نن د درېیمې ورځې لپاره هم په کویټه کې انټرنېټ بند دی

نن د درېیمې ورځې لپاره هم د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې انټرنېټ بند دی. د راپورونو له مخې؛ د انټرنېټ پرې کېدو سره سم له کویټې څخه نورو سیمو او چمن ته د اورګاډي خدمتونه هم بند شوي دي.

نن د درېیمې ورځې لپاره هم د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې انټرنېټ بند دی. د راپورونو له مخې؛ د انټرنېټ پرې کېدو سره سم له کویټې څخه نورو سیمو او چمن ته د اورګاډي خدمتونه هم بند شوي دي.
جیونیوز د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د انټرنېټ بندېدو له کبله سوداګر، زدهکوونکي او کاروونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. په راپور کې راغلي، چې له کویټې څخه چمن، پېښور او نورو سیمو ته د جعفر اېکسپرېس اورګاډي تګراتګ هم بند شوی دی.
د رېل پټلۍ چارواکو په وینا؛ د چمن لپاره مساپر وړونکی اورګاډی هم نن نهدی تللی او دغه خدمتونه د نامعلومو لاملونو له امله ځنډول شوي دي. بلوڅ بېلتون پالې ډلې د شنبې په ورځ ادعا کړې وه، چې هیروف په نامه عملیات یې د بلوچستان ایالت د نوشکي، مستونګ او کوېټې په ګډون په لسو ښارونو کې د پاکستان پوځ پر ضد پیل کړي دي.
رویټرز خبري اژانس ته څلورو پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي، د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۷وسلهوال هغه مهال ووژل شول چې په بلوچستان کې یې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره وسلهوالې نښتې وکړې.
د پاکستان امنیتي چارواکو منلې، چې بلوڅ بېلتونپاله وسلهوالو د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه او یو شمېر نورو ښارونو کې پر امنیتي او حکومتي ادارو هممهاله بریدونه کړي دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۳۰۸ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې دغه کورنۍ له هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار له لارو ستنې شوې دي.
د طالبانو یاد کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۳، د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۲، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۲ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۶۱ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۵۲۵ نورې کورنۍ یې په همدې ورځ خپلو سیمو ته لېږدولې دي. طالبانو ویلي، چې له ټولو ستنو شویو کډوالو کورنیو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرې مرغومي میاشت کې شاوخوا ۱۴زره او ۴۱۹ کورنۍ له ترکیې، ایران او پاکستان نه په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه وزارت وایي، چې ستنو شویو کډوالو ته یې اړینې مرستې هم برابرې کړې دي.

د اسراییل ۱۲ شبکې راپور ورکړی، د دغه هېواد امنیتي چارواکو امریکا ته خبرداری ورکړی چې ایران ښايي د اټومي وسلو په اړه محدود نرمښت وښيي؛ خو د توغندیزو وړتیاوو او د سیمهییزو نیابتي ځواکونو له پروګرام څخه به شاتګ ونه کړي.
د راپور له مخې؛ د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال زمیر تېره اوونۍ واشنګټن ته په خپل سفر کې د امریکا له لوړپوړو پوځي چارواکو سره لیدنه کې د ایران لهخوا د بالستیک توغندیو د پروګرام د بیا رغونې د هڅو په اړه معلومات شریک کړي دي.
همدارنګه د اسراییل امنیتي چارواکو امریکا ته خبرداری ورکړی، د هغه څه پر لور چې دوی یې د ایران سره «بد تړون» بولي حرکت ونه کړي او ټینګار یې کړی چې تهران هڅه کوي د تاکتیکي امتیازونو په ورکولو سره واشنګټن تېر باسي.
د اسراییل د دفاعي چارواکو په وینا؛ دوی د هر منل کېدونکي تړون لپاره درې شرطونه وړاندې کړي دي: د اټومي پروګرام نشتوالی، د بالستیک توغندیو نشتوالی او د نیابتي ځواکونو د ملاتړ پای ته رسول.
اسراییلي چارواکو زیاته کړې، سره له دې چې پوځي فشار زیات شوی، د ایران د حکومت د نسکورولو هر ډول هڅه به له اوسني پوځي ترتیب څخه ډېر پراخ ځواک ته اړتیا ولري.

د پاکستان د الوګانو بازار د زیات تولید او له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې بندېدو له امله سخت زیانمن شوی او بیې یې په چټکۍ سره کمې شوې دي. اقتصادي شنونکي دغه وضعیت د کرنې په برخه کې د پاکستان حکومت د ناسم پلان او کمزورې پالیسۍ پایله بولي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ له افغانستان سره د ډيورنډ کرښه د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له نیمایي راهیسې تړل شوې، چې له امله یې د پاکستان د الوګانو صادرات درېدلي او کورني بازارونه له اضافي محصول ډک شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د پاکستان د الوګانو له مهمو پېرودونکو هېوادونو ګڼل کېږي.
په تېرو کلونو کې د لوړو بیو له امله بزګرانو په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د الوګانو کرکېله پراخه کړې ده. یوازې په ۲۰۲۴ ـ ۲۰۲۵کال کې د الوګانو کرنیزه ساحه ۱۴ سلنه زیاته شوې او تولید ۹.۴ مېلیون ټنو ته لوړ شوی.
په پنجاب کې چې د پاکستان نږدې ۹۵ سلنه الوګان تولیدوي، دغه ساحه په ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶کال کې لا ۲۴ سلنه نوره هم زیاته شوې ده. د لوړ حاصل لرونکو تخمونو کارول او مناسب موسم هم د تولید د زیاتوالي لامل شوی دی.
د کرنې د شنونکو د اټکل له مخې؛ روان کال کې به د پاکستان د الوګانو تولید نږدې ۱۲ مېلیون ټنو ته ورسېږي، خو حکومت له وړاندې د صادراتو د پراخولو لپاره هېڅ جدي ګام نهدی پورته کړی.
راپور زیاتوي، که څه هم له افغانستان سره د سوداګریزو لارو پرانیستل کولای شي یو څه فشار کم کړي؛ خو تولید دومره لوړ دی چې حتی د پخوانیو کلونو په کچه صادرات هم د اضافي محصول د جذب لپاره بسنه نهکوي.
په تېرو کلونو کې پاکستان هر کال له ۴۰۰زره تر ۵۰۰زره ټنه الوګان افغانستان او نورو هېوادونو ته صادرول. اوس د بیو د سخت سقوط له امله بزګران له سترو مالي زیانونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې د سرې، تخم او نورو کرنیزو توکو بیې هم لوړې شوې دي.
سره له دې د پاکستان فدرالي او ایالتي حکومتونو تر اوسه یوازې دومره کړي، چې د ایران له لارې د ځینو هېوادونو پر لور د صادراتو اجازه یې ورکړې؛ خو دغه لار د لېږد لوړ لګښتونه لري او د پاکستاني الوګانو سیالي کمزورې کوي.
اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، که حکومت د بزګرانو ملاتړ ونه کړي، راتلونکو کلونو کې به د الوګانو کرکېله کمه شي.

یو ډیموکراټ نوماند په پراخ توپیر سره وتوانېده، د امریکا د ټېکساس په ایالتي ټاکنو کې د سنا مجلس لپاره د جمهوريپال ګوند هغه نوماند ته ماتې ورکړي چې د ډونالډ ټرمپ له ملاتړه برخمن و. دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی، چې دغه څوکۍ د یوه ډیموکرات په برخه کېږي.
بایلونکي نوماند دغه پایله د جمهوريپالانو لپاره د کانګرس د منځنۍ دورې ټاکنو په درشل کې چې د نومبر په میاشت کې ترسره کېږي، «د بېدارۍ زنګ» وباله. ټېلر رحمت چې د امریکا د هوايي ځواک پخوانی غړی دی، د شنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۱مه) د رایو له ۱۴سلنې په ډېر توپیر سره د لیا وامبسګنس پر وړاندې بریا خپله کړه.
د ټرمپ دغه ملاتړی له تېرو څلورو دورو په دغه څوکۍ واک لاره. نوموړی سره له دې چې د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ څخه برخمن و، ونه توانېده چې د خپلې سیمې د خلکو رایې ترلاسه کړي. ډیموکراټانو د دغه ټاکنو پایله د راتلونکو منځنۍ دورې ټاکنو لپاره د خپل ګوند د بریا د چانسونو د زیاتوالي نښه بللې ده.
د ډیموکراټ ملي کمېټې مشر کېن مارټین په یوه پیغام کې ولیکل: «ډیموکراټ ګوند به خپل بېساری او له تمې لوړ فعالیت ته دوام ورکړي او له هڅو به لاس وانهخلي». مېرمن وامبسګنس هم په یوه اعلامیه کې خپل ډیموکراټ سیال ته د بریا مبارکي ورکړه او دغه پایله یې په ایالتي او فدرالي کچه د جمهوريپالانو لپاره «د بېدارۍ زنګ» وباله. نوموړې وویل: «ډیموکراټان خوځېدلي دي؛ خو ډېری جمهوريپالان په خپلو کورونو کې پاتې شول».
خو هغې د ټاکنو په ورځ د توپان رامنځته کېدل د رایهورکوونکو د ګډون د کمښت یو لامل وباله. ډونالډ ټرمپ سره له دې چې له وامبسګنس څخه یې ملاتړ کړی و، د پایلو له اعلان وروسته یې وویل چې په دې سیالۍ کې یې هېڅ رول نه لاره. هغه دغه ټاکنې «په ټېکساس کې یوه سیمهییزه سیالي» وبلله.
د ټېلر رحمت بریا د ډیموکراټ ګوند د هغو پرلهپسې بریاوو دوام بلل کېږي، چې د ډونالډ ټرمپ له بیا واک ته رسېدو وروسته یې په څو ایالتي ټاکنو کې ترلاسه کړي دي. د کانګرس منځنۍ دورې ټاکنې د ۲۰۲۶کال په نومبر کې ترسره کېږي او پهکې د کانګرس پر څوکیو سیالي کېږي.
د جو بایډن د ټاکنیز کمپاین پخوانۍ غړې مېګن هېز وویل، د جمهوريپال نوماند ماته د هغه ګډوډ وضعیت پر وړاندې د خلکو د غبرګون یوه نښه ده چې ټرمپ رامنځته کړی دی. هغې له ډیموکراټانو وغوښتل، چې د کانګرس په ټاکنیزو سیالیو کې د خلکو پر معیشتي ستونزو تمرکز وکړي.

د بلوڅ ازادۍ پوځ وړمه ورځ (شنبه د سلواغې ۱۱مه) پر یوه وخت د بلوچستان پر کوټه، سیبۍ، نوشکي، چین او نورو سیمو پراخ بریدونه وکړل. لومړی برید ځانمرګی برید وو، چې د بلوچستان په نوشکي کې د پاکستان د ایاېسای پر مرکز وشو. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، دغه بریدګره «ښځه» وه.
سرچینې افغانستان انترنشنل ته وايي، په نوشکي کې د ایاېسای پر مرکز د موټر بم په وسیله ځانمرګې بریدګره «اصفه منګل» نومېده او د نوشکي د قاضياباد اوسېدونکې وه.
سرچینې وايي، اصفه منګل د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر پر دویمه په نوشکي سیمه کې زېږېدلې وه او په ۲۱ کلنۍ کې (د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۲مه) د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ د مجید برګېډ له واحد سره یو ځای شوه. د بلوڅ لېبرېشن ارمي (BLA) یا د «بلوڅ ازادي غوښتونکو» کې د مجید برګېډ واحد د ځانمرګو بریدونو مسوولیت لري او تر ټولو پېژندل شوی واحد ګڼل کېږي.
د سرچینو په وینا، اصفې منګل د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د ځانمرګي برید پرېکړه وکړه او بالاخره وړمه ورځ (شنبه د سلواغې ۱۱مه د جنورۍ ۳۱مه) د یوه موټر بم په وسیله په نوشکي سیمه کې د ایاېسای پر مرکز برید وکړ.
ویل کېږي په دې برید کې د ایاېسای او پاکستاني پوځ یو شمېر سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو د پاکستان حکومت تر خپلې وسې خپلو وسلهوالو ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې کره شمېر پټوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم په بلوچستان کې د ښځو په وسیله ځانمرګي بریدونه شوي دي.
په بلوچستان کې د ازادي غوښتونکو بلوڅانو د وړمې ورځې په پراخو بریدونو کې د بلوچستان د اعلی وزیر سرفراز بګټي په وینا، ۳۱ ولسي وګړي، ۱۷ پاکستاني سرتېري او ۱۴۵ وسلهوال وژل شوي دي.
کوټه کې ځایي خبریال وایي، د بلوڅ بېلونپالو برید کابو شوی او اوس په سیمه کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
له دې سره، د پېښور پوهنتون استاد عبدالرحمان خلیل وایي چې بلوڅانو ته خپل حقونه ورکړل شوي، خو هندوستان پهکې لاسوهنه کوي چې له امله یې حالات خراب شوي دي.
بلوچستان د پاکستان یوه محرومه، خو لویه صوبه ده چې د دغه هېواد د ټولې جغرافیا ۴۴سلنه ساحه تشکیلوي، خو نفوس یې له شلو میلیونو یو څه کم دی.په دې کې شاوخوا تر نیمايي یې پښتانه دي. دا سیمه له پراخو طبیعي زېرمو هم برخمنه ده. دغه صوبه سره زر، ګاز، د ډبرو سکاره او نورې ارزښتمنې کاني سرچینې لري.
د پاکستان او بلوڅانو تر منځ شخړه څه نوې مساله نهده. پاکستان په ۱۹۴۷کې جوړ شو، تر دې وخته بلوڅانو د «کلات» په نوم خپل بېل دولت درلود او واکدار یې خان احمد یار خان وو.
کلات د برېتانوي هند پر مهال هم د هند برخه نه وو، که څه هم په نولسمه پیړۍ کې د انګلیسانو پوځ کلات اشغال کړ او پر خپلې تحت الحمایه سیمې یې بدل کړ، خو بیا هم کلات داخلي خودمختاري درلوده، کله چې انګلیسان له هند څخه ووتل، نو د کلات خان احمد یار خان د ازادۍ اعلان وکړ. یو کال کلات خپلواک پاتې شو، په ۱۹۴۸ کې پاکستان پرې برید وکړ او کلات یې اشغال کړ او په زور یې په پاکستان کې ورګډ کړ. د کلات د خان کشر ورور شهزاده عبدالکریم غره ته لاړ او وسلهواله مبارز یې پیل کړه. دا د پاکستان په ضد د بلوڅو لومړنی وسلهوال پاڅون دی.
بلوڅ بېلتونپالي غورځنګونه که څه هم په پیل کې سره یو ځای وو، خو د ځینو خپلمنځنیو ناخوښيو له امله پر شپږو مهمو برخو وېشل شوي، مګر د ټولو موخه لا هم یوه ده: «خپلواکي او د خپلي سیمې د سرچینو واک او اختیار».
بلوڅ لېبرېشن ارمي (BLA) : د «بلوڅ ازادي غوښتونکو» تر ټولو پخوانی وسلهوال تحریک بلل کېږي، چې خپله مبارزه یې د بالاچ مري په مشرۍ پیل کړه. بالاچ مري په ۲۰۰۷ کال کې ووژل شو او وروسته د دغه تحریک مشري استاد اسلم مري ته وسپارل شوه.
استاد اسلم مري د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر پر ۲۵مه د کندهار په عینو مېنه کې د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شو، چې بیا له هغه وروسته بشیر زېب د بياېلاې مشري په غاړه واخیسته او تر اوسه د همدې ډلې مشر دی او د وړمې ورځې جګړه یې هم په خپله رهبري کوله.
