار توماس روتیګ وایي، جرمني په دې کار کې بې‌پروایي کړې او اړ نه و چې د کابل له خوا لېږل شوی هر چارواکی ومني.

کبیري د پوښتنې په ډول ویلي، چې ولې جرمني هغو خلکو ته پناه ورکړه چې له طالبانو را تښتېدلي، خو اوس هغوی بیرته طالبانو ته ورلیږي؟

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې ۱۷۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په هرات ولایت کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال ۱۷۰ کیلوګرامه نشه یي توکي نیولي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د هرات د امنیه قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو له‌خوا شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، په نیول شویو توکو کې تاریاک او چرس شامل دي.

سرچینه زیاتوي چې دا نشه‌یي توکي په یوه شخصي موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو. د پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي او دا مهال د پولیسو تر څارنې لاندې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې به خپلې عملیاتې هڅې لا پسې پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان له واک ته رسېدو وروسته د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر ضد د جدي مبارزې ادعا کوي، خو د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو راپورونه ښيي چې لا هم د نشه‌یي توکو قاچاق د افغانستان له مهمو ننګونو څخه دی.

ملا برادر وايي د سعودي عربستان یوه شرکت په ټاپي پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره د ټاپي، ریل پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه خبرو کې ویلي، چې د سعودي عربستان دلتا انټرنشنل کمپنۍ د ټاپي په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په وینا ډلټا انټرنشنل لیواله دی چې له ټاپي پروژې څخه د ګازو په پیرودلو، د ترکمنستان د ګازو د لوی بلاک د ظرفیت لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته د ګازو د پایپ لاین په جوړولو او پراختیا او له سپین بولدک څخه د هند پولې ته د پایپ لاین په غځولو کې پانګونه وکړي.

د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د یو لوی او عصري مرکز جوړول هم د هغو نورو لارو په منځ کې دي چې یاد شرکت پکې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

په دې غونډه کې، چې د طالبانو د پټرولیم او انرژۍ او اوبو مرستیال وزیر، د ترکمنستان د ترانسپورت او ریل پټلۍ وزیر او د ترکمن ګاز شرکت مشر او د طالبانو او ترکمنستان یو شمیر چارواکو ګډون پکې کړی و، ملا برادر له ترکمنستان څخه وغوښتل چې د تورغونډي-هرات ریل پټلۍ پروژې د جوړولو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال په وینا، قزاقستان هم د تورغونډۍ-هرات ریل پټلۍ پروژې په پلي کولو کې جدي لیوالتیا ښودلې ده.

په ورته وخت کې طالبانو د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف له قوله ویلي، چې هیواد یې په بشپړ ډول چمتو دی چې په ریل پټلۍ کې پانګونه وکړي او په تورغونډۍ کې یې عملیاتي کار پیل شوی دی.

مرادوف د روان کال تر پایه پورې د هرات ولایت مرکز ته د ټاپي پروژې د غځولو اعلان هم وکړ.

هند په خپل نوي مالي کلني پلان کې د چابهار بندر ته بودجه نه ده بېله کړې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۰

هند په خپله نوې بودجه کې د چابهار بندر پروژې لپاره پیسې نه دي بېلې کړې او دا ګام پر ایران د امریکا د نویو بندیزونو په رڼا کې اخېستل شوی. په تېرو څو کلونو کې، هند هر کال د چابهار بندر لپاره یو میلیارد هندي روپۍ بېلولې.

د تېر کال په سپټمبر میاشت کې متحده ایالاتو پر ایران د سختو اقتصادي بندیزونو لګولو اعلان وکړ، خو هند ته یې د چابهار بندر پروژې لپاره د شپږو میاشتو معافیت ورکړ. دا معافیت به د اپرېل پر۲۶مې نېټې په پای ته ورسېږي.

تېره میاشت د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال وویل چې هند د چابهار بندر پروژې اړوند مسایلو کې له امریکا سره په خبرو بوخت دی.

رپوټونه ښيي چې هند د دې پروژې په اړه بېلابېلې لارې چارې په پام کې نیولې دي.

چابهار بندر د هند او ایران د اړیکو او سوداګرۍ د ودې په برخه کې مهمل ګڼل کیږي. دواړه هېوادونه هڅه کوي چابهار د نړیوال شمال-جنوب ترانسپورتي مسیر یوه بنسټیزه برخه وګرځي.

دغه پروژه د هند، ایران، افغانستان، ارمنیا، اذربایجان، روسیې، منځنۍ اسیا او اروپا ترمنځ د مالونو د لېږد را لېږد لپاره طرحه شوې ده.

چابهار له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د هند د اړیکو مهم بندر دی او په وروستیو کلونو کې د بشري مرستو لکه د خوراکي توکو او طبي سامانونو د لیږد لپاره کارول شوی دی.

رشید مردوف: ترکمنستان به له پنځو لارو افغانستان ته برېښنا ولیږدوي او ظرفیت به یې لوړ کړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۴۲ GMT+۰

د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په هرات کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد به یې له پنځو لارو افغانستان ته برېښنا انتقال کړي او د برېښنا ظرفیت به لوړ کړي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د خبرپاڼې له مخې، په دغه لیدنه کې د ټاپي، ټاپ، اوسپنې پټلۍ او برېښنا اړوندو پروژو په اړه خبرې شوې دي. ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د ټاپي پروژې پیل د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او د سعودي عربستان «دلتا انټرنېشنل» کمپنۍ هم په دې پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کمپنۍ د ګازو د اخیستلو، د ترکمنستان د ګازي بلاک د ظرفیت لوړولو، د افغانستان له لارې د پایپ‌لاین غځولو او د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه کول غواړي.

همداراز، عبدالغني برادر د ټاپ پروژې د لارې نقشې د وروستي کېدو لپاره د افغانستان بشپړ چمتووالی اعلان کړی او بالا مرغاب، خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا د لیږد او د سیمه‌ییز اتصال د نورو پروژو لپاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې د روان میلادي کال تر پایه به د ټاپي پروژې چارې د هرات تر مرکز پورې ورسېږي. هغه همداراز د تورغونډۍ–هرات د رېل پټلۍ په پروژه کې د پانګونې او عملي کار د پیل خبر هم ورکړی دی.

د طالبانو قونسل د خراسان رضوي له والي سره د سوداګرۍ او د کډوالو ستونزو په اړه خبرې کړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۰۰ GMT+۰

د ایران په مشهد ښار کې د طالبانو قونسل مولوي نورمحمد متوکل د خراسان رضوي له والي ډاکټر غلام حسین مظفري سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراخېدو، د ویزو د بهیر د اسانتیا او د افغان کډوالو د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د طالبانو قونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د هرات او خراسان رضوي د واليانو ترمنځ د پخوانیو تفاهماتو د عملي کېدو پر تعقیب ټینګار شوی او د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د توازن رامنځته کول یوه مهمه اړتیا بلل شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، په ناسته کې همدارنګه د افغان اتباعو لپاره د ویزو د صادرېدو د اسانتیاوو، او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د بېلابېلو ستونزو د هواري موضوعات مطرح شوي دي.

دواړو لوریو د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.