• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په شمالي وزیرستان کې جرګې پرېکړه کړې چې څوک د پوځ په غوښتنه له سیمې وځي هغه به ناغه کیږي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۰

د شمالي وزیرستان په شیوه کې د کابل‌خېل قوم ګډې جرګېپرېکړه کړې، چې دوی د پوځ په غوښتنه له خپلو سیمو څخه نه وځي او که څوک وځي، هغوی به ناغه کیږي. پاکستاني پوځ له خلکو غوښتي چې یا دې خپله له سیمې ووځي او یا دې طالبان له سیمې وباسي.

له میرانشاه نه سرچینو د دوشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د شیوه سیمې کابل خېل قبیلې په خپله قومي جرګه کې د پاکستان د پوځ پر دوو غوښتنو خبرې وکړې، چې یوه پکې له سیمې نه د خلکو وتل دي او بله د نه وتلو په صورت کې، له سیمې د طالبانو اېستل دي.

د سرچینو په وینا، په جرګه کې له اوږدو بحثونو وروسته په متفقه توګه پرېکړه وشوه چې د کابل‌خېل قوم هېڅ کورنۍ به خپله سیمه نه پرېږدي.

د جرګې ګډونوالو ټینګار کړی چې له خپلو پلرنیو سیمو وتل ورته د منلو نه دي.

جرګې دا پرېکړه هم کړې، چې که د قوم کومه کورنۍ یا فرد د جرګې له پرېکړې سرغړونه وکړي او له سیمې ووځي، نو پر هغوی به درنه ناغه ولګول شي.

د کابل‌خېل قومي مشرانو پاکستاني پوځ ته دا خبره هم په ډاګه کړې چې په سیمه کې د امنیت ساتل د دولت او پوځ مسوولیت دی، نه د ولس. دوی وویل چې پوځ باید ځواب ورکړي چې طالبان څنګه او د چا په اجازه د کابل‌خېل سیمې ته داخل شوي دي.

جرګې دا هم اعلان کړه چې د کابل‌خېل قوم یوه استازې جرګه به له طالبانو سره خبرې اترې هم کوي او د دغو خبرو تر پایلو وروسته به د قوم له‌خوا وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

په شمالي وزیرستان کې امنیتي وضعیت او د وسله والو ډلو حضور له مودو راهیسې د سیمې د خلکو لپاره د اندېښنې وړ ګرځېدلی، خو له مکررو پوځي عملیاتو وروسته هم د وسله والو جنګیالیو حضور نه دی کم شوی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف د خیبر پښتونخوا له سر وزیر غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پیاوړې کړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي له‌خوا د پاکستان پر حکومت او تګلارو تر سختو نیوکو وروسته، د دغه هېواد لومړي‌ وزیر شهباز شریف له هغه سره لیدلي او په سیمه کې یې د امن د ټینګښت لپاره د مرکزي او ایالتي حکومتونو پر همغږۍ او همکارۍ ټينګار کړی.

هغه له سهیل اپریدي غوښتنه کړې، چې ایالتي حکومت دې د ترهګرۍ په وړاندې اړوندې ادارې پياوړې کړي. شهباز شریف په یاده لیدنه کې ویلي: «مرکزي او ایالتي حکومتونه د ترهګرۍ د بشپړې له‌منځه وړنې لپاره خپلې ګډې هڅې روانې ساتي». نوموړي‌ ویلي، ایالتي حکومت ته په کار ده چې په خیبر پښتونخوا کې د امن لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په ګډون ګڼو پښتنو سیاست‌والو د خیبرپښتونخوا په ناامنۍ کې د پاکستان د پوځ لاس ګڼي او وايي چې دغه سیمه د همدې توپیري چلند له کبله د ناامنۍ تر سیوري لاندې ده.

څه موده مخکې منظور پښتین د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي و، چې د پاکستان پوځ په پښتونخوا او افغانستان کې بمبار کوي او د هغوی لپاره ټول پښتانه یو ډول دي. پښتین ویلي و: «زموږ دوښمن چې د عیش او عشرت په خاطر متحد پاتې کېدای شي؛ نو موږ افغانان څنګه د خپلو کورنیو، اولادونو او ژوند لپاره سره نه‌شو راټولېدای».

د خیبر امن جرګه کې سهیل اپریدي د پوځ او مرکزي حکومت پر تګلارو سختې نیوکې وکړې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۰
•
جواد شينواری

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د خیبر امن جرګې ته د وینا پر مهال وویل، چې د خیبر جرګې پرېکړې به د نورو ولسوالیو له خلکو سره شریکې شي او بیا به د خیبر پښتونخوا د پښتنو قومي جرګه راوغوښتل شي او د حکومت د پردې ترشا پرېکړو پر وړاندې به دریږي.

نوموړي چې د خیبر ولسوالۍ په جمرود کې جوړې شوې جرګې ته یې خبرې کولې، وویل چې د ایالتي حکومت له لوري مرکزي حکومت ته په پرله‌پسې ډول خبرداری ورکړل شوی و چې ترهګر بېرته تنظیمېږي او ځای پر ځای کېږي، خو د ده په وینا، مرکزي حکومت دا اندېښنې یوازې «اوازې» بللې.

سهیل اپریدي وویل، چې ترهګر ورو ورو کلیو او کورونو ته راورسېدل او دا پوښتنې یې راولاړې کړې، چې دا ترهګرې ډلې څنګه له پورې غاړې د لسګونه امنیتي پوستو په شتون کې راځي او ولس مېشتو سیمو ته ننوځي.

هغه زیاته کړه:« کله چې ترهګر په کلیو او بانډو کې ځای پر ځای شول، نو د پوځ له خوا په عامو خلکو د هاوانونو مرمۍ وورېدلې، چې په پایله کې له ۱۲ تر ۱۴ بېګناه ماشومان ووژل شول، خو له بده مرغه مرکزي حکومت زموږ دا شهید شوي کوچني ماشومان هم ترهګر وبلل.»

سهیل اپریدی وایي چې له وړاندې پوهېده چې ځینې کړۍ په تیرا دره کې د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي او د کډوالو د لېږد یوه نوې «ډرامه» یې پیل کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ چې له لومړۍ ورځې یې ویلي وو چې د تیرا ولس په زوره له خپلو سیمو ایستل کېږي.

هغه وویل چې د تیرا درې څخه د خلکو د بېځایه کولو پرېکړه د پېښور پوځي قول اردو قوماندان او د نیمه پوځي ځواک قوماندان په مشوره شوې ده. د اپریدي په وینا، د عملیاتو دا پریکړه د تړلو دروازو ترشا شوې او نوموړي هېڅکله اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې د سولې، امنیت او ولسي ژوند د خوندیتوب په اړه به ایالتي حکومت پر خپلو دریځونو ټینګ ولاړ پاتې شي او د هر ډول زورزیاتي او جبري پرېکړو پر وړاندې به کلک دریځ ونیسي.

هغه دغه راز وویل چې په جرګه کې پرېکړه شوې، چې مرکزي حکومت باید په زور د خلکو د بېځایه کولو له امله بښنه وغواړي او دوی به د اسلام اباد پر لور لاریون کوي. اپریدي له جرګې وروسته پر خپل اېکس ولیکل، چې ددې جرګې پرېکړې به د نورو ولسوالیو له خلکو سره شریکې شي او بیا به د خیبر پښتونخوا یوه قومي جرګه را وغواړي، چې وروستۍ پرېکړه وکړي.

پاکستان: د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې د بریدونو وروسته ۶۷ وسله‌وال وژل شوي دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۵ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس ته څلورو پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۷وسله‌وال هغه مهال ووژل شول چې په بلوچستان کې یې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره وسله والې نښتې وکړې.

چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته وویل چې په دغو منظم شوو بریدونو کې ۱۰د پولیسو او امنیتي ځواکونو غړي او ۱۱ملکي وګړي هم وژل شوي دي. همدارنګه ۲۴پولیس ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې ځواکونو لسګونه وسله‌وال وژلي دي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې د پاکستان پوځ ویلي وو، په بلوچستان کې یې په جلا عملیاتو کې ۴۱وسله‌وال وژلي دي. بلوچستان له ایران او افغانستان سره پوله لري او له لسیزو راهیسې له بېلتون‌پالو له بغاوت سره مخ دی.

بلوچ ازادۍ پوځ، د شنبې ورځې د بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې دا بریدونه یې په ټول ولایت کې په یو وخت پیل کړي دي. دغې ډلې ادعا کړې چې ۸۴پاکستاني امنیتي سرتېري یې وژلي دي.

امنیتي چارواکو وویل چې وسله‌والو کسانو په څو ښاري سیمو کې بریدونه وکړل، چې پکې د ایالت مرکز کوټه او د بندر ښار ګوادر شامل دي، چې له امله یې د پوځ، پولیسو او د ترهګرۍ ضد ځواکونو عملیات پیل شول.

چارواکو وویل چې په ځینو ولسوالیو کې روغتونونونو بېړنی حالت اعلان کړی دی.

اېمل ولي خان د بلوڅ ازادي غوښتونکو د بریدونو سره هممهاله لیکلي؛ پاکستان زنده اباد

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په بلوچستان کې د بلوڅو ازادي غوښتونکو د ډلې له بریدونو سره هم مهاله د پاکستان زنده اباد تر څنګ له خلکو غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د خپل هیواد سره ټینګ ودریږي. اېمل ولي خان لیکلی:« الله دې د سوله ییزو پاکستانیانو سره وي.»

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان نن شنبه، د سلواغې پر ۱۱مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې نوموړی د بلوچستان او د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې ولس د هرې شېبې څخه خبر وساتي ترڅو اوازې رد شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې نن سهار د بلوڅو بېلتون غوښتونکې ډلې د بلوچستان په څو ځایونو کې پرله پسې بریدونه وکړل او د پاکستان امنیتي ادارو ودانۍ یې په نښه کړې.

د پاکستان امنیتي ادارو او بلوڅ بېلتونپاله ډلې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعاګانې کړي دي.

د سردار اختر منګل نیوکه؛ د بلوچستان وضعیت خراب دی او رسنۍ چپ دي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر منګل ویلی، چې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو رسنۍ چوپ دي. هغه وویل:«ما هیڅکله په خپل ژوند کې داسې د اندېښنې وړ وضعیت نه دی لیدلی. ایا د کورنیو چارو وزیر دا روښانه کولی شي چې د پولیسو د حوزې مشر چیرته دی؟»

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر منګل نن شنبه، د سلواغې پر ۱۱مه په اېکس کې لیکلي، چې په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت په بشپړ ډول له کنټرول څخه بهر دی.

هغه د پاکستان فدارلي حکومت ته په اشارې وویل:«مهمه نده چې دوی څومره هڅه کوي موږ خاموش کړي، حقیقت باید په روښانه توګه بیان شي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په بلوچستان کې یوې خبري ناسته کې وویل، چې د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په مختلفو ښارونو کې په نښتو کې ۱۰ امنیتي ځواکونه او ۳۷ وسله وال وژل شوي دي.

پولیسو ویلي، چې لسګونو وسلوالو په یوه زندان هم برید وکړ او له ۳۰ څخه ډیر بندیان یې خوشې کړل.

نن شنبه د بلوچ بیلتونپالو لخوا د بلوچستان په ۱۲ بېلابېلو سیمو کې د یو وخت بریدونو وروسته په کویټه، سیبي او چمن کې مخابراتي خدمات قطع شوي دي.

د بلوچ ازادۍ پوځ دمخه د خپلو عملیاتو د دوهم پړاو پیل اعلان کړی، چې د "عملیاتو اتل" په نوم یادیږي.

په یوه بیان کې د دې ډلې ویاند جیند بلوچ د بریدونو مرحله د «اشغالګر حکومت او د هغې د نظامي جوړښتونو» په وړاندې د "کلک مقاومت اعلان" په توګه بیان کړه.