تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر ۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۵۲۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۴۴۳ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې؛ د اوربند په ټولو ۱۱۵ ورځو کې یوازې ۱۷ ورځې یې د اسراییل له بریدونو پرته تېرې شوې دي، په پاتو نورو ورځو کې د اسراییل لهخوا پر غزې د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.
