• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د علماوو شورا مشر طالبان د ترهګرو ملاتړي وګڼل

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د علماوو شورا مشر طاهر اشرفي وایي چې د پاکستان «دښمنان» په افغانستان کې حضور لري او طالبان یې ملاتړي دي او هڅه کوي دغه هېواد بې‌ثباته کړي. هغه ټینګار کړی، چې اسلامي نړۍ او نړیواله ټولنه باید د اسلام‌اباد دا اندېښنې جدي وګڼي.

هغه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان ولس او پوځ به د ترهګرۍ په وړاندې ولاړ وي او دا به «همغسې چې په تېر وخت کې یې ناکام کړي، بیا به یې هم ناکام کړي.»

مولانا طاهر دغه څرګندونې د بلوچستان د ازادي غوښتونکو «بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ» د وروستیو پراخو بریدونو په غبرګون کې وکړې.

د راپورونو له مخې، دغې ډلې پرون د يکشنبې په ورځ د سلواغې په۱۱مه، په بلوچستان کې په ۱۰ښارونو کې ۱۲پراخ بریدونه وکړل.

طاهر اشرفي زیاته کړې چې افغان طالبان د ترهګرو د له منځه وړلو پر ځای، له هغوی ملاتړ کوي او پر وړاندې یې هېڅ اغیزناک اقدام نه کوي. هغه خبرداری ورکړ چې دا وضعیت په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی او له افغان پوهانو یې وغوښتل چې دې موضوع ته پام وکړي.

اشرفي همدارنګه ټینګار وکړ چې د پاکستان خلک به د خپلو وسله‌والو ځواکونو ترڅنګ ودريږي او تحریک طالبان پاکستان(ټی ټي پي)او د بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ به ډیر ژر له منځه ولاړ شي.

د (بي ایل ای) دغه عملیات د «جعفر اکسپرس» پر اورګاډي د تېر کال له برید وروسته ددې ډلې ستر عملیات ګڼل کیږي.

ځینو بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړي چې وسله‌والو د وسلو او بمونو په کارولو سره د بلوچستان په جنوبي سیمو کې شاوخوا ۱۲همغږي بریدونه وکړل. د دغو بریدونو موخه زندانونه، د پولیسو پوستې او د نیمه پوځي ځواکونو مرکزونه وو.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ندامحمد ندیم د عصري زده کړو په څېر په دیني علومو کې هم پر ماسټرۍ او دکتورا ټینګار کړی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د کونړ تخصص جامعې د پرانیستې پرمهال وویل، چې د دې جامعې د جوړیدو هدف د محکمو او دارالافتاء چارو معیاري او مسلکي کول دي. ندیم وویل چې د عصري علومو په څېر په دیني برخو کې هم باید د تخصص پروګرامونه پلي شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن یکشنبه، د سلواغې پر ۱۲مه لیکلي، چې ددغه وزارت وزیر ندا محمد ندیم د کونړ ولايت د ديني جامعې د افتتاح په مراسمو کې کې ګډون کړی و.

دغه دیني جامعه ددې ډلې د مشر ملاهبت الله له لوري د کونړ ولایت لپاره منظوره شوې ده.

ندا محمد ندیم د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پرمهال ویلي: «موږ په عصري علومو کې د ماسټري او دوکتورا برنامې لرو او په همدغه ډول په دیني برخو کې هم باید د تخصص برنامې ولرو.»

د طالبانو له بیاځلي راتګ سره دې ډلې پر دیني زده کړو، مدرسو او جامعو تمرکز ډېر کړی دی.

د یوې شمیر له مخې د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو سره په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۲ زره دیني مدرسې جوړې شوې دي.

د خیبر امن جرګه کې سهیل اپریدي د پوځ او مرکزي حکومت پر تګلارو سختې نیوکې وکړې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۰
•
جواد شينواری

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د خیبر امن جرګې ته د وینا پر مهال وویل، چې د خیبر جرګې پرېکړې به د نورو ولسوالیو له خلکو سره شریکې شي او بیا به د خیبر پښتونخوا د پښتنو قومي جرګه راوغوښتل شي او د حکومت د پردې ترشا پرېکړو پر وړاندې به دریږي.

نوموړي چې د خیبر ولسوالۍ په جمرود کې جوړې شوې جرګې ته یې خبرې کولې، وویل چې د ایالتي حکومت له لوري مرکزي حکومت ته په پرله‌پسې ډول خبرداری ورکړل شوی و چې ترهګر بېرته تنظیمېږي او ځای پر ځای کېږي، خو د ده په وینا، مرکزي حکومت دا اندېښنې یوازې «اوازې» بللې.

سهیل اپریدي وویل، چې ترهګر ورو ورو کلیو او کورونو ته راورسېدل او دا پوښتنې یې راولاړې کړې، چې دا ترهګرې ډلې څنګه له پورې غاړې د لسګونه امنیتي پوستو په شتون کې راځي او ولس مېشتو سیمو ته ننوځي.

هغه زیاته کړه:« کله چې ترهګر په کلیو او بانډو کې ځای پر ځای شول، نو د پوځ له خوا په عامو خلکو د هاوانونو مرمۍ وورېدلې، چې په پایله کې له ۱۲ تر ۱۴ بېګناه ماشومان ووژل شول، خو له بده مرغه مرکزي حکومت زموږ دا شهید شوي کوچني ماشومان هم ترهګر وبلل.»

سهیل اپریدی وایي چې له وړاندې پوهېده چې ځینې کړۍ په تیرا دره کې د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي او د کډوالو د لېږد یوه نوې «ډرامه» یې پیل کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ چې له لومړۍ ورځې یې ویلي وو چې د تیرا ولس په زوره له خپلو سیمو ایستل کېږي.

هغه وویل چې د تیرا درې څخه د خلکو د بېځایه کولو پرېکړه د پېښور پوځي قول اردو قوماندان او د نیمه پوځي ځواک قوماندان په مشوره شوې ده. د اپریدي په وینا، د عملیاتو دا پریکړه د تړلو دروازو ترشا شوې او نوموړي هېڅکله اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې، امنیت او ولسي ژوند د خوندیتوب په اړه به ایالتي حکومت پر خپلو دریځونو ټینګ ولاړ پاتې شي او د هر ډول زورزیاتي او جبري پرېکړو پر وړاندې به کلک دریځ ونیسي.

هغه دغه راز وویل چې په جرګه کې پرېکړه شوې، چې مرکزي حکومت باید په زور د خلکو د بېځایه کولو له امله بښنه وغواړي او دوی به د اسلام اباد پر لور لاریون کوي. اپریدي له جرګې وروسته پر خپل اېکس ولیکل، چې ددې جرګې پرېکړې به د نورو ولسوالیو له خلکو سره شریکې شي او بیا به د خیبر پښتونخوا یوه قومي جرګه را وغواړي، چې وروستۍ پرېکړه وکړي.

ملګري ملتونه: د افغانستان دوه پر درېیمې ډېر ولایتونه له وچکالۍ سره مخ دي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» خبرداری ورکوي چې د افغانستان دوه پر درېیمې ډېر ولایتونه، چې ۶۷ سلنه کیږي، له وچکالۍ سره مخ دي. اوچا د ۱۶۳ ملیون ډالرو غوښتنه کړې ده، چې په ټول افغانستان کې د شاوخوا ۱۶ میلیونه خلکو لپاره د خوندي اوبو بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.

اوچا وايي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو له پراخې راستنیدا، وچکالۍ، ناروغیو خپریدو، پرله پسې سیلابونو او زلزلو وروسته څښاک پاکو اوبو، روغتیا او حفظ الصحې ته اړتیا زیاته شوې ده.

د افغانستان د ملي ارزونې له مخې شاوخوا ۸۵ سلنه کورنیو لږترلږه یو چاپیریالي خطر تجربه کړی دی او د هغو کورنیو شمیر چې د څښاک پاکو اوبو او روغتیا پاملرنې ته اړتیا لري په ۲۰۲۴ کې له ۲۶ سلنې څخه په ۲۰۲۵ کې ۳۷ سلنې ته لوړ شوی دی.

اوچا همدارنګه د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ خوندي اوبو ته د لاسرسي په برخه کې مخ پر وده واټن ته اشاره کړې او وايي، چې که څه هم په ښارونو کې زیربنا ښه کیږي، کلیوالي کورنۍ د لوړ لګښت او د خوندي اوبو سرچینو څخه د واټن په څیر خنډونو سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د ښځینه وو په مشرۍ کورنۍ د نورو کورنیو په پرتله دې سرچینو ته ډیره اړتیا لري، او یوازې ۴۱ سلنه کورنۍ چې معلولیت لري، مناسبو تشنابونو ته لاسرسی لري.

سربیره پردې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د اوبو سرچینې د وچکالۍ د زیاتوالي له امله وچیږي. دې ننګونې د کرنې پورې تړلو کورنیو د عاید کچه ۱۳ سلنه راټیټه کړې او د دوی د پور کچه یې ۳۰ سلنه لوړه کړې ده.

اوچا د ښځینه کارمندانو په اړه کلتوري محدودیتونو ته اشاره کړې چې د دوی د پروګرامونو پلي کول یې ګډوډ کړي او همدارنګه یې د اسی پذیره ښځو او نجونو خوندي اوبو سرچینو ته لاسرسی ګډوډ کړی دی.

د یادې ادارې په وینا، ډیری ښځې د شپې له خوا د اوبو راوړلو لپاره اوږده لاره وهي او له خطر سره مخ دي؛ تنکۍ نجونې هم د روغتیایی اسانتیاوو د نشتوالي له امله له ښوونځي څخه پاتې کیږي.

اوچا وايي چې د وچکالۍ او د ناروغیو د خپریدو خطر سره یوځای د راستنیدونکو کوربه توب او په سیمو کې ادغام په هرات، ننګرهار، نیمروز او خوست کې د بشري بحران حجم او شدت زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو ارزونې ښیې چې د افغانستان لږترلږه ۱۸ ولایتونه د اقلیم د اسیب پذیرۍ له پلوه "ډیر لوړ" دي.

اوچا د اوبو سیسټمونو بیارغونې او ترمیم، راستنیدونکو کډوالو ته خدماتو وړاندې کولو، د ناروغیو سره د چټکې مبارزې، د ژمي لپاره چمتووالي او د اړینو تجهیزاتو ذخیره کولو لپاره د ۱۶۳ ملیون ډالرو تمویل غوښتنه کړې ده.

هند وايي پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر نوي ډیلي بې بنسټه تورونه لګوي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه څرګندونې چې ګواکې په بلوچستان کې د تېرې ورځې د بریدونو تر شا د نوي ډیلي لاس و، رد کړې او ویې ویل، «دا د پاکستان پخوانۍ تګلاره ده اوغواړي له خپلو کورنیو ناکامیو د خلکو پام واړوي».

د هند د بهرینو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان باید د تاوتریخوالي له هرې پېښې وروسته د «بې‌مانا ادعاوو» د تکرار پرځای د خپلو خلکو هغو اوږدمهالو غوښتنو ته پام وکړي چې تر اوسه بې‌ځوابه پاتې دي.

جیسوال همدارنګه زیاته کړې چې د پاکستان د ځپنې، زورواکۍ او د بشري حقونو د سرغړونو سابقه ټولو ته څرګنده ده او نړیواله ټولنه ترې ښه خبره ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پاکستان بې‌بنسټه تورونه لګولي، چې په وینا یې اسلام‌اباد غواړي په دې سره پر خپلو ناکامیو پرده واچوي او د خپل ولس پام پر بله واړوي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې هند دغه ډول تورونه په بشپړ ډول ردوي او دا یې د واقعیتونو د پټولو هڅه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د بلوچستان په ګڼو ښارونو کې د بلوڅ ازادي غوښتونکو له خوا د پاکستان پر امنیتي ادارو او ځواکونو پرله پسې بریدونه وشول.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې ۱۷ امنیتي کسان او ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مُحسن نقوي او د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په یاد ایالت کې د شنبې ورځې د بریدونو په تړاو له رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د یادو بریدونو تر شا د هند لاس دی او ۱۴۵ وسله وال یې وژلي دي.

عبداللطیف منصور موسسو ته سپارښتنه کړې چې بهرنۍ مرستې په سمه توګه ولګوي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د موسساتو له استازو سره په ناسته کې هغوی ته په ټولو ولایتونو کې د امنیت ډاډ ور کړی. منصور د متوازن انکشاف ترڅنګ ویلي، چې پراختیايي پروژې باید د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ تطبیق شي او مرستې پر ځای ولګول شي.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نن یکشنه، د سلواغې پر ۱۲مه ویلي چې ددغه وزارت وزیر عبداللطیف منصور د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د موسساتو استازو ته ویلي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پراختیايي پروژو د تطبیق په برخه کې له «تاسې سره همکار او همغږی دی».

نوموړي ویلي، د طالبانو اداره ژمنه ده، چې په ټول هېواد کې د موسساتو امنیت خوندي کړي او خپلې چارې په ښه ډول پرمخ یوسي.

په دې ناسته کې طالب چارواکو ویلي، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت بشپړ چمتووالي لري چې له موسساتو سره په ګډه انکشافي پروژې تطبیق کړي.

د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شرف الدین مسلم په دې ناسته کې غوښتنه کړې، چې پروژې باید پر خپل وخت پلې شي.

هغه زیاته کړه، « موږ او تاسي باید په پوره همغږۍ او تفاهم خپلې دندې تر سره کړو څو پروژې پر خپل وخت او ټاکلې موده کې تطبیق شي او له تاسې هیله لرو چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې له موږ سره همکاري وکړئ».

دا څرګندونې په داسې حال کېږي، چې له پخوا څخه نړیوالې مرستې کمې شوې او ترڅنګ یې د ځینو موسسو شکایتونه دا دي، چې طالبان د دوی په اداري کارونو کې مداخله کوي او ښځینه کارمندانې یې له کار منعه کړې دي.