• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي چې په دریو ولایتونو کې یې نشه یي توکي او سلګونه لیټره شراب نیولي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزات وایي چې په کابل، نیمروز او تخار ولایتونو کې یې په زرګونه نشه یي ټابلیټونه، سلګونه لیټره شراب او نور مخدره توکي نیولي دي.

ددغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې یو تن په نیمروز کې له ۳زره او ۴۰نشه‌یي ګولیو او یو میل وسلې سره او څلور تنه له ۱۰۴ لېټره شرابو سره د تخار ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي.

‏خبرپانه زیاتوي چې بل لور ته پولیسو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دوه تنه له ۴۹۳نشه‌یي ټابلیټونو او یوه اندازه چرسو او شیشې سره نیولي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به ددې ډلې عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

۵

امیرخان متقي د قطر د پخواني امیر تر مړینې درې ورځې وروسته دوحې ته لاړ

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: طالبانو د ۲۰۲۵کال ۶۵ سلنه عواید پر خپلې ډلې لګولي دي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۰
100%

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، طالبانو د ۲۰۲۵کال له څه باندې ۲۰۰ میلیارد افغانیو عوایدو ۶۵ سلنه یې پر خپلې ډلې لګولي؛ په داسې حال کې چې یوازې درې سلنه یې روغتیا ته او ۱.۳ سلنه یې کرنې برخې ته ځانګړي کړي دي.

صالح پر اېکس پاڼه لیکلي، د طالبانو دغه چلند ښيي چې نړۍوالې نغدي مرستې په ځانګړي ډول د امریکا پیسې د یادې ډلې لپاره زمینه برابروي؛ څو د هېواد ډېری ملي عواید پر خپلو جوړښتونو ولګوي، ځکه «طالبان ډاډه دي، چې نور بنسټیز لګښتونه به د بهرنیو مرستو له لارې پوره کېږي».

امرالله صالح یادونه کړې، چې د طالبانو د ۲۰۲۵کال شاوخوا ۲۰۰ میلیارده افغانۍ عواید نږدې درې میلیارده امریکايي ډالرو سره برابرېږي. هغه ټینګار کړی، چې د امریکا نغدي مرستې باید ژر تر ژره ودرول شي.

د نړۍوال بانک په تازه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو ادارې د ۲۰۲۵کال په لومړیو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۹۶.۹ مېلیارده افغانۍ په امنیتي چارو لګولې دي. د راپور له مخې؛ په ورته موده کې پراختیایي لګښتونه ۱۵.۷ مېلیارده افغانیو ته رسېدلي دي.

طالبان وایي په اوو ولایتونو کې یې ۲۲ تنه «د غلا، قتل، شرابو او اخلاقي‌ فساد» په تور نیولي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۷ GMT+۰
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په ۷ ولایتونو کې یې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۲ تنه د «غلا، قتل، شرابو، اخلاقي فساد او د وسلو د ناقانونه لېږد» په تور نیولي دي. د دغه وزارت په وینا؛ نیول شوي کسان به تر لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژني.

د طالبانو یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) ویلي، چې د غور په مرکز کې یې پر یوه کور د عملیاتو پر مهال درې تنه د ۵۰۰زره افغانیو او د دوه مېلیونو په ارزښت د غلا شویو سروزرو سره نیولي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې «د جوزجان په فیض‌اباد ولسوالۍ کې درې تنه بیا د قتل، په هرات او غزني کې یې دوه، دوه کسان د غلا په تور، په سرپل کې دوه تنه د وژنې او دوه تنه یې په جوزجان کې د اخلاقيٍ په فساد په تور نیولي دي».

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، په پکتیا کې یې دوه تنه له یو میل کلاشینکوف، ۴ شاجورونو، مرمیو، لاسي بمونو او نور مهماتو سره نیولي چې غوښتل یې نورو سیمو ته یې په ناقانونه توګه انتقال کړي.

دغه وزارت په یوې جلا خبرپاڼه کې لیکلي، چې په فراه ولایت کې یې ۶ تنه د ۷۱ لېټرو شرابو سره نیولي. د طالبانو په خبره؛ نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړونو او پوښتنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې ۵ افغان خبریالان نیولي دي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۰ GMT+۰
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» وايي، پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې په اسلام‌اباد کې د افغان رسنیو ۵ غړي نیولي چې د امنیتي‌ ستونزو له کبله د ځینو هویت نه خپروي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په نیول شویو کسانو کې افغان خبریال صمیم فروغ فیضي او تصویر اخیستونکی عطاء‌الرحمان شېرزاد هم شامل دي. یاد سازمان د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلی، چې وړاندې هم پاکستاني پولیسو د افغان رسنیو درې غړي په اسلام‌اباد کې له خپلو کورنیو سره یو ځای نیولي وو.

دغه سازمان اندېښنه ښودلې، چې په دغه هېواد کې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له جدي امنیتي ګواښونو، خپلسرو نیونو او جبري اخراج سره مخ دي. دوی زیاته کړې: «په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته لسګونه افغان خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو، سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله اړ شول چې پاکستان ته پناه یوسي؛ خو له بده مرغه، هغوی په دغه هېواد کې له تېرو څو کلونو راهیسې له ناامنۍ، بې‌ثباتۍ او له وېرې ډک ژوند سره مخامخ دي».

دغه سازمان وایي، چې په پاکستان کې د پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو د نیولو او د ویزو د نه تمدید له امله هره ورځ ګڼ افغان خبریالان د یوه ناڅرګند او خطرناک وضعیت سره مخ دي.

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان د کډوالو لپاره له متحده ایالتونو، د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ، اروپایي هېوادونو، د بې‌پولې خبریالانو سازمان او ټولو نړۍوالو او بشرپاله بنسټونو غوښتنه کوي، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د سملاسي خوندیتوب لپاره جدي او اغېزمن اقدامات وکړي.

طالبان غواړي د شانګهای همکاریو سازمان په ناستو کې ګډون وکړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۰
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن ویلي، چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان څارونکی غړی دی او باید طالبان په راتلونکو ناستو کې ګډون ولري؛ خو تراوسه یې ان په رسمي ناستو کې هم بلنه نه‌ده ترلاسه کړې.

هغه د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې، چې د طالبانو استازي ته به د شانګهای همکاریو سازمان په راتلونکو ناستو کې د ګډون بلنه ورکړل شي. هغه وویل: «افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان یو ناظر هېواد دی او د دغه مقام له مخې باید په ناستو کې ګډون وکړي».

د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱کال کې جوړ شوی، چې روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان یې اصلي غړي دي. بلاروس په ۲۰۲۴کال کې دغه سازمان ته ورګډ شو. افغانستان او مغولستان د ناظرو هېوادونو په توګه په‌کې شامل دي.

سره له دې چې مسکو طالبان په رسمیت پېژندلي؛ خو تر اوسه یې په ۲۴مه غونډه کې چې د ۲۰۲۵کال (د لړم په ۲۷مه) په مسکو کې ترسره شوه، ګډون نه‌و کړی. مخکې هم د چین په غونډه کې د طالبانو استازی نه‌وو بلل شوی.

د راپور له مخې؛ د نه ګډون له امله ګل حسن د لېندۍ په میاشت کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي بختیار حکیموف سره وکتل او ترې یې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د ناظر مقام ته په پام سره د طالبانو استازی باید په غونډو کې ګډون وکړي.

شنونکي وایي، که طالبان په رسمي توګه په غونډو کې ګډون وکړي، دا به د دوی د نړۍوالو اړیکو لپاره یو مهم ګام وي؛ خو تر اوسه یوازې روسیې طالبان په رسميت پېژندلي دي.

طالبان وايي د پولیو کمپاین پر مهال به ۷.۳ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان د ۱۸ ولایتونو په ۱۷۲ ولسوالیو کې د ۲۰۲۶کال د پولیو فرعي کمپاین پرمهال به ۷.۳ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړل شي. دغه وزارت زیاته کړې ،چې د خپلو شریکانو په مرسته به په هېواد کې د پولیو ویروس مخنیوی وکړي.

د طالبانو روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) ویلي، چې دغه کمپاین د هېواد د مرکزي، ختیځ، سوېل، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او شمال ختیځې حوزې د ۱۸ ولایتونو په ۱۷۲ ولسوالیو کې د فبرورۍ له ۲مې څخه تر ۵مې نېټې پورې پلی کېږي.

د دوی په خبره؛ دغه کمپاین به په کندهار، هلمند، روزګان او زابل کې د فبرورۍ له ۳مې تر ۶مې نېټې پورې ترسره شي او اړوند کمپاین به د فاریاب او بادغیس په څلورو ولسوالیو کې د فبرورۍ له ۹مې تر ۱۲مې پورې تر سره شي.

د طالبانو روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دغه کمپاین د پیل پر مهال ویلي:« دوی له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دي، چې په افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخیوی وکړي.»

د رسمي نړۍوالو راپورنو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې. په‌ دې ډله کې په روزګان کې یوه، په هلمند کې درې، په بادغیس کې یوه، په نورستان کې یوه، په پکتیکا کې دوه او په فراه کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي، چې پولیو لا تر اوسه په بشپړه توګه په‌کې له‌منځه نه‌ده وړل شوی.