• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې ۵ افغان خبریالان نیولي دي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۰ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» وايي، پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې په اسلام‌اباد کې د افغان رسنیو ۵ غړي نیولي چې د امنیتي‌ ستونزو له کبله د ځینو هویت نه خپروي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په نیول شویو کسانو کې افغان خبریال صمیم فروغ فیضي او تصویر اخیستونکی عطاء‌الرحمان شېرزاد هم شامل دي. یاد سازمان د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلی، چې وړاندې هم پاکستاني پولیسو د افغان رسنیو درې غړي په اسلام‌اباد کې له خپلو کورنیو سره یو ځای نیولي وو.

دغه سازمان اندېښنه ښودلې، چې په دغه هېواد کې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له جدي امنیتي ګواښونو، خپلسرو نیونو او جبري اخراج سره مخ دي. دوی زیاته کړې: «په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته لسګونه افغان خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو، سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله اړ شول چې پاکستان ته پناه یوسي؛ خو له بده مرغه، هغوی په دغه هېواد کې له تېرو څو کلونو راهیسې له ناامنۍ، بې‌ثباتۍ او له وېرې ډک ژوند سره مخامخ دي».

دغه سازمان وایي، چې په پاکستان کې د پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو د نیولو او د ویزو د نه تمدید له امله هره ورځ ګڼ افغان خبریالان د یوه ناڅرګند او خطرناک وضعیت سره مخ دي.

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان د کډوالو لپاره له متحده ایالتونو، د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ، اروپایي هېوادونو، د بې‌پولې خبریالانو سازمان او ټولو نړۍوالو او بشرپاله بنسټونو غوښتنه کوي، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د سملاسي خوندیتوب لپاره جدي او اغېزمن اقدامات وکړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان غواړي د شانګهای همکاریو سازمان په ناستو کې ګډون وکړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۰

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن ویلي، چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان څارونکی غړی دی او باید طالبان په راتلونکو ناستو کې ګډون ولري؛ خو تراوسه یې ان په رسمي ناستو کې هم بلنه نه‌ده ترلاسه کړې.

هغه د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې، چې د طالبانو استازي ته به د شانګهای همکاریو سازمان په راتلونکو ناستو کې د ګډون بلنه ورکړل شي. هغه وویل: «افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان یو ناظر هېواد دی او د دغه مقام له مخې باید په ناستو کې ګډون وکړي».

د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱کال کې جوړ شوی، چې روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان یې اصلي غړي دي. بلاروس په ۲۰۲۴کال کې دغه سازمان ته ورګډ شو. افغانستان او مغولستان د ناظرو هېوادونو په توګه په‌کې شامل دي.

سره له دې چې مسکو طالبان په رسمیت پېژندلي؛ خو تر اوسه یې په ۲۴مه غونډه کې چې د ۲۰۲۵کال (د لړم په ۲۷مه) په مسکو کې ترسره شوه، ګډون نه‌و کړی. مخکې هم د چین په غونډه کې د طالبانو استازی نه‌وو بلل شوی.

د راپور له مخې؛ د نه ګډون له امله ګل حسن د لېندۍ په میاشت کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي بختیار حکیموف سره وکتل او ترې یې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د ناظر مقام ته په پام سره د طالبانو استازی باید په غونډو کې ګډون وکړي.

شنونکي وایي، که طالبان په رسمي توګه په غونډو کې ګډون وکړي، دا به د دوی د نړۍوالو اړیکو لپاره یو مهم ګام وي؛ خو تر اوسه یوازې روسیې طالبان په رسميت پېژندلي دي.

طالبان وايي د پولیو کمپاین پر مهال به ۷.۳ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان د ۱۸ ولایتونو په ۱۷۲ ولسوالیو کې د ۲۰۲۶کال د پولیو فرعي کمپاین پرمهال به ۷.۳ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړل شي. دغه وزارت زیاته کړې ،چې د خپلو شریکانو په مرسته به په هېواد کې د پولیو ویروس مخنیوی وکړي.

د طالبانو روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) ویلي، چې دغه کمپاین د هېواد د مرکزي، ختیځ، سوېل، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او شمال ختیځې حوزې د ۱۸ ولایتونو په ۱۷۲ ولسوالیو کې د فبرورۍ له ۲مې څخه تر ۵مې نېټې پورې پلی کېږي.

د دوی په خبره؛ دغه کمپاین به په کندهار، هلمند، روزګان او زابل کې د فبرورۍ له ۳مې تر ۶مې نېټې پورې ترسره شي او اړوند کمپاین به د فاریاب او بادغیس په څلورو ولسوالیو کې د فبرورۍ له ۹مې تر ۱۲مې پورې تر سره شي.

د طالبانو روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دغه کمپاین د پیل پر مهال ویلي:« دوی له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دي، چې په افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخیوی وکړي.»

د رسمي نړۍوالو راپورنو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې. په‌ دې ډله کې په روزګان کې یوه، په هلمند کې درې، په بادغیس کې یوه، په نورستان کې یوه، په پکتیکا کې دوه او په فراه کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي، چې پولیو لا تر اوسه په بشپړه توګه په‌کې له‌منځه نه‌ده وړل شوی.

نن د درېیمې ورځې لپاره هم په کویټه کې انټرنېټ بند دی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۰

نن د درېیمې ورځې لپاره هم د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې انټرنېټ بند دی. د راپورونو له مخې؛ د انټرنېټ پرې کېدو سره سم له کویټې څخه نورو سیمو او چمن ته د اورګاډي خدمتونه هم بند شوي دي.

جیونیوز د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د انټرنېټ بندېدو له کبله سوداګر، زده‌کوونکي او کاروونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي‌ دي. په راپور کې راغلي، چې له کویټې څخه چمن، پېښور او نورو سیمو ته د جعفر اېکسپرېس اورګاډي تګ‌راتګ هم بند شوی دی.

د رېل پټلۍ چارواکو په وینا؛ د چمن لپاره مساپر وړونکی اورګاډی هم نن نه‌دی تللی او دغه خدمتونه د نامعلومو لاملونو له امله ځنډول شوي دي. بلوڅ بېلتون پالې ډلې د شنبې په ورځ ادعا کړې وه، چې هیروف په نامه عملیات یې د بلوچستان ایالت د نوشکي، مستونګ او کوېټې په ګډون په لسو ښارونو کې د پاکستان پوځ پر ضد پیل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس ته څلورو پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي، د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۷وسله‌وال هغه مهال ووژل شول چې په بلوچستان کې یې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره وسله‌والې نښتې وکړې.

د پاکستان امنیتي چارواکو منلې، چې بلوڅ بېلتون‌پاله وسله‌والو د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه او یو شمېر نورو ښارونو کې پر امنیتي او حکومتي ادارو هم‌مهاله بریدونه کړي دي.

تازه له پاکستان او ایران نه تر ۳۰۰ ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۳۰۸ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې دغه کورنۍ له هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار له لارو ستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۳، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۲،‌ د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۲ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۶۱ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۵۲۵ نورې کورنۍ یې په همدې ورځ خپلو سیمو ته لېږدولې دي. طالبانو ویلي، چې له ټولو ستنو شویو کډوالو کورنیو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرې مرغومي میاشت کې شاوخوا ۱۴زره او ۴۱۹ کورنۍ له ترکیې، ایران او پاکستان نه په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه وزارت وایي، چې ستنو شویو کډوالو ته یې اړینې مرستې هم برابرې کړې دي.

طالبان وایي تخار کې د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۵۵ نوې شنې خونې جوړې شوې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۰

په تخار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، د دغه ولایت په بنګي، ورسج، ینګي کلا او چال ولسوالیو کې د سبو د تولید او د کاري زمینو د برابرولو لپاره ۵۵ نوې شنې خونې جوړې شوې چې د بزګرانو اقتصادي بیاوړتیا کې به مرسته وکړي.

یاد ریاست څرګنده کړې، چې یادې شنې خونې د بزګرانو لپاره د سبو د زیات تولید، د کاري زمینې برابرولو او د اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړې شوې دي. طالب چارواکي وايي، دغه نوښت به بزګرانو ته د خپلو حاصلاتو د زیاتوالي فرصت برابر کړي او په سیمه کې به د کرنې په برخه کې مثبتې پایلې ولري.

له بل پلوه د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

د یادو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.