• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په هېواد کې به د بې‌کارۍ کچې د راټيټولو لپاره یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د کار عالي شورا په څلورمه نوبتي غونډه کې وویل، په هېواد کې به د بې‌کارۍ کچې د راټیټولو او د کارموندنې په موخه د درېیو وزارتونو او خصوصي سکټور ترمنځ په ګډه یوه تخنیکي کمېټه رامنځته شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په دې غونډه کې د هېواد په کچه د کارپنځونې پر محور د ملي اقتصادي ودې، د خصوصي سکتور د بېلابېلو برخو ترمنځ د غوره همغږۍ، د داخلي تولیداتو پر پراختیا، د صادراتو د کچې لوړولو او پر وړاندې یې د شته ستونزو د تشخیص، د کم کیفیته توکو له وارداتو څخه د مخنیوي پر څرنګوالي، د نړۍوالو کاري معیارونو تطبیق، د کار بازار د تنظیم او د کارګرو د مزد او د مزد د څرنګوالي په اړه په تفصلي ډول خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې غونډه کې عبدالمنان عمري وویل: «په هېواد کې د بې‌کارۍ کچې د راټیټولو او هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کارموندنې په موخه دې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، کانونو او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او خصوصي سکتور سره په ګډه یوه تخنیکي کمېټه رامنځته شي».

په دې غونډه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي وويل، چې دوی ژمن دي څو د کار اړوند تقنیني اسنادو، مقرراتو او طرزالعملونو پر بنسټ د کارګرو حقونه خوندي کړي او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کاري زمینې د برابرېدو په تړاو دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر نورو بې‌کاره خلکو سربېره زیاتره دولتي مامورین هم له دندو ګوښه شوي او ورسره د بې‌کارۍ کچه خورا لوړه شوې ده. له همدې امله، یو زیات شمېر هېوادوال د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره په خطرناکو لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي؛ خو ډېر کم یې هدف ته رسېږي، ځینې یې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او یو شمېر نور یې بېرته هېواد ته راشړل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په بدخشان کې یې د غلو یوه ۳ کسیزه ډله نیولې ده

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۰

طالبان وايي، په بدخشان کې یې د یوې ښځې په ګډون د غلو یوه ۳ کسیزه ډله نیولې ده. د مسوولانو په وینا، دغه ډله د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په کشم ولسوالۍ کې له یوه صراف څخه د پیسو د غلا پر مهال لاس په لاس نیول شوې ده.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، د غلو دغه ډله له څه مودې راهیسې د دوی تر څار لاندې وه، چې بالاخره نن په کشم ولسوالۍ کې له یوه صراف څخه د پیسو د غلا پر مهال لاس په لاس ونیول شوه.

د نوموړي په وینا، له دغو غلو ۱۰ زره ډالره او ۲۸ زره افغانۍ هم ترلاسه شوي او بېرته صراف ته سپارل شوي دي.

احسان‌الله کامګار زیاتوي، دغه بانډ ۴ کسیز دی او تر اوسه د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان نیول شوي او د څلورم کس د نیونې لپاره هڅې روانې دي.

طالبانو په هرات کې پر ۱۲۰۰ تازه راستنو شویو کورنیو نغدي او خوراکي مرستې وېشلي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۲۰۰ راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرسته شوې ده. د خبرپاڼې له‌مخې، هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام‌جار په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، له دغو کډوالو سره د راستنېدو پر مهال هم د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او موقتې مېشتېدنې په برخه کې همکارۍ شوې دي. هغه زیاته کړې، چې د ملا هبت‌الله د امر پر بنسټ په هرات کې راستنو شویو کورنیو ته د سرپناه جوړولو په موخه په ښارګوټو کې د ځمکو د وېش بهیر روان دی.

په یادو مراسمو کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري وویل، چې د ملا هبت‌الله په امر لسګونه زره ټنه غنم راستنو شویو کډوالو ته ځانګړې شوې دي، چې د هېواد په ۳۴ولایتونو کې به ووېشل شي. دې طالب چارواکي د هرات له خلکو غوښتنه کړې،‌ څو د تازه راستنېدونکو کورنیو لاسنیوی وکړي.

په تېر یوه کال کې پاکستان او ایران په پراخه کچه افغان کډوال له خپلو هېوادونو په جبري‌ توګه واېستل. د رسمي شمېرو له‌مخې، د دغو اېستل شویو افغان کډوالو شمېر تر ۲میلیونو څخه اوړي او په افغانستان کې له سخت بشري ناورین سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د کډوالو ملاتړو نړۍوالو ادارو ویلي، چې د دغو راستنو شویو کسانو بهیر له ننګونو ډک و او په کافي کچه مرستې ورسره نه دي شوي. تازه راستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ، د سرپناه نشتوالي او د ژوند له لومړنیو امکاناتو څخه جدي شکایتونه کوي.

روسیې د کاري ځواک د کموالي له امله د افغان کډوالو جذب ته مخه کړې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۰

روسیې د خپل هېواد د کاري ځواک د سخت کمښت د جبران په موخه له افغانستان سره د افغان کارګرو د جذب په اړه خبرې اترې پیل کړې دي. مسکو ټایمز ورځپاڼې د فبرورۍ په ۲مه په یوه راپور کې د مسکو لپاره د افغانستان د سفیر له قوله لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ په دې تړاو خبرې روانې دي.

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل‌حسن ویلي دي، چې «د مثبتو پایلو د ترلاسه کېدو لپاره زمینه شته» او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان چمتو دی څو روسیې ته ځوان «مسلکي او متخصص» کاري ځواک برابر کړي.

د راپور له‌مخې، دواړه هېوادونه همداراز د هوايي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو کار کوي چې په‌کې د کام‌ایر هوایي شرکت له‌خوا د کابل او مسکو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پيلېدل هم شامل دي. دا مهال د اریانا افغان هوايي شرکت یوازې په اوونۍ کې یوه الوتنه د مسکو د شرمتیوو له هوايي ډګر څخه ترسره کوي.

روسیې تېر کال طالبان د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه واېستل او ورپسې یې د نړۍ د لومړي او یوازیني هېواد په توګه پر کابل واکمنه دا ډله په رسمیت وپېژندله. له دې ګام وروسته، مسکو له افغانستان سره د پراخو همکاریو د روښانه راتلونکي یادونه کړې چې په‌کې د انرژۍ، ټرانسپورت، کرنې او بنسټیزو زېربناوو برخې شاملې دي.

روسیه له هغه وخت راهیسې چې پر اوکراین یې جګړه پیل کړې، د کاري ځواک له جدي کمښت سره مخ ده. د معلوماتو له‌مخې، د روسیې اقتصاد دا مهال د شاوخوا ۲ اعشاریه ۶ میلیونه کارګرانو له کمښت سره مخ دی او اټکل کېږي، چې دا شمېر به تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۳ اعشاریه ۱ مېلیونو کسانو واوړي.

د مسکو ټایمز د راپور پر بنسټ، روسي چارواکو په وروستیو کلونو کې په زیاتېدونکې توګه پر هندي کاري مهاجرو تکیه کړې ده. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۵۶ زرو ډېر د کار جوازونه د هند وګړو ته ورکړل شوي، چې دا په تېرو نهو کلونو کې تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال دنیس مانتوروف تر دې وړاندې ویلي وو، چې هېواد یې چمتو دی څو د کار بازار د تشو د ډکولو لپاره له هند څخه «نامحدود شمېر» کاري ځواک ومني.

سربېره پر دې، د روسیې حکومت غواړي له چین، مالیزیا، بنګله‌دېش او افریقایي هېوادونو څخه هم ډېر کارګران جذب کړي. تر دې وروستیو پورې افغانستان په دې چوکاټ کې د پام وړ نه و؛ خو د دې نشریې په وینا، د نومبر په میاشت کې طالبانو روسیې ته وړاندیز وکړ چې افغان وګړي کولی شي د کرنې په برخه کې چې لږ تر لږه د ۱۳۰ زرو متخصصینو له کمښت سره مخ ده او همدارنګه په نورو برخو کې پر کار وګومارل شي.

هند له افغانستان سره د شاوخوا ۱۶ میلیونه ډالرو مرسته کوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۲ GMT+۰

د هند او طالبانو ادارې ترمنځ د اړیکو له تودېدو سره هم‌مهاله، هند په خپله نوې مالي بودیجه کې له افغانستان سره یو اعشاریه پنځه میلیارده هندي روپۍ چې شاوخوا ۱۶ نیم میلیونه امریکايي ډالره کېږي، د مرستې په توګه ځانګړې کړې دي.

د هند د حکومت د بودیجې سند ښيي، چې دې هېواد د تېر کال پرتله له افغانستان سره خپلې بشري مرستې لږ څه زیاتې کړې دي، خو دا اندازه د هغو مرستو پرتله ډېره کمه ده چې هند پخوا د افغانستان له پخواني حکومت سره کولې.

د ۲۰۲۵ مالي کال پر مهال، هند افغانستان ته شاوخوا ۱۰۰ کروړه هندي روپۍ چې نږدې ۱۱ میلیونه ډالره کېږي، مرسته کړې وه. د هند تر ټولو زیاتې مرستې د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ته ځانګړې شوې دي، لکه بوتان او سرېلانکا چې له هند سره نږدې او ښې اړیکې لري. د بودیجې په سند کې لیدل کېږي، چې هند خپلو مرستو ته په یو شمېر دغو هېوادونو کې زیاتوالی ورکړی دی.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د هند د مرستو زیاتوالی له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو له تودېدو سره نږدې تړاو لري. هند نه یوازې په کابل کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ طالبانو ته سپارلې دي، بلکې په وروستیو میاشتو کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او عامې روغتیا وزیران هم مېلمانه کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د هند تود هرکلی د دې ښکارندويي کوي، چې هند غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي. دې اړیکو اسلام‌اباد اندېښمن کړی او پاکستان پرله‌پسې هند او طالبان تورنوي، چې د پاکستان په خاوره کې د وسله‌والو ډلو او بریدونو ملاتړ کوي.

د هند د بودیجې په سند کې دا نه دي روښانه شوي چې دا پیسې به په کومو برخو او یا کومو پروژو کې ولګول شي. تر دې وړاندې هند د طالبانو ادارې ته د درملو او خوراکي توکو مرستې هم استولې وې.

د ځانګړو شویو محدودو مالي سرچینو له‌مخې، داسې ښکاري چې د طالبانو د خوښې خلاف، هند به د طالبانو د ادارې په بنسټیزو او زېربنایي پروژو کې برخه وانخلي او خپلې مرستې به یوازې پر بېړنیو او بشري مرستو محدودې وساتي.

سره له دې چې د هند مرستې د طالبانو ادارې ته زیاتې شوې دي، خو د پخواني افغان حکومت د مرستو پرتله ډېرې کمې دي.

هند د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په ټولییزه توګه له افغانستان سره له درې میلیارده ډالرو زیاتې مرستې کړې وې. د ۲۰۲۱ کال له سقوط وروسته دا مرستې ودرېدې، خو په ۲۰۲۴ کال کې بیا پیل شوې.

په افغانستان کې د هند له سترو پروژو څخه د سلما بند جوړول، د افغانستان د ملي شورا ودانۍ او د زرنج–ډیلارام لویه لار یادولی شو، چې شاوخوا ۲۱۵کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان لوېدیځ یې د ایران له چابهار بندر سره نښلولی.

ملا ترابي د بېړنیو مرستو تر څنګ د بنسټیزو وقایوي پروژو پر تطبیق ټینګار کوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۰ GMT+۰

د پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي ادارې مشر ویلي، د بېړنیو مرستو د دوام تر څنګ د دې ادارې اساسي لومړیتوب د بنسټیزو وقایوي پروژو پلي کول دي، څو د طبیعي پېښو ګواښونه راکم او د انساني تلفاتو او مالي زیانونو مخه ونیول شي.

ملا نورالدین ترابي په دې برخه کې د خوړو نړۍوال پروګرام همکاري حیاتي بللې ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) د خوړو د نړۍوال پروګرام له استازي جان ایلیف او د هغوی له مل پلاوي سره دا څرګندونې کړې دي. دا لیدنه د دواړو ادارو ترمنځ د روانو همکاریو د ارزونې او د راتلونکو ګډو پروګرامونو د څېړلو په موخه ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د طالبانو یاد چارواکي زیاته کړې چې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره د همکارۍ هوکړې تر لاسلیک وروسته د ګډو پروګرامونو د همغږۍ او تطبیق کچه په څرګنده توګه لوړه شوې ده. هغه زیاته کړه، چې د مرستندویو بنسټونو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي او دا مهال د همکاریو د لا پراختیا لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی، چې تمه ده دا لړۍ لا پیاوړې شي.

هغه د اقلیم په تړاو د افغانستان نازکو شرایطو او د طبیعي پېښو د لوړې احتمالي کچې په یادولو سره ټینګار وکړ، چې یوازې بېړنۍ مرستې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. هغه وویل، چې د دې ادارې ستراتیژیک تمرکز د بنسټیزو وقایوي پروژو پر تطبیق دی؛ هغه پروژې چې کولی شي په راتلونکې کې د طبیعي پېښو ناوړه پایلې کمې کړي. نوموړي په همدې تړاو د خوړو له نړۍوال پروګرام څخه وغوښتل، چې د دغو پروژو د تطبیق په برخه کې فعاله او هدفمنده همکاري وکړي.

ترابي همدارنګه په ولایتونو کې د مرستو پر عادلانه او متوازن وېش ټینګار وکړ او له WFP څخه یې وغوښتل، چې د خاص ارزګان ولسوالۍ او خاک‌افغان ولسوالۍ ترمنځ د پاتې ۲۵ کیلومتره سړک د بشپړېدو بهیر چې یوه مهمه بنسټیزه پروژه ده، ګړندۍ کړي.

طالبانو د خوړو نړۍوال پروګرام چارواکو له قوله لیکلي، سره له دې چې د ځینو تمویل کوونکو له لوري افغانستان ته ځانګړې شوې بودیجه کمه شوې ده، خو دا سازمان لا هم د بېړنیو مرستو د برابرولو او د اوږدمهالو پروژو د تطبیق په برخه کې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې دی او هڅه کوي چې د دغو پروګرامونو ارزښت او اړتیا تمویل کوونکو ته په ښه توګه روښانه کړي.

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې طبیعي پېښې په بې‌ساري ډول ډېرې شوې دي؛ تېر زېږدیز کال د کونړ ترڅنګ د هېواد په شمال کې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله. ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې افغانستان له سخت طبیعي ناورین سره مخ دی او له امله یې زیانمن شوي خلک پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.