د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر: تهران دې د امریکا له برید څخه د مخنیوي لپاره امتیازونه ورکړي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژاننویل بارو له لیبراسیون ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا په یوه وخت کې د ایران پر وړاندې هم پوځي انتخاب او هم د مذاکرې لاره پر مېز ایښې ده او تهران باید د اساسي امتیازونو په ورکولو او د خپل چلند بدلولو ته غاړه کېږدي.
هغه په ایران کې د اعتراض کوونکو ځپل «ډلهییز جنایت» وباله او ویې ویل، چې دا تاوتریخوالی باید بېځوابه نهشي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې ایران باید ځپلو ته د پای ټکی کېږدي، بندیان خوشې کړي، اعدامونه ودروي، انټرنټ بېرته فعال کړي او د راتلونکي برخلیک خلکو ته وسپاري.
