د قزاقستان ولسمشر په دوه ورځني رسمي سفر سبا پاکستان ته ځي

د قزاقستان ولسمشر قاسم‌جومارت توکایف په دوه ورځني رسمي سفر سبا پاکستان ته ځي. نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره وګوري او د پاکستان-قزاقستان سوداګریز فورم ته به وینا وکړي.