• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د سرحدونو چارو له وزیر سره د ګډې پولې پر تثبیت غږېدلی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت وایي چې سفیر علي رضا بېکدلي د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د افغانستان او ایران د ګډ سرحد د تثبیت، او همدارنګه د سرحدي نښو او علایمو د نویو کولو پر موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې بېکدلي ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي له افغانستان سره خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

هغه د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نوسازۍ په اړه وویل، «ایران چمتو دی چې له افغانستان سره په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او دغه بهیر لا چټک کړي.»

د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د دې ډلې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري هم د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نویو کولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې د دې بهیر د چټکتیا او شته ستونزو د حل لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د نوموړي په وینا، تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي علایمو د نوسازۍ بهیر په رسمي ډول پيل شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

یو شمېر روسي شرکتونه د برېښنا بندونو جوړولو په تړاو له طالبانو سره په خبرو بوخت دي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰

په روسیه کې د طالبانو سفیر ویلي، چې روسي شرکتونه دمګړۍ په کابل کې د طالبانو له اړوندو ادارو سره د اوبو د کوچنیو بریښنا بندونو د جوړولو په اړه خبرې کوي. هغه وویل، چې « یو شمېر شرکتونو لا دمخه افغانستان ته سفر کړی او له اړوندو ادارو او متخصصینو سره یې لیدنې او خبرې اترې کړې دي».

ګل حسن حسن له تاس اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې اریانا افغان هوايي شرکت په تېرو څلورو کلونو کې هره اونۍ مسکو ته مستقیمه الوتنه کوي.

د طالبانو سفیر ویلي، چې هڅه کېږي د دواړو هېوادونو د وګړو ترمنځ متقابل سفرونه زیات شي، چې په پایله کې به د الوتنو شمېر هم لوړ شي.

هغه زیاته کړه، چې په په دې اړه تمه کیږي په نږدې راتلونکي کې به عملي ګامونه پورته شي.

مولوي ګل حسن وویل چې روسیه او افغانستان د افغان کاري کډوالو د جذب په اړه خبرې اترې کوي او کابل په دې برخه کې د مثبتو نتایجو هیله لري.

هغه زیاته کړه، « د روسیې پر لور د کاري مهاجرت په اړه د دواړو هیوادونو تر منځ لا دمخه خبرې اترې شوې دي او دلایل شته چې تمه وشي مثبتې پایلې ترلاسه شي».

د طالبانو سفیر همدارنګه یادونه وکړه چې افغانستان د ځوان نفوس څښتن هیواد دی او اداره یې هڅه کوي وړ او مسلکي کاري ځواک هغو هیوادونو ته واستوي چې کارګرو ته اړتیا لري.

په روسیه کې د افغان کارګرو مسالې په دې وروستیو کې د یو شمېر سیاستوالو مخالفتونه را پارولي دي.

د طالبانو سفیر دغه راز په دې مرکه کې ویلي، چې اوس مهال د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې وده کوي، خو ځینې ستونزې، په ځانګړې توګه د بانکدارۍ محدودیتونه، باید حل شي. نوموړي وویل، چې که دغه ستونزې حل شي، افغانستان کولی شي له روسیې څخه تېل، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غلې دانې، سبزي تېل او نور محصولات وارد کړي.

هغه دغه راز وویل چې افغانستان غواړي تازه او وچې مېوې، سبزيجات، درملیز بوټي، غالۍ او کاني توکي روسیې ته صادر کړي.

د طالبانو سفیر زیاته کړې چې طالبان د افغانستان په کانونو کې د روسي شرکتونو ګډون ته لېواله دي.

نوموړي ویلي، «اقتصاد د افغانستان د بهرني سیاست یوه مهمه برخه ده. موږ هڅه کوو افغانستان د سیمه‌ییز اقتصادي یووالي یوه مهمه حلقه وګرځوو او بهرني پانګه‌وال جذب کړو. روسي شرکتونو له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د کان کیندنې او زیربنايي پروژو کې د پانګونې علاقه ښودلې ده».

د طالبانو سفیر ټینګار کړی، چې افغانستان په ورته وخت کې د کاني سرچینو په استخراج کې د روسي شرکتونو ګډون ته هم لېواله دی.

وسله والو د پاکستان په بلوچستان کې پر حکومتي تاسیساتو برید کړی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان ایالت سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې وسله والو په واشک ولسوالۍ کې "پر دولتي تاسیساتو" برید کړی دی. چارواکو وویل، چې بریدګرو څو ودانۍ وسوځولې او ځینې دولتي موټر یې تښتولي دي.

د راپورونو له مخې په سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ سخته جګړه لا هم روانه ده.

دا سیمه د ایران او پاکستان پولې ته نږدې موقعیت لري.

پاکستاني چارواکو د بریدونو مسوولیت د بلوچستان د ازادۍ پر پوځ اچولی دی.

چارواکو وویل، چې د دې ډلې وسله والو د واشیک د مرستیال کمشنر په کور هم برید وکړ او شاوخوا ۱۵ بریدګر د دروازې له ماتولو وروسته کور ته ننوتل.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ دوه ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت په څو ښارونو کې پر یو وخت چاودنې او بریدونه پیل کړل، چې زیاته مرګ ژوبله یې واړوله.

د دې ډلې جنګیالیو د شنبې په سهار د بلوچستان تر لسو زیاتو ولسوالیو کې په وسلو او چاودیدونکو توکو سره همغږي بریدونه وکړل.

د بریدونو هدف د پاکستان پوځي تاسیسات وو.

دې ډلې د خپلو جنګیالیو د برید ویډیوګانې خپرې کړې، چې په امریکایي وسلو سمبال ول.

پاکستان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په وروستیو نښتو کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ ۱۴۵ جنګیالي وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د بشري حقونو دوه نیول شوي مدافعان سملاسي خوشې کړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۰

د بښنې نړېوال سازمان د یوې بېړنۍ اعلامیې په خپرولو سره له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بشري حقونو مدافعان «ایمان مزاري او هادي علي چټه» دې سملاسي او له قید و شرط پرته خوشې کړي.

د دغه بنسټ په وینا، یادو دواړو وکیلانو ته د هغو د ټولنیزو شبکو د پوسټونو له امله، چې «د دولت ضد» بلل شوي، لس ـ لس کاله د بند سزا اورول شوې ده.

ایمان مزاري او هادي علي چټه د روان کال د جنورۍ په ۲۳مه نیول شوي او تر اوسه ورته د خپلو کورنیو او قانوني وکیلانو سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د بښنې نړېوال سازمان وایي، دا دواړه وکیلان یوازې د بشري حقونو د دفاع له امله مجازات شوي، نیونه او محکومیت یې د بیان ازادۍ او عادلانه محاکمې له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

دغه بنسټ ټینګار کوي چې د ایمان مزاري او هادي علي چټه پر وړاندې لګېدلې سزاوې باید لغوه شي او پر هغوی لګول شوي تورونه باید بې‌اساس وبلل شي.

د بښنې نړېوال په وینا، د بشري حقونو مدافعین باید د خپل مسلکي کار له امله ونه ځورول شي او نه هم زنداني کړل شي.

تر اوسه د پاکستان حکومت یا اړوندو عدلي ادارو د بښنې نړېوال سازمان د دې غوښتنې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په قطر کې د افغانستان د تاریخ او فرهنګ نندارتون پرانېستل شوی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۰

د قطر د اسلامي هنرونو موزیم د اغا خان بنسټ په همکارۍ د افغانستان د تاریخ، هنر او کلتور له پنځه زره کلونو څخه زیاتې میراثي لاسته راوړنې د "د رڼا امپراتوري: د افغانستان سترګې او غږونه" تر سرلیک لاندې نندارتون کې وړاندې کړې. نندارتون به د مې تر ۳۰ پورې پرانېستی وي.

دغه نندارتون د نړۍ یو له خورا رنګینو کلتوري میراثونو یوه برخه وړاندې کوي، چې د افغانستان د کلتورونو، افکارو، دینونو او خلکو ګډ ژوند منعکسوي.

دغه نندارتون په رسمي ډول د قطر د موزیمونو رییسې شېخې المیاسه بنت حمد بن خلیفه ال ثاني له خوا پرانېستل شو. په دې مراسمو کې علي محمد اغا خان، شېخې ناصر النصر، د موزیم رییسې، او د AKTC عمومي مدیر لوییس مونریل ګډون درلود.

دغه نندارتون چې د نیکولتا فازیو او توماس لینټز له خوا ترتیب شوی، نږدې ۱۵۰ توکي پکې شامل دي او د افغانستان د کلتوري او هنري تاریخ یوه پراخه برخه انځوروي.

نندارتون د میراث د ساتنې اهمیت هم په ډاګه کوي، چې د لرګینو ماډلونو له لارې د افغانستان د تاریخي ځایونو بشپړ انځور وړاندې کوي.

نندارتون پنځه برخې لري، چې په لومړۍ برخه کې افغانستان د تاریخ په څلور لارو کې د لومړنیو تمدنونو او اسیایي امپراتوریو اغېزې ښودل کیږي، نایابې لرغونې موندنې، ښکلې شیشې او فلزي کارونه او شاندار ټوکر پکې شامل دي.

دوهمه برخه د ختیځ سرحد نومېږي، چې په افغانستان کې د اسلام د راختو او د دیني، درباري او هنري ژوند څرګندونه کوي.

درېیمه برخه له تیمور وروسته، هرات او د نوې هنري لید راختل نومېږي، چې په هرات کې د هنر، معمارۍ او فکري ژوند وده ښيي.

څلورمه برخه د مغولو او د افغانستان تصور ته ځانګړې شوې، چې د بابر او همایون زوکړه او د یادښتونو او الهام ځای پکې ښودل شوی.

پنځمه برخه د تاریخ توپانونه نومېږي، چې په افغانستان کې د معاصر تاریخ پېچلتیاوې، داخلي واک جګړې، استعماري لاسوهنې او د عصري افغان دولت راڅرګندېدل ښيي.

د اغا خان د کلتوري بنسټ عمومي مدیر لوییس مونریل وویل چې د قطر موزیمونو علمي پوهې او د اغا خان بنسټ اوږدمهاله کار دغه نندارتون ممکن کړی چې د افغانستان دوه زره کلنه کلتوري او معمارتي وده او د نن ورځې بې ساري مهارت وړاندې کړي.

امریکایي سناتور له ټرمپ غوښتي چې د خبرو اترو پر ځای د ایران حکومت نسکور کړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۶ GMT+۰

یو مخکښ جمهوري‌پال امریکايي سناتور له ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې له تهران سره د خبرو اترو پر ځای د ایران حکومت د نسکورولو هڅه وکړي. لېنډسي ګراهام ویلي:« په منځني ختیځ کې ریښتینې سوله هغه وخت راتلای شي، چې د ایران رژیم سقوط وکړي».

ګراهام له ټرمپ غوښتي، چې د ایراني لاریون کوونکو د ملاتړ لپاره پر خپلې ژمنې عمل وکړي. لېنډسي ګراهام له فاکس نیوز سره په مرکه کې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو، رونالډ رېګن او بارک اوباما د سیاستونو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې له ټرمپ څخه بل هېڅوک د سولې د بهیر پرمخ وړلو دومره وړتیا نه‌لري.

دغه لوړپوړی جمهوري‌پال سناتور په دې باور دی، چې د ایران حکومت سقوط به د دغه هېواد ملاتړې ترهګرې ډلې هم کمزورې کړي. هغه ټینګار وکړ: «د ایت‌الله خامنه‌یي په څېر حکومت به هېڅکله د امریکا شریک یا دوست نه وي».

د هغه په وینا:« ډونالډ ټرمپ د دغه ظالمانه حکومت پر ځای د ایران د خلکو په غوره کولو سره سمه لاره غوره کړې ده». ګراهام ایران د سیمې د وسله‌والو ډلو ملاتړی وباله او ویې ویل، که دغه رژیم له‌منځه ولاړ شي؛ نو حزب‌الله، حوثیان او نورې وسله‌والې ډلې به هم له‌منځه ولاړې شي.