• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا ته د اسراییل خبرداری: ایران به د توغندیو له پروګرام څخه لاس وانخلي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۰

د اسراییل ۱۲ شبکې راپور ورکړی، د دغه هېواد امنیتي چارواکو امریکا ته خبرداری ورکړی چې ایران ښايي د اټومي وسلو په اړه محدود نرمښت وښيي؛ خو د توغندیزو وړتیاوو او د سیمه‌ییزو نیابتي ځواکونو له پروګرام څخه به شاتګ ونه کړي.

د راپور له مخې؛ د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال زمیر تېره اوونۍ واشنګټن ته په خپل سفر کې د امریکا له لوړپوړو پوځي چارواکو سره لیدنه کې د ایران له‌خوا د بالستیک توغندیو د پروګرام د بیا رغونې د هڅو په اړه معلومات شریک کړي دي.

همدارنګه د اسراییل امنیتي چارواکو امریکا ته خبرداری ورکړی، د هغه څه پر لور چې دوی یې د ایران سره «بد تړون» بولي حرکت ونه کړي او ټینګار یې کړی چې تهران هڅه کوي د تاکتیکي امتیازونو په ورکولو سره واشنګټن تېر باسي.

د اسراییل د دفاعي چارواکو په وینا؛ دوی د هر منل کېدونکي تړون لپاره درې شرطونه وړاندې کړي دي: د اټومي پروګرام نشتوالی، د بالستیک توغندیو نشتوالی او د نیابتي ځواکونو د ملاتړ پای ته رسول.

اسراییلي چارواکو زیاته کړې، سره له دې چې پوځي فشار زیات شوی، د ایران د حکومت د نسکورولو هر ډول هڅه به له اوسني پوځي ترتیب څخه ډېر پراخ ځواک ته اړتیا ولري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

یو ډیموکراټ نوماند په ټېکساس کې د ټرمپ ملاتړي جمهوري‌پال سیال ته ماتې ورکړه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۰ GMT+۰

یو ډیموکراټ نوماند په پراخ توپیر سره وتوانېده، د امریکا د ټېکساس په ایالتي ټاکنو کې د سنا مجلس لپاره د جمهوري‌پال ګوند هغه نوماند ته ماتې ورکړي چې د ډونالډ ټرمپ له ملاتړه برخمن و. دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی، چې دغه څوکۍ د یوه ډیموکرات په برخه کېږي.

بایلونکي نوماند دغه پایله د جمهوري‌پالانو لپاره د کانګرس د منځنۍ دورې ټاکنو په درشل کې چې د نومبر په میاشت کې ترسره کېږي، «د بېدارۍ زنګ» وباله. ټېلر رحمت چې د امریکا د هوايي ځواک پخوانی غړی دی، د شنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۱مه) د رایو له ۱۴سلنې په ډېر توپیر سره د لیا وامبسګنس پر وړاندې بریا خپله کړه.

د ټرمپ دغه ملاتړی له تېرو څلورو دورو په دغه څوکۍ واک لاره. نوموړی سره له دې چې د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ څخه برخمن و، ونه توانېده چې د خپلې سیمې د خلکو رایې ترلاسه کړي. ډیموکراټانو د دغه ټاکنو پایله د راتلونکو منځنۍ دورې ټاکنو لپاره د خپل ګوند د بریا د چانسونو د زیاتوالي نښه بللې ده.

د ډیموکراټ ملي کمېټې مشر کېن مارټین په یوه پیغام کې ولیکل: «ډیموکراټ ګوند به خپل بې‌ساری او له تمې لوړ فعالیت ته دوام ورکړي او له هڅو به لاس وانه‌خلي». مېرمن وامبسګنس هم په یوه اعلامیه کې خپل ډیموکراټ سیال ته د بریا مبارکي ورکړه او دغه پایله یې په ایالتي او فدرالي کچه د جمهوري‌پالانو لپاره «د بېدارۍ زنګ» وباله. نوموړې وویل: «ډیموکراټان خوځېدلي دي؛ خو ډېری جمهوري‌پالان په خپلو کورونو کې پاتې شول».

خو هغې د ټاکنو په ورځ د توپان رامنځته کېدل د رایه‌ورکوونکو د ګډون د کمښت یو لامل وباله. ډونالډ ټرمپ سره له دې چې له وامبسګنس څخه یې ملاتړ کړی و، د پایلو له اعلان وروسته یې وویل چې په دې سیالۍ کې یې هېڅ رول نه لاره. هغه دغه ټاکنې «په ټېکساس کې یوه سیمه‌ییزه سیالي» وبلله.

د ټېلر رحمت بریا د ډیموکراټ ګوند د هغو پرله‌پسې بریاوو دوام بلل کېږي، چې د ډونالډ ټرمپ له بیا واک ته رسېدو وروسته یې په څو ایالتي ټاکنو کې ترلاسه کړي دي. د کانګرس منځنۍ دورې ټاکنې د ۲۰۲۶کال په نومبر کې ترسره کېږي او په‌کې د کانګرس پر څوکیو سیالي کېږي.

د جو بایډن د ټاکنیز کمپاین پخوانۍ غړې مېګن هېز وویل، د جمهوري‌پال نوماند ماته د هغه ګډوډ وضعیت پر وړاندې د خلکو د غبرګون یوه نښه ده چې ټرمپ رامنځته کړی دی. هغې له ډیموکراټانو وغوښتل، چې د کانګرس په ټاکنیزو سیالیو کې د خلکو پر معیشتي ستونزو تمرکز وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو پیاوړتیا د تلپاتې پراختیا اساسي ستنه وبلله

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۰

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي سرمنشي په قاهره کې د ښځو د حقونو د پیاوړتیا په اړه په یوه نړۍوال کنفرانس کې وویل، چې د ښځو پیاوړتیا د هېوادونو لپاره د دوامدار پرمختګ ستنه ده. حسین ابراهیم طه زیاته کړه، چې دین باید د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنې په ورځ د مصر په پلازمېنه قاهره کې د ښځو د حقونو ساتنې او پیاوړتیا په اړه نړۍوال کنفرانس ترسره شو. په دغه دوه ورځیني کنفرانس کې د غړو هېوادونو د ښځو چارو وزیرانو، د نړۍوالو سازمانونو استازو او حکومتي چارواکو ګډون کړی و.

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي سرمنشي حسن ابراهیم طه د یاد کنفرانس پرمهال د ښځو د حقونو د خونديتوب او پیاوړتیا لپاره «په عقلي او روښانه ډول» د دین د کارولو پر اړتیا ټینګار وکړ. د نوموړي په وینا، د ښځو پیاوړتیا یوازې یو بشري حق نه دی، بلکې «په اسلامي ټولنو کې د دوامدار پرمختګ او ثبات بنسټیزه ستنه ده».

د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي په ټولو سکټورونو کې د ښځو د فعال ګډون د ډاډمنتیا لپاره د پالیسیو د پراختیا غوښتنه وکړه او د ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې یې د یاد سازمان پر کلکې ژمنې هم ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په لیندۍ میاشت کې ویلي و چې د ښځو پروړاندې د طالبانو پالیسۍ د افغانستان اقتصادي ته په کال کې تر څه باندې یو میلیارد ډالرو پورې زیان اړوي.

یاده دې وي، چې د افغانستان په ګډون لږ تر لږه ۷۵ اسلامي هېوادونو د اسلامي همکاریو سازمان غړي دي. که څه هم افغانستان له ۱۳۴۸ کال راهیسې د یاد سازمان غړی دی، خو د معلوماتو له مخې، د طالبانو استازي په یاده غونډه کې ګډون نه درلود.

ترکیه، مصر او قطر هڅه کوي چې د ایراني او امریکايي چارواکو د مخامخ لیدنې زمینه برابره کړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۶ GMT+۰

په داسې حال کې چې امریکا په سیمه کې خپل پوځي حضور پراخ کړی، ترکیه، مصر او قطر هڅه کوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ترمنځ په انقره کې د مخامخ لیدنې زمینه برابره کړي.

اکسیوس د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د ځینو چینلونو له لارې ایران ته پیغام لېږلی چې د احتمالي هوکړې لپاره لېدنې او مذاکراتو ته چمتو دی.

همدارنګه یادې رسنۍ د دوو سیمه‌ییزو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ترکیه، مصر او قطر هڅه کوي ترڅو د روانې اوونۍ تر پایه د ترکیې په پلازمېنه کې د سټیو ویټکاف او عباس عراقچي ترمنځ یوه لېدنه برابره کړي.

د یادو درېیو هېوادونو د چارواکو له ډلې یوه یې اکسیوس ته ویلي: «دا پروسه روانه ده. موږ خپله بشپړه هڅه کوو».

یادو درېیو هېوادونو مخکې د ټرمپ ادارې سره د غزې د اوربند په تړون کې هم همکاري کړې ده او اوس هڅه کوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات پیل کړي، څو په سیمه کې د جګړې د پېښیدو مخه ونیول شي.

په ورته مهال وای‌نټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ترکیې وړاندیز کړی څو د ایران ټول غني شوي یورانیم خپلې خاورې ته ولېږدوي. د دې طرحې موخه دا ده چې واشنګټن ته ډاډ ورکړل شي چې ایران به اټومي وسلو ته لاسرسی نه پیدا کوي. د ایران د یوارنیم ساتلو ته روسیې هم چمتوالی ښودلی، خو ترکیه باور لري چې د اردوغان او ټرمپ د نږدې اړیکو له امله واشنګټن ښايي پر ترکیې ډېر باور وکړي.

خو تهران تر اوسه د خپلو یورانیمو د انتقال په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د اکسیوس د راپور له‌مخې، ډونالډ ټرمپ تر اوسه پر ایران د برید کولو او نه کولو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې او ډیپلوماټیکې لارې پرانېستل شوې دي، خو د امریکا لپاره دا څرګنده نه ده، چې خامنه‌يي به خپلو ډیپلوماټانو ته اجازه ورکړي چې له امریکا سره داسې هوکړې ته ورسېږي چې واشنګټن ته د منلو وړ وي او که نه.

د اکسیوس د سرچینو له‌مخې، قطر، مصر او ترکیه هم‌مهاله د دواړو لوریو سره په اړیکه کې دي، څو د مذاکراتو لپاره قناعت ترلاسه کړي.

په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر سي‌اېن‌اېن سره په خبرو کې ویلي، چې «دوست هېوادنه» د ایران او امریکا ترمنځ د باور جوړونې په هڅو بوخت دي.

عرقچې زیاته کړې:«که چیرې د امریکا د مذاکراتو ټیم د ښاغلي ټرمپ په وینا عمل وکړي او د یوې عادلانه هوکړې په لټه کې وي چې تضمین ورکړي چې ایران به اټومي وسله ترلاسه نه کړي، نو د نورو خبرو اترو امکان شتون لري».

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر تهران ته سفر وکړ او تېرو دوو ورځو کې د مصر ولسمشر له پزشکیان او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې اترې کړې دي او له ایران څخه یې غوښتنه کړې، چې له امریکا سره خبرو اترو ته کېني.

خو د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د هڅو تر سیوري لاندې د ایران مذهبي مشر د امریکا پر وړاندې کلک موقف نیولی.

خامنه‌يي ویلي: «امریکایان باید په دې پوه شي چې که دا ځل جګړه پیل شي، نو دا جګړه به په سیمه‌ییزې شخړې واوړي».

ایران د امریکا د برید په صورت کې د یوې سیمه‌ییزې شخړې د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۰

تهران واشنګټن ته خبرداری ورکړی، چې که پر دغه هېواد هر ډول برید وشي، پایله به یې یوه پراخه سیمه‌ییزه جګړه وي.

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د پوځي اقدام ګواښونه وکړل، امریکا خپل سمندري ځواک په منځني ختیځ کې ځای پر ځای کړی دی.

د رویټرز د راپور له‌مخې، امریکا اوس مهال په سیمه کې ۶ لویې ویجاړونکې بېړۍ، یوه الوتکه وړونکې بېړۍ او ۳ نورې جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړي، چې له امله یې د جګړې احتمال زیات شوی دی.

پر همدغه مهال د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د امریکا یادو پوځي تحرکاتو ته په غبرګون ویلي: « د ایران ملت به له دغو ګواښونو ونه وېریږي. موږ د جګړې پیلوونکي نه یو او پر هېڅ هېواد د برید نیت نه‌لرو، خو که هر څوک پر موږ برید وکړي، داسې ګوزار به پرې وشي چې مخکې یې تمه نه‌لرله».

سره له دې چې د دواړو لوریو ترمنخ ترینګلتیا اوج ته رسېدلې، خو د مذاکراتو څرک هم تر سترګو کېږي.

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ خبریالانو ته ویلي و، چې ایران له واشنګټن سره پر جدي خبرو بوخت دی او هیله یې ښودلې ده، چې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې ایران په‌کې اټومي وسلې ونه‌لري.

اوکرایني چارواکي وایي د روسیې د بې‌پيلوټه الوتکې په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۰

د اوکراین د دنیپروپېتروفسک ولایت ځایي چارواکي وایي، د روسیې د یوې بې‌پيلوټه الوتکې په برید کې، چې د مسافرو له یوه بس سره نږدې شوی، لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، دا برید د پاولوهراد ولسوالۍ په یوه ملکي مېشته سیمه کې شوی، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د دنیپروپېتروفسک د ولایتي ادارې مشر اولېکساندر هانژا، ویلي چې برید په څرګند ډول ملکي وګړي په نښه کړي او دا ډول بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده. نوموړي زیاته کړې چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

دا برید په داسې حال کې شوی چې په وروستیو اونیو کې روسیې د اوکراین پر ملکي ترانسپورتي لارو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. تر دې وړاندې هم د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې پر مسافر وړونکو بسونو او اورګاډو بریدونه شوي، چې درنې مرګ‌ژوبلې یې لرلې دي.