مرموزې وژنې؛ په کندهار کې د دریو ښځو جسدونه موندل شوي

په کندهار کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلې چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دریو وژل شویو ښځو د جسدونو پاتې شوني موندل شوي دي. په دغه ولایت کې د ښځو د جسدونو موندل کېدو یو ځل بیا د ښځو د خوندیتوب او د مرموزو قتلونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپارولې دي.