د قطر د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د ایران د ملي امنیت شورا له منشي سره کتلي دي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د شنبې په ورځ تهران ته د سفر په ترڅ کې د ایران د ملي امنیت شورا له منشي علي لاریجاني سره کتلي او د پیغام له رسولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي لاریجاني په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو او د ثبات د ټینګښت په تړاو خبرې کړې دي.
له دې سره سم، ایراني رسنیو بیا ویلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر تهران ته د سفر په ترڅ کې خپل پیغام ورساوه او بېرته لاړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر د فاکسنیوز له خبریال سره په مرکه کې ویلي: «ایران د مذاکرې په حال کې دی... نو وګورو چې څه به پېښ شي».
هغه د ایران او امریکا تر منځ مذاکراتو ته په اشارې وویل: «وبهګورو چې ایا کولی شو یو کار وکړو. ګنې بیا به وګورو چې څه پېښېږي... موږ یوه لویه جنګي بېړۍ لرو چې هلته ځي، په ونزوېلا کې له بېړۍ هم لویه ده او لا یې هم لرو».
