ګل حسن حسن له تاس اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې اریانا افغان هوايي شرکت په تېرو څلورو کلونو کې هره اونۍ مسکو ته مستقیمه الوتنه کوي.
د طالبانو سفیر ویلي، چې هڅه کېږي د دواړو هېوادونو د وګړو ترمنځ متقابل سفرونه زیات شي، چې په پایله کې به د الوتنو شمېر هم لوړ شي.
هغه زیاته کړه، چې په په دې اړه تمه کیږي په نږدې راتلونکي کې به عملي ګامونه پورته شي.
مولوي ګل حسن وویل چې روسیه او افغانستان د افغان کاري کډوالو د جذب په اړه خبرې اترې کوي او کابل په دې برخه کې د مثبتو نتایجو هیله لري.
هغه زیاته کړه، « د روسیې پر لور د کاري مهاجرت په اړه د دواړو هیوادونو تر منځ لا دمخه خبرې اترې شوې دي او دلایل شته چې تمه وشي مثبتې پایلې ترلاسه شي».
د طالبانو سفیر همدارنګه یادونه وکړه چې افغانستان د ځوان نفوس څښتن هیواد دی او اداره یې هڅه کوي وړ او مسلکي کاري ځواک هغو هیوادونو ته واستوي چې کارګرو ته اړتیا لري.
په روسیه کې د افغان کارګرو مسالې په دې وروستیو کې د یو شمېر سیاستوالو مخالفتونه را پارولي دي.
د طالبانو سفیر دغه راز په دې مرکه کې ویلي، چې اوس مهال د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې وده کوي، خو ځینې ستونزې، په ځانګړې توګه د بانکدارۍ محدودیتونه، باید حل شي. نوموړي وویل، چې که دغه ستونزې حل شي، افغانستان کولی شي له روسیې څخه تېل، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غلې دانې، سبزي تېل او نور محصولات وارد کړي.
هغه دغه راز وویل چې افغانستان غواړي تازه او وچې مېوې، سبزيجات، درملیز بوټي، غالۍ او کاني توکي روسیې ته صادر کړي.
د طالبانو سفیر زیاته کړې چې طالبان د افغانستان په کانونو کې د روسي شرکتونو ګډون ته لېواله دي.
نوموړي ویلي، «اقتصاد د افغانستان د بهرني سیاست یوه مهمه برخه ده. موږ هڅه کوو افغانستان د سیمهییز اقتصادي یووالي یوه مهمه حلقه وګرځوو او بهرني پانګهوال جذب کړو. روسي شرکتونو له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د کان کیندنې او زیربنايي پروژو کې د پانګونې علاقه ښودلې ده».
د طالبانو سفیر ټینګار کړی، چې افغانستان په ورته وخت کې د کاني سرچینو په استخراج کې د روسي شرکتونو ګډون ته هم لېواله دی.