• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وسله والو د پاکستان په بلوچستان کې پر حکومتي تاسیساتو برید کړی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان ایالت سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې وسله والو په واشک ولسوالۍ کې "پر دولتي تاسیساتو" برید کړی دی. چارواکو وویل، چې بریدګرو څو ودانۍ وسوځولې او ځینې دولتي موټر یې تښتولي دي.

د راپورونو له مخې په سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ سخته جګړه لا هم روانه ده.

دا سیمه د ایران او پاکستان پولې ته نږدې موقعیت لري.

پاکستاني چارواکو د بریدونو مسوولیت د بلوچستان د ازادۍ پر پوځ اچولی دی.

چارواکو وویل، چې د دې ډلې وسله والو د واشیک د مرستیال کمشنر په کور هم برید وکړ او شاوخوا ۱۵ بریدګر د دروازې له ماتولو وروسته کور ته ننوتل.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ دوه ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت په څو ښارونو کې پر یو وخت چاودنې او بریدونه پیل کړل، چې زیاته مرګ ژوبله یې واړوله.

د دې ډلې جنګیالیو د شنبې په سهار د بلوچستان تر لسو زیاتو ولسوالیو کې په وسلو او چاودیدونکو توکو سره همغږي بریدونه وکړل.

د بریدونو هدف د پاکستان پوځي تاسیسات وو.

دې ډلې د خپلو جنګیالیو د برید ویډیوګانې خپرې کړې، چې په امریکایي وسلو سمبال ول.

پاکستان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په وروستیو نښتو کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ ۱۴۵ جنګیالي وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د بشري حقونو دوه نیول شوي مدافعان سملاسي خوشې کړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۰

د بښنې نړېوال سازمان د یوې بېړنۍ اعلامیې په خپرولو سره له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بشري حقونو مدافعان «ایمان مزاري او هادي علي چټه» دې سملاسي او له قید و شرط پرته خوشې کړي.

د دغه بنسټ په وینا، یادو دواړو وکیلانو ته د هغو د ټولنیزو شبکو د پوسټونو له امله، چې «د دولت ضد» بلل شوي، لس ـ لس کاله د بند سزا اورول شوې ده.

ایمان مزاري او هادي علي چټه د روان کال د جنورۍ په ۲۳مه نیول شوي او تر اوسه ورته د خپلو کورنیو او قانوني وکیلانو سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د بښنې نړېوال سازمان وایي، دا دواړه وکیلان یوازې د بشري حقونو د دفاع له امله مجازات شوي، نیونه او محکومیت یې د بیان ازادۍ او عادلانه محاکمې له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

دغه بنسټ ټینګار کوي چې د ایمان مزاري او هادي علي چټه پر وړاندې لګېدلې سزاوې باید لغوه شي او پر هغوی لګول شوي تورونه باید بې‌اساس وبلل شي.

د بښنې نړېوال په وینا، د بشري حقونو مدافعین باید د خپل مسلکي کار له امله ونه ځورول شي او نه هم زنداني کړل شي.

تر اوسه د پاکستان حکومت یا اړوندو عدلي ادارو د بښنې نړېوال سازمان د دې غوښتنې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

امریکایي سناتور له ټرمپ غوښتي چې د خبرو اترو پر ځای د ایران حکومت نسکور کړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۶ GMT+۰

یو مخکښ جمهوري‌پال امریکايي سناتور له ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې له تهران سره د خبرو اترو پر ځای د ایران حکومت د نسکورولو هڅه وکړي. لېنډسي ګراهام ویلي:« په منځني ختیځ کې ریښتینې سوله هغه وخت راتلای شي، چې د ایران رژیم سقوط وکړي».

ګراهام له ټرمپ غوښتي، چې د ایراني لاریون کوونکو د ملاتړ لپاره پر خپلې ژمنې عمل وکړي. لېنډسي ګراهام له فاکس نیوز سره په مرکه کې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو، رونالډ رېګن او بارک اوباما د سیاستونو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې له ټرمپ څخه بل هېڅوک د سولې د بهیر پرمخ وړلو دومره وړتیا نه‌لري.

دغه لوړپوړی جمهوري‌پال سناتور په دې باور دی، چې د ایران حکومت سقوط به د دغه هېواد ملاتړې ترهګرې ډلې هم کمزورې کړي. هغه ټینګار وکړ: «د ایت‌الله خامنه‌یي په څېر حکومت به هېڅکله د امریکا شریک یا دوست نه وي».

د هغه په وینا:« ډونالډ ټرمپ د دغه ظالمانه حکومت پر ځای د ایران د خلکو په غوره کولو سره سمه لاره غوره کړې ده». ګراهام ایران د سیمې د وسله‌والو ډلو ملاتړی وباله او ویې ویل، که دغه رژیم له‌منځه ولاړ شي؛ نو حزب‌الله، حوثیان او نورې وسله‌والې ډلې به هم له‌منځه ولاړې شي.

د غزې او مصر ترمنځ رفح بندر د تګ‌راتګ لپاره پرانیستل شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۰

یو اسراییلي امنیتي چارواکي ویلي، چې د غزې او مصر ترمنځ د رفح مهمه لاره د دوشنبې په ورځ د یادې سیمې د اوسېدونکو د تګ‌راتګ لپاره په بشپړه توګه پرانیستل شوه. نوموړي زیاته کړې، چې دغه لاره هره ورځ د شپږو ساعتونو لپاره پرانیستې وي.

نوموړي د اروپايي ټولنې د سرحدي مرستې د ماموریت (EUBAM) د ټیمونو له رسېدو وروسته وویل: «له دې شېبې وروسته رفح بندر د خلکو د تګ‌راتګ لپاره هم د داخلېدو او هم د وتلو په موخه پرانیستل شوی دی».

د اسراییل دولتي ټلویزیون «کان» راپور ورکړی، تمه ده چې شاوخوا ۱۵۰ کسان د دوشنبې په ورځ له غزې مصر ته ولاړ شي، چې په‌کې ۵۰ ناروغان هم شامل دي او نږدې ۵۰ نور کسان به بېرته غزې ته داخل شي.

د فرانس پرېس خپرو شوو انځورونو ښودلې، چې د یکشنبې په ورځ د مصر پر لوري امبولانسونه کتار ولاړ وو؛ څو ناروغان انتقال کړي. د غزې د روغتیا وزارت یوه چارواکي چې د حماس تر ادارې لاندې فعالیت کوي وویل، شاوخوا ۲۰۰ ناروغان د وتلو اجازې ته په تمه دي.

رفح د غزې لپاره د مرستو د داخلېدو یو مهمه دروازه بلل کېږي، هغه سیمه چې د اوربند له پلي کېدو سره، سره لا هم له سختو بشري ستونزو سره مخ ده. دغه اوربند تېر کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې ټینګ شوی دی.

دغه بندر له هغه وخته تړل شوی و، چې اسراییلي ځواکونو د ۲۰۲۴کال په مئ میاشت کې د حماس پر وړاندې د جګړې پر مهال کنټرول ترلاسه کړ. د اسراییل دفاع وزارت اړوند ادارې «کوګات» یوازې د اشخاصو د تګ راتګ یادونه کړې او د مرستو د پراخه داخلېدو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

نن د درېیمې ورځې لپاره هم په کویټه کې انټرنېټ بند دی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۰

نن د درېیمې ورځې لپاره هم د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې انټرنېټ بند دی. د راپورونو له مخې؛ د انټرنېټ پرې کېدو سره سم له کویټې څخه نورو سیمو او چمن ته د اورګاډي خدمتونه هم بند شوي دي.

جیونیوز د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د انټرنېټ بندېدو له کبله سوداګر، زده‌کوونکي او کاروونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي‌ دي. په راپور کې راغلي، چې له کویټې څخه چمن، پېښور او نورو سیمو ته د جعفر اېکسپرېس اورګاډي تګ‌راتګ هم بند شوی دی.

د رېل پټلۍ چارواکو په وینا؛ د چمن لپاره مساپر وړونکی اورګاډی هم نن نه‌دی تللی او دغه خدمتونه د نامعلومو لاملونو له امله ځنډول شوي دي. بلوڅ بېلتون پالې ډلې د شنبې په ورځ ادعا کړې وه، چې هیروف په نامه عملیات یې د بلوچستان ایالت د نوشکي، مستونګ او کوېټې په ګډون په لسو ښارونو کې د پاکستان پوځ پر ضد پیل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس ته څلورو پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي، د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۷وسله‌وال هغه مهال ووژل شول چې په بلوچستان کې یې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره وسله‌والې نښتې وکړې.

د پاکستان امنیتي چارواکو منلې، چې بلوڅ بېلتون‌پاله وسله‌والو د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه او یو شمېر نورو ښارونو کې پر امنیتي او حکومتي ادارو هم‌مهاله بریدونه کړي دي.

امریکا ته د اسراییل خبرداری: ایران به د توغندیو له پروګرام څخه لاس وانخلي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۰

د اسراییل ۱۲ شبکې راپور ورکړی، د دغه هېواد امنیتي چارواکو امریکا ته خبرداری ورکړی چې ایران ښايي د اټومي وسلو په اړه محدود نرمښت وښيي؛ خو د توغندیزو وړتیاوو او د سیمه‌ییزو نیابتي ځواکونو له پروګرام څخه به شاتګ ونه کړي.

د راپور له مخې؛ د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال زمیر تېره اوونۍ واشنګټن ته په خپل سفر کې د امریکا له لوړپوړو پوځي چارواکو سره لیدنه کې د ایران له‌خوا د بالستیک توغندیو د پروګرام د بیا رغونې د هڅو په اړه معلومات شریک کړي دي.

همدارنګه د اسراییل امنیتي چارواکو امریکا ته خبرداری ورکړی، د هغه څه پر لور چې دوی یې د ایران سره «بد تړون» بولي حرکت ونه کړي او ټینګار یې کړی چې تهران هڅه کوي د تاکتیکي امتیازونو په ورکولو سره واشنګټن تېر باسي.

د اسراییل د دفاعي چارواکو په وینا؛ دوی د هر منل کېدونکي تړون لپاره درې شرطونه وړاندې کړي دي: د اټومي پروګرام نشتوالی، د بالستیک توغندیو نشتوالی او د نیابتي ځواکونو د ملاتړ پای ته رسول.

اسراییلي چارواکو زیاته کړې، سره له دې چې پوځي فشار زیات شوی، د ایران د حکومت د نسکورولو هر ډول هڅه به له اوسني پوځي ترتیب څخه ډېر پراخ ځواک ته اړتیا ولري.