• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل او فاریاب کې په یوه ورځ ۴۰ کسان په دُرو وهلي دي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۹ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې نن دوشنبه د سلواغې په ۱۳ مه نېټه یې په کابل او فاریاب ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور پر ۴۰ کسانو په عام محضر کې د دُرو وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د دې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان د بېلابېلو جرمونو په تور، د بند له سزاوو سره یو ځای، په دُرو وهل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، یوازې په کابل ولایت کې ۳۷تنه او په فاریاب ولایت کې درې تنه په عام محضر کې مجازات شوي دي.

طالبانو ویلي چې دغه کسان د زنا، د مسکراتو د استعمال او «اخلاقي فساد» په تورونو محکوم شوي وو.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، پر یادو کسانو له درې میاشتو تر دوو کلونو پورې د بند سزاوې او له ۱۵تر ۳۹دُرو د وهلو حکمونه تطبیق شوي دي.

طالبان ټینګار کوي چې دا سزاوې د دوی د قضایي پرېکړو له مخې او د شریعت د تطبیق په چوکاټ کې عملي شوې دي. خو د بشري حقونو بنسټونه او نړیوالې ادارې دا د بشري حقونو سرغړونه بولي او له طالبانو یې د دې کړنو د بندولو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۳

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۴

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

۵

امیرخان متقي د قطر د پخواني امیر تر مړینې درې ورځې وروسته دوحې ته لاړ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په روانه اوونۍ کې ۶۰ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په دُرو وهلي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۳ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په روانه اوونۍ کې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۶۰ کسانو د بند تر څنګ په دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د یکشنبې، دوشنبې، سې شنبې، چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې،د یکشنبې په ورځ یو کس په هرات کې، د دوشنبې په ورځ ۳۶ کسان خوست کې، د سې شنبې په ورځ یو کس بدخشان او دوه نور په غور کې، د چهارشنبې په ورځ دوه کسان په پکتیکا کې او د پنجشنبې په ورځ ۱۸ کسان په کابل کې په بدني سزا محکوم شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.

بلخوا د طالبانو د نوې جزایي اصولنامې له مخې د جرم ترسره کول، د مجازاتو ډول او شدت د افرادو د ټولنیز مقام پر اساس ټاکل شوي دي.که یو جرم د دیني عالم له خوا ترسره شي، یوازې سپارښتنه کېږي، د اشراف لپاره بلنه او سپارښتنه، د منځنۍ طبقې لپاره زندان او د ټېټې طبقې لپاره علاوه پر زندان، بدني سزا ورکول کېږي.

طالبانو په کابل کې د نشه یي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور ۱۸ کسان په دُرو وهلي

۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۰
100%

د طالبانو ستره محکمه وایي چې په کابل ولایت کې یې د نشه‌یي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور ۱۸کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي د ابتدائیه محکمې د پرېکړو له مخې تورن بلل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د نشه‌یي تابلیتو، شیشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو محکوم شوي وو او پر هغوی یې سزاوې عملي کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ابتدائیه محکمې یاد کسان له اوو میاشتو څخه تر دوو کلونو او شپږو میاشتو پورې پر بند او له ۱۵څخه تر ۳۹دُرو پورې د وهلو سزا ټاکلې وه، چې دغه پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته تطبیق شوه.

تر اوسه د دغو کسانو د هویت او د قضیو د جزیاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

طالبانو په پکتیکا کې دوه کسان په دُرو وهلي

۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ کې یې دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې د درېیو کلونو تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۵ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره اونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۳ کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبانو په خوست کې ۳۶ کسان په دُرو وهلي دي

۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۱۷ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په خوست کې یې ۳۶ کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «نشه‌يي توکو، نامشروع اړيکو او لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو ته یې له يو تر دوو کلونو تنفيذي بند او له ۱۰ تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. طالبانو یوازې تېره اونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۳ کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبان په هرات کې یو کس په ۳۹ دُرو وواهه

۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰
100%

د طالبانو ستره محکمه وايي، د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یې یو کس په ۳۹ دُرو وهلی دی. د انجیل ولسوالۍ د ابتداییه محکمې د مسوولینو په وینا، دغه کس د «زنا» په تور په دُرو وهل شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد کس پر لسو میاشتو تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

د انجیل ولسوالۍ د ابتداییه محکمې دغه پرېکړه د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال، امنیه قومندانۍ منسوبینو، د استخباراتو د مدیر، د امربالمعروف او نهې عن المنکر د امر او ګڼو مراجعینو په حضور کې د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.