په روسیه کې د اوکراین ډرون برید دوه ملکي کسان وژلي

د روسیې د بلګورود ولایت چارواکو ویلي، چې د اوکراین د ډرون برید په پایله کې د روسیې په سرحدي سیمه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. د یادې سیمې والي ویچیسلاو ګلادکوف په ټېلګرام پاڼه ویلي، برید پر سټاري اوسکول ښار په یوه استوګنځي شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ د پېښې له ځایه د ژغورنې ډلې کارکوونکو د دوو وژل شویو کسانو جسدونه ترلاسه کړي دي.