د امریکا او اسراییل لوی درستیزان په پنټاګون کې پر ایران غږېدلي

د امریکا او اسراییل جګپوړو جنرالانو له ایران سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې خبرې اترې کړې دي. چارواکو د امریکا د ګډو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ډان کین او د اسراییل د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز ایال زمیر ترمنځ د تړلو دروازو تر شا د خبرو جزییات نه دي څرګند کړي.
