• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو د پاکستان د الوګانو بازار له سقوط سره مخ کړی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د الوګانو بازار د زیات تولید او له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې بندېدو له امله سخت زیانمن شوی او بیې یې په چټکۍ سره کمې شوې دي. اقتصادي شنونکي دغه وضعیت د کرنې په برخه کې د پاکستان حکومت د ناسم پلان او کمزورې پالیسۍ پایله بولي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ له افغانستان سره د ډيورنډ کرښه د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له نیمایي راهیسې تړل شوې، چې له امله یې د پاکستان د الوګانو صادرات درېدلي او کورني بازارونه له اضافي محصول ډک شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د پاکستان د الوګانو له مهمو پېرودونکو هېوادونو ګڼل کېږي.

په تېرو کلونو کې د لوړو بیو له امله بزګرانو په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د الوګانو کرکېله پراخه کړې ده. یوازې په ۲۰۲۴ ـ ۲۰۲۵کال کې د الوګانو کرنیزه ساحه ۱۴ سلنه زیاته شوې او تولید ۹.۴ مېلیون ټنو ته لوړ شوی.

په پنجاب کې چې د پاکستان نږدې ۹۵ سلنه الوګان تولیدوي، دغه ساحه په ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶کال کې لا ۲۴ سلنه نوره هم زیاته شوې ده. د لوړ حاصل لرونکو تخمونو کارول او مناسب موسم هم د تولید د زیاتوالي لامل شوی دی.

د کرنې د شنونکو د اټکل له مخې؛ روان کال کې به د پاکستان د الوګانو تولید نږدې ۱۲ مېلیون ټنو ته ورسېږي، خو حکومت له وړاندې د صادراتو د پراخولو لپاره هېڅ جدي ګام نه‌دی پورته کړی.

راپور زیاتوي، که څه هم له افغانستان سره د سوداګریزو لارو پرانیستل کولای شي یو څه فشار کم کړي؛ خو تولید دومره لوړ دی چې حتی د پخوانیو کلونو په کچه صادرات هم د اضافي محصول د جذب لپاره بسنه نه‌کوي.

په تېرو کلونو کې پاکستان هر کال له ۴۰۰زره تر ۵۰۰زره ټنه الوګان افغانستان او نورو هېوادونو ته صادرول. اوس د بیو د سخت سقوط له امله بزګران له سترو مالي زیانونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې د سرې، تخم او نورو کرنیزو توکو بیې هم لوړې شوې دي.

سره له دې د پاکستان فدرالي او ایالتي حکومتونو تر اوسه یوازې دومره کړي، چې د ایران له لارې د ځینو هېوادونو پر لور د صادراتو اجازه یې ورکړې؛ خو دغه لار د لېږد لوړ لګښتونه لري او د پاکستاني الوګانو سیالي کمزورې کوي.

اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، که حکومت د بزګرانو ملاتړ ونه کړي، راتلونکو کلونو کې به د الوګانو کرکېله کمه شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

درې‌اړخیزه ازاده سیمه؛ ایران، افغانستان او چین د سیمه‌ییزې سوداګرۍ نوی دهلیز جوړوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۲ GMT+۰

ایراني چارواکي وایي، د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د درې‌اړخیزې سوداګریزې، صنعتي ازادې سیمې د جوړېدو طرحه چې مرکز یې د سوېلي خراسان ولایت ټاکل شوی؛ کولای شي د ایران ختیځ د سیمې په یوه مهم ترانزیتي مرکز بدل کړي.

د سوېلي خراسان د اقتصادي او مالي چارو عمومي رییس مرتضی ذاکریان ویلي، د دغه نوښت اساسي موخه د اقتصادي پراختیا ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا او د بندیزونو بې‌اغېزې کول دي.

د هغه په وینا؛ دغه ازاده سیمه د درېیو هېوادونو د اقتصادي ظرفیتونو پر ګډ کار ولاړه ده او سوېلي خراسان د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله د یادې پروژې لپاره مهم محور بلل کېږي.

دغه ولایت له افغانستان سره مستقیمه پوله لري، د هېواد له مهمو رېل پټلیو او لویو لارو سره نښلول شوی او د چین د «یو کمربند، یوې لارې» سترې پروژې د ځمکنۍ برخې په مسیر کې موقعیت لري.

بل لور ته د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو هم د یادې طرحې هرکلی کړی دی. د هرات لپاره د طالبانو والي اسلام جار تازه د دوغارون ـ تایباد سرحدي لارې ته د سفر پر مهال له ازادې سوداګریزې سیمې لیدنه کړې او له ایراني سیمه‌ییزو چارواکو سره یې خبرې هم کړې دي.

اقتصادي شنونکي وایي، په دغه پروژه کې د ایران رول د ټرانزیتي دهلیزونو د امنیت او اسانتیا برابرول دي؛ څو چین او افغانستان وکولای شي د ایران له لارې په کم لګښت ازاده اوبو ته لاسرسی ومومي.

د ایراني لوري په باور؛ د یادې ازادې سیمې فعالېدل به ایران ته د ترانزیت له درکه د پام وړ عواید برابر کړي، پانګونه به جلب کړي او په ختیځو ولایتونو کې به د کار زمینه پراخه کړي.

د راپور له مخې؛ افغانستان به د دغه دهلیز له لارې نړۍوالو بازارونو ته اسانه لاسرسی ومومي، د کرنې او کانونو پر بنسټ اقتصاد به وده وکړي او د پاکستان او شمالي مسیرونو پر اوږدو لارو به یې تکیه کمه شي.

چین هم دغه پروژه د خپلې «یو کمربند، یوې لارې» ستراتېژۍ برخه بولي، چې د سیمې هېوادونو ته د سوداګرۍ خوندي او ارزانه ځمکنی مسیر برابروي. ایراني مسوولین ټینګار کوي، چې دغه طرحه یوازې یوه اقتصادي پروژه نه؛ بلکې د سیمې لپاره یو ستر ژیو سټراټژیک ګام دی، چې کولای شي د ایران، افغانستان او چین ترمنځ دوامدارې اقتصادي اړیکې رامنځته کړي او سیمه‌ییز ثبات ته وده ورکړي.

هند د راتلونکي مالي کال لپاره افغانستان سره د پراختیایي مرستې کچه لوړه کړې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۸ GMT+۰

د هند حکومت د راتلونکي مالي کال بودجه کې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره خپلې پراختیایي مرستې زیاتې کړې دي. هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په دې لړ کې د افغانستان، منګولیا، نیپال او سریلانکا په څېر هېوادونو ته ځانګړې شوې بودجه د پام وړ پراخه شوې ده.

د هند زي نیوز رسنۍ د راپور له مخې؛ د افغانستان لپاره ځانګړې شوې مرسته له ۱۰۰ کروړه څخه ۱۵۰ کروړه روپیو ته لوړه شوې ده. د راپورونو له مخې؛ په نوې بودجه کې د افغانستان د ونډې زیاتوالی د هند له‌خوا په هېواد کې د پلي کېدونکو نوو پروګرامونو او پروژو ښکارندویي کوي. خو له بل پلوه بیا له بنګله‌دېش سره د ترېنګلو اړیکو له امله ځانګړې شوې بودجه کمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره تر کړکېچ وروسته په وروستیو میاشتو کې له هند سره د طالبانو اړیکې خورا پراخې شوې دي. هند په تېر ۲۰۲۵کال کې په کابل کې د هند ماموریت د سفارت تر کچې لوړ کړ.

له تېر اکټوبر راهیسې هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په ګډون د یادې ډلې یوشمېر وزیرانو هم سفرونه کړي دي.

په بلوچستان کې د ای‌اېس‌ای پر مرکز ځانمرګي بریدګره «ښځه» وه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۶ GMT+۰

د بلوڅ ازادۍ پوځ وړمه ورځ (شنبه د سلواغې ۱۱مه) پر یوه وخت د بلوچستان پر کوټه، سیبۍ، نوشکي، چین او نورو سیمو پراخ بریدونه وکړل. لومړی برید ځانمرګی برید وو، چې د بلوچستان په نوشکي کې د پاکستان د ای‌اېس‌ای پر مرکز وشو. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، دغه بریدګره «ښځه» وه.

سرچینې افغانستان انترنشنل ته وايي، په نوشکي کې د ای‌اېس‌ای پر مرکز د موټر بم په وسیله ځانمرګې بریدګره «اصفه منګل» نومېده او د نوشکي د قاضي‌اباد اوسېدونکې وه.

سرچینې وايي، اصفه منګل د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر پر دویمه په نوشکي سیمه کې زېږېدلې وه او په ۲۱ کلنۍ کې (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۲مه) د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ د مجید برګېډ له واحد سره یو ځای شوه. د بلوڅ لېبرېشن ارمي (BLA) یا د «بلوڅ ازادي‌ غوښتونکو» کې د مجید برګېډ واحد د ځانمرګو بریدونو مسوولیت لري او تر ټولو پېژندل شوی واحد ګڼل کېږي.

د سرچینو په وینا، اصفې منګل د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د ځانمرګي برید پرېکړه وکړه او بالاخره وړمه ورځ (شنبه د سلواغې ۱۱مه د جنورۍ ۳۱مه) د یوه موټر بم په وسیله په نوشکي سیمه کې د ای‌اېس‌ای پر مرکز برید وکړ.

ویل کېږي په دې برید کې د ای‌اېس‌ای او پاکستاني پوځ یو شمېر سرتېرو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د پاکستان حکومت تر خپلې وسې خپلو وسله‌والو ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېر پټوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم په بلوچستان کې د ښځو په وسیله‌ ځانمرګي بریدونه شوي دي.

په بلوچستان کې د ازادي غوښتونکو بلوڅانو د وړمې ورځې په پراخو بریدونو کې د بلوچستان د اعلی وزیر سرفراز بګټي په وینا، ۳۱ ولسي وګړي، ۱۷ پاکستاني سرتېري او ۱۴۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

کوټه کې ځایي خبریال وایي، د بلوڅ بېلون‌پالو برید کابو شوی او اوس په سیمه کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
له دې سره، د پېښور پوهنتون استاد عبدالرحمان خلیل وایي چې بلوڅانو ته خپل حقونه ورکړل شوي، خو هندوستان په‌کې لاسوهنه کوي چې له امله یې حالات خراب شوي دي.

بلوچستان د پاکستان یوه محرومه، خو لویه صوبه ده چې د دغه هېواد د ټولې جغرافیا ۴۴سلنه ساحه تشکیلوي، خو نفوس یې له شلو میلیونو یو څه کم دی.په دې کې شاوخوا تر نیمايي یې پښتانه دي. دا سیمه له پراخو طبیعي زېرمو هم برخمنه ده. دغه صوبه سره زر، ګاز، د ډبرو سکاره او نورې ارزښتمنې کاني سرچینې لري.

د پاکستان او بلوڅانو تر منځ شخړه څه نوې مساله نه‌ده. پاکستان په ۱۹۴۷کې جوړ شو، تر دې وخته بلوڅانو د «کلات» په نوم خپل بېل دولت درلود او واکدار یې خان احمد یار خان وو.

کلات د برېتانوي هند پر مهال هم د هند برخه نه وو، که څه هم په نولسمه پیړۍ کې د انګلیسانو پوځ کلات اشغال کړ او پر خپلې تحت الحمایه سیمې یې بدل کړ، خو بیا هم کلات داخلي خودمختاري درلوده، کله چې انګلیسان له هند څخه ووتل، نو د کلات خان احمد یار خان د ازادۍ اعلان وکړ. یو کال کلات خپلواک پاتې شو، په ۱۹۴۸ کې پاکستان پرې برید وکړ او کلات یې اشغال کړ او په زور یې په پاکستان کې ورګډ کړ. د کلات د خان کشر ورور شهزاده عبدالکریم غره ته لاړ او وسله‌واله مبارز یې پیل کړه. دا د پاکستان په ضد د بلوڅو لومړنی وسله‌وال پاڅون دی.

بلوڅ بېلتون‌پالي غورځنګونه که څه هم په پیل کې سره یو ځای وو، خو د ځینو خپلمنځنیو ناخوښيو له امله پر شپږو مهمو برخو وېشل شوي، مګر د ټولو موخه لا هم یوه ده: «خپلواکي او د خپلي سیمې د سرچینو واک او اختیار».

بلوڅ لېبرېشن ارمي (BLA) : د «بلوڅ ازادي غوښتونکو» تر ټولو پخوانی وسله‌وال تحریک بلل کېږي، چې خپله مبارزه یې د بالاچ مري په مشرۍ پیل کړه. بالاچ مري په ۲۰۰۷ کال کې ووژل شو او وروسته د دغه تحریک مشري استاد اسلم مري ته وسپارل شوه.

استاد اسلم مري د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر پر ۲۵مه د کندهار په عینو مېنه کې د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شو، چې بیا له هغه وروسته بشیر زېب د بي‌اېل‌اې مشري په غاړه واخیسته او تر اوسه د همدې ډلې مشر دی او د وړمې ورځې جګړه یې هم په خپله رهبري کوله.

شاه محمود میاخېل: د طالبانو «اصولنامه» د قدرت د تحکیمولو او د خلکو د وېرولو لپاره ده

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۰ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وايي، له دین څخه د طالبانو تعبیر او تفسیر د نورو اسلامي هېوادونو او علماوو له تعبیر او تفسیر سره فرق لري. هغه وايي، د طالبانو «اصولنامه» د قدرت د تحکیمولو لپاره ده.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده څو ورځې مخکې په یو ځانګړي فرمان کې د خپل نظام لپاره د جزا قانون د «محاکمو د جزایي اصول‌نامې» په نوم نافذ کړی، چې په‌کې خلک پر څلورو طبقو وېشل شوي دي. دا قانون په یوې سریزه، درېیو بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی دی. دې اصولنامه کې جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د دغې اصولنامې د محتوا او تطبیقي برخې په تړاو له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وايي، په ټوله کې له دین څخه د طالبانو تعبیر او تفسیر د نورو اسلامي هېوادونو او عالمانو له تعبیر او تفسیر سره فرق لري او په وینا یې، دوی استدلال کوي چې په نورو ملکونو کې اسلامي قانون او اسلامي حکومتونه نه‌شته او «موږ چې څه وایو همدا سم دي».

شاه محمود میاخېل زیاتوي، له دین څخه د طالبانو تعبیر او تفسیر «د دوی فکر» دی او په وینا یې، د طالبانو په دغې «اصولنامه» کې پر «حقوقو» ډېر بحث نه‌کېږي او تر ډېره پر «وجایبو» ولاړه ده.

د میاخېل په باور، طالبان په دغې اصولنامه کې تر ډېره په «عالمګیري فتاوي» باندې استدلال کوي. هغه په ۱۷مه پېړۍ کې د مغولیانو په پېر کې جوړه شوې وه؛ هغه وخت کې تعزیرات پر اشرافو، علماوو او په ټوله کې خلک په طبقو وېشل شوي وو او همداراز طالبان پر «ردالمختار» ډېره تکیه لري؛ هغه په دمشق کې یو لوی عالم وو او هغه په خپله ویلي، چې احکام له وخت او شرایطو سره تغییر کوي.

میاخېل زیاتوي: «اصولنامه د قدرت د تحکیمولو او د خلکو د وېرولو لپاره ده چې څوک اعتراض ونه‌کړي او تر ډېره د حقوقو پر ځای پر وجایبو خبرې شوې دي او دا په‌خپله لویه ستونزه ده».

هغه په دې مرکه کې په ډاګه کړې: «عمومي حالت د دې لپاره دی چې استبداد رامنځته شي، خلک په بېلابېلو لارو باندې تهدید شي او دا ټول د اسلام په نوم کېږي».

د نوموړي په باور، دغه اصولنامه د دې لپاره ده چې خلک ووېرول شي، څو پر «مشرانو» اعتراض ونه‌کړي؛ دا د نظام او ولس د ثبات لپاره ګټه نه‌لري.

د جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت سرپرست وايي: «د ولس تنګول په‌خپله انفجار دی، البته په انفجار کې داخلي جنګونه او د رژيمونو د سقوط مساله راځي».

شاه محمود میاخېل د دغې مرکې په پای کې څرګندوي، اوس باید د نظام د مشروعیت لپاره یوه پروسه رامنځته شي، څو ټول افغانان په‌کې ځانونه وګوري او بیا وروسته پر قوانینو او نورو ورته مسایلو خبرې وشي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم ګڼو افغان سیاستوال د طالبانو د مشر پر یادې جزایي کړنلارې یا اصولنامې سختې نیوکې کړې دي. د حقوقي او جزایي چارو کارپوهانو په وینا، دې قانون کې د طالبانو غړو او د دغې ډلې همفکره ملایانو ته ځانګړی ارزښت او همداراز د عامو وګړو پرتله ورته ځانګړي جزایي معافیتونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان او روسیې ترمنځ به مستقیمې الوتنې زیاتې شي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۰

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل حسن د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ به د مستقیمو الوتنو شمېر زیات شي. نوموړي ویلي، چې د اریانا هوايي شرکت د اونیزې الوتنې ترڅنګ به ډېر ژر کام ایر هم مسکو ته مستقیمې الوتنې پیل کړي.

ګل حسن ټاس خبري اژانس ته ویلي: «اریانا هوايي شرکت له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان او روسیې ترمنځ په اوونۍ کې یوه الوتنه ترسره کوي. په نږدې راتلونکې کې د کام ایر له‌خوا د کابل او مسکو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیلولو کار روان دی».

همدارنګه ګل حسن زیاته کړې: «د دواړو هېوادونو د وګړو ترمنځ د متقابل سفر د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي چې دا به د الوتنو شمېر زیات کړي».

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی او ګل حسن د روان کال د چنګاښ په میاشت کې په مسکو کې د طالبانو د سفیر په توګه دنده پیل کړه.