• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د دوو ښځو په ګډون ۸ کسان په پروان کې د نشه‌يي توکو د کاروبار او ۳ غله په غور کې ونیول شول

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۰

د پروان لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دوو ښځو په ګډون یې ۸ کسان د نشه‌يي توکو د ساتنې، قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي. په غور کې هم ۳ غله چې له یوه کوره یې ۵۰۰ زره افغانۍ او د ۲ اعشاریه ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت سره زر غلا کړي وو، لاس په لاس نیول شوي دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، له دغو کسانو ۸۷۱ ګرامه اومه چرس، ۲۶۲ ګرامه شیشه، ۲۱ ګرامه تریاک، ۳ ګرامه هیرویین، ۱۲ زیکب نشه‌کوونکي تابلېتونه، یوه ښکاري وسله او ۱۲ موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.

د یادو مسوولینو په وینا، دغه کسان په تېره یوه اوونۍ کې په بېلابېلو عملیاتو کې له مرکز او ولسوالیو نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، نیول شویو کسانو پر خپلو کړو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې هم عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.

له دې سره سم، د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې ۳ غله چې پرون شپه یې له یوه کور څخه ۵۰۰ زره افغانۍ او د ۲ اعشاریه ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت سره زر غلا کړي وو، د غور او هرات تر منځ د تخت مرز درې په سیمه کې له غلا کړو پیسو او سرو زرو سره یو ځای نن (یکشنبه د سلواغې ۱۲مه) نیول شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په بادغیس کې ۱۲۰۰ راستانه شویو کورنیو ته د غنمو او نغدو مرستو د وېش پروګرام پیل شو

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۰

په بادغیس کي د ۱۲۰۰ راستانه شویو کورنیو لپاره د اختصاص شویو غنمو او نغدو پیسو د مرستو وېش پروګرام پيل شو. د بادغیس لپاره د طالبانو مسوولین وايي، هرې کورنۍ ته به ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵ زره افغانۍ ورکړل شي.

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، دغه مرستې د مشرتابه د سپارښتنې له‌مخې برابرې شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې بهیر کې به پر ۱۲۰۰ راستانه شویو کورنیو هرې یوې ته یې ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵ زره افغانۍ ورکړل شي.

د طالبانو د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په دې پروګرام کې راستانه شویو ته له هرکلي ویلو سربېره وویل، دوی به د راستانه شویو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي. هغه له خیریه بنسټونو هم وغوښتل، چې په دې حساس پړاو کې د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ او لاسنیوی وکړي.

له ګاونډیو هېوادونو تازه یو شمېر راستنې شوې کورنۍ وايي، سرپناه نه‌لري او د کېدونکو مرستو له ځنډني کېدو هم شکایت لري.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه سلګونه زره افغانان په جبري توګه اېستل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

طالبان: ملګري ملتونه دې د بدیل معیشت او روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې همکاري وکړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ادارې له رییس سره کتلي او د کروندګرو لپاره یې د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالرحمان منیر د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ادارې له رییس پولیک اوک سیري او د یادې ادارې سیمه‌ييز رییس اولیور اسولپ سره کتلي دي.

طالبانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د یادې ډلې له لومړیتوبونو بللې او وایي، چې له محدودو امکاناتو سره یې د نشه‌يي توکو په مخنیوي او د روږدو کسانو په درملنه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له رییس څخه غوښتي، چې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغان نارینه‌وو ترمنځ د چرسو کارونه ۴۷سلنه، د تریاکو ۱۹ سلنه، د ټابلیټ کا ۱۱ سلنه او مېټا مفتامین یا شیشې کارونه اووه سلنې ته رسېږي.

پاکستان او ایران نن څه باندې ۱۵۰۰ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه کړل

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، چې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) له ایران او پاکستان څخه ۳۰۸ کډوالې کورنۍ چې ټول‌ شمېر یې ۱۶۴۷ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۶۴۷ افغان کډوال راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د راپور له‌مخې، ۲۶۱ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۲۴ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې، ۱۲ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې او ۱۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې دي.

د پاکستان او ایران هېوادونو له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ له نږدې دوو کلونو راهیسې دوام لري او تر دې مهاله سلګونه زره کورنۍ په جبري توګه راستنې شوې دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د هرات د سمنټو تولیدي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په هرات کې د سمنټو پروژې له روانو چارو د لیدنې پرمهال د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ. نوموړي اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تړون له ژمنو سره سم کارونه لا ګړندي او پر وخت یې ترسره کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو وايي، هدایت‌الله بدري د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له بنسټیزو پروژو وبلله او زیاته یې کړه: «د یادې پروژې بشپړېدل به کورنی تولید پیاوړی کړي، سربېره پر دې به د سمنټو واردات کم او سلګونه کاري فرصتونه رامنځته کړي».

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د کانونو او پټرولیم وزارت د سمنټو په برخه کې د ځان بسیاینې په موخه د هرات په ګډون په کندهار، لوګر، پروان او جوزجان ولایتونو کې د سمنټو د پنځو سترو پروژو تړونونه لاسلیک کړي او دمګړی یې هم د جوړېدو چارې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې پرون دوو چینايي، یوه تاجکستاني او یوه افغان پانګه‌وال د کندوز ولایت لپاره د طالبانو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي وو، چې د دغه ولایت په علي‌اباد ولسوالۍ کې د سمنټو د یوه کان له تثبیت وروسته چې شاوخوا ۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري، په نوي او عصري ټېکنالوژۍ سمبال د سمنټو او ګچ تولیدي کارخونې جوړې کړي، خو یادو پانګه‌والو د سمنټ او ګچ کارخونو د جوړېدو د نېټې او همداراز د پانګونو د کچې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

دولتي مامورین وایي چې د طالبانو مالیې وزارت تر اوسه معاشونه نه دي ورکړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۷ GMT+۰

په کابل کې یو شمېر دولتي مامورینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، هغه کمپاین چې پر ټولنیزو شبکو خپور شوی و او پکې ادعا کېده چې ټولو دولتي ادارو ته د معاشونو د ورکړې بهیر پیل شوی، حقیقت نه لري او تر اوسه د طالبانو د مالیې وزارت له خوا دوی ته د جدي میاشتې معاش نه دی ورکړل شوی.

دغو مامورینو، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نومونه یې خپاره شي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالبانو تر واک لاندې حکومت د بودجې د کسر له امله د دولتي کارکوونکو معاشونه تر نامعلومې مودې ځنډولي دي.

د دوی په وینا، د معاشونو د نه ورکولو له امله د ډېرو کورنیو اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.

یوه دولتي مامور وویل: «پر ټولنیزو شبکو داسې ښودل کېږي چې ګواکې معاشونه ورکړل شوي، خو موږ لا هم په تمه یو. نه یوازې د جدي میاشتې، بلکې د پخوانیو میاشتو معاشونه هم پاتې دي، په دې سخت ژمي کې زموږ سترګې یوازې همدې معاش ته دي چې خپلې ستونزې پرې حل کړو».

له بلې خوا، یو شمېر ښوونکو هم ورته اندېښنې شریکې کړې دي.

د ښوونکو په وینا، درېیمه میاشت روانه ده چې معاشونه ورته نه دي ورکړل شوي او دې چارې د ژمي په سړه هوا کې د دوی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

جان علي (مستعار نوم) چې د کابل په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی وایي: «ژمی سخت دی، لګښتونه زیات دي، خو معاش نشته. نه شو کولای د کور اړتیاوې پوره کړو او دا وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.»

دولتي مامورین او ښوونکي وایي، سره له دې چې په وار وار یې خپلې ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکې کړې دي، خو تر اوسه یې کوم عملي او روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

تر دې دمه طالبانو په رسمي ډول د معاشونو د نه ورکولو او یا هم د ټولنیزو شبکو د یاد کمپاین په اړه څرګندونې نه دي کړې.