• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په برېتانیا کې د دوو ښځو د تښتونې او جنسي تېري په تړاو یو افغان تورن وپېژندل شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۰

په برېتانیا کې د ټېمز ولي سیمې پولیسو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د نجیب‌الله عرب په نوم یې یو ۳۹ کلن افغان د دوو ښځو د تښتونې، جنسي تېري او جنسي ځورونې په تور نیولی دی.

پولیسو وویل، چې تورن کس د جنورۍ په ۲۷مه (د سلواغې ۷مه) په اکسفورډشایر کې یوه ښځه تښتولې او جنسي تېری یې پرې کړی دی. همدارنګه، هغه د جنورۍ په ۲۱مه (د سلواغې لومړۍ نېټه) په ګروف سیمه کې پر یوې بلې ښځې جنسي تېری کړی دی.
داسې ګومان کېږي، چې عرب د ګروف په اکسفورډلن سیمه کې پر یوې درېیمې ښځې هم جنسي تېری کړی وي، خو د څېړنو د نه بشپړېدو له امله تراوسه په رسمي ډول پرې دا تور ثابت شوی نه دی.
ټاکل شوې ده، چې تورن د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۳مه محکمې ته حاضر شي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۵

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

•
•
•

نور کیسې

شاه محمود میاخېل: د طالبانو «اصولنامه» د قدرت د تحکیمولو او د خلکو د وېرولو لپاره ده

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۰ GMT+۰
100%

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وايي، له دین څخه د طالبانو تعبیر او تفسیر د نورو اسلامي هېوادونو او علماوو له تعبیر او تفسیر سره فرق لري. هغه وايي، د طالبانو «اصولنامه» د قدرت د تحکیمولو لپاره ده.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده څو ورځې مخکې په یو ځانګړي فرمان کې د خپل نظام لپاره د جزا قانون د «محاکمو د جزایي اصول‌نامې» په نوم نافذ کړی، چې په‌کې خلک پر څلورو طبقو وېشل شوي دي. دا قانون په یوې سریزه، درېیو بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی دی. دې اصولنامه کې جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.

د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د دغې اصولنامې د محتوا او تطبیقي برخې په تړاو له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وايي، په ټوله کې له دین څخه د طالبانو تعبیر او تفسیر د نورو اسلامي هېوادونو او عالمانو له تعبیر او تفسیر سره فرق لري او په وینا یې، دوی استدلال کوي چې په نورو ملکونو کې اسلامي قانون او اسلامي حکومتونه نه‌شته او «موږ چې څه وایو همدا سم دي».

شاه محمود میاخېل زیاتوي، له دین څخه د طالبانو تعبیر او تفسیر «د دوی فکر» دی او په وینا یې، د طالبانو په دغې «اصولنامه» کې پر «حقوقو» ډېر بحث نه‌کېږي او تر ډېره پر «وجایبو» ولاړه ده.

د میاخېل په باور، طالبان په دغې اصولنامه کې تر ډېره په «عالمګیري فتاوي» باندې استدلال کوي. هغه په ۱۷مه پېړۍ کې د مغولیانو په پېر کې جوړه شوې وه؛ هغه وخت کې تعزیرات پر اشرافو، علماوو او په ټوله کې خلک په طبقو وېشل شوي وو او همداراز طالبان پر «ردالمختار» ډېره تکیه لري؛ هغه په دمشق کې یو لوی عالم وو او هغه په خپله ویلي، چې احکام له وخت او شرایطو سره تغییر کوي.

میاخېل زیاتوي: «اصولنامه د قدرت د تحکیمولو او د خلکو د وېرولو لپاره ده چې څوک اعتراض ونه‌کړي او تر ډېره د حقوقو پر ځای پر وجایبو خبرې شوې دي او دا په‌خپله لویه ستونزه ده».

هغه په دې مرکه کې په ډاګه کړې: «عمومي حالت د دې لپاره دی چې استبداد رامنځته شي، خلک په بېلابېلو لارو باندې تهدید شي او دا ټول د اسلام په نوم کېږي».

د نوموړي په باور، دغه اصولنامه د دې لپاره ده چې خلک ووېرول شي، څو پر «مشرانو» اعتراض ونه‌کړي؛ دا د نظام او ولس د ثبات لپاره ګټه نه‌لري.

د جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت سرپرست وايي: «د ولس تنګول په‌خپله انفجار دی، البته په انفجار کې داخلي جنګونه او د رژيمونو د سقوط مساله راځي».

شاه محمود میاخېل د دغې مرکې په پای کې څرګندوي، اوس باید د نظام د مشروعیت لپاره یوه پروسه رامنځته شي، څو ټول افغانان په‌کې ځانونه وګوري او بیا وروسته پر قوانینو او نورو ورته مسایلو خبرې وشي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم ګڼو افغان سیاستوال د طالبانو د مشر پر یادې جزایي کړنلارې یا اصولنامې سختې نیوکې کړې دي. د حقوقي او جزایي چارو کارپوهانو په وینا، دې قانون کې د طالبانو غړو او د دغې ډلې همفکره ملایانو ته ځانګړی ارزښت او همداراز د عامو وګړو پرتله ورته ځانګړي جزایي معافیتونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان او روسیې ترمنځ به مستقیمې الوتنې زیاتې شي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۰
100%

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل حسن د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ به د مستقیمو الوتنو شمېر زیات شي. نوموړي ویلي، چې د اریانا هوايي شرکت د اونیزې الوتنې ترڅنګ به ډېر ژر کام ایر هم مسکو ته مستقیمې الوتنې پیل کړي.

ګل حسن ټاس خبري اژانس ته ویلي: «اریانا هوايي شرکت له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان او روسیې ترمنځ په اوونۍ کې یوه الوتنه ترسره کوي. په نږدې راتلونکې کې د کام ایر له‌خوا د کابل او مسکو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیلولو کار روان دی».

همدارنګه ګل حسن زیاته کړې: «د دواړو هېوادونو د وګړو ترمنځ د متقابل سفر د زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي چې دا به د الوتنو شمېر زیات کړي».

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی او ګل حسن د روان کال د چنګاښ په میاشت کې په مسکو کې د طالبانو د سفیر په توګه دنده پیل کړه.

په کابل کې د ایران سفیر له طالبانو سره د سرحدي مسایلو په تړاو خبرې کړي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۵ GMT+۰
100%

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر نورالله نوري سره د سرحدي مسایلو په تړاو خبرې کړې دي. د افغانستان او ایران تر منځ ګډه پوله شاوخوا ۹۲۱ کیلومتره دی.

په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ماخوستن (د سلواغې ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي مسایلو په تړاو خبرې شوې دي.

بېکدلي په سرحدي برخه کې د دواړو هېوادونو همکاري د ایران او افغانستان د «هر اړخیزو مناسباتو» د ټينګښت او تقویت عامل بللی دی.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لا تراوسه د دغې لیدنې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان او ایران تر منځ ګډ سرحد شاوخوا ۹۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او ایران پروسږکال د دغه سرحد د تړلو لپاره د دېوال جوړولو چارې پیل کړې او ویل کېږي چې پر شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره یې جوړ کړی دی.

100%
د افغانستان او ایران ګډه پوله

تهران د دغې چارې موخه ایران ته د «ترهګرو او نشه‌يي توکو د قاچاقچیانو» له ننوتلو مخنیوی په ګوته کړی او چارواکو یې ویلي، چې دا کار به په یوه اته کلنه موده کې بشپړه شي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په سرحدي سیمو کې د طالبانو او ایراني ځواکونو تر منځ هم څو ځلي نښتې هم شوي او له امله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

په هلمند کې دوه کسان له اختطاف کوونکو ژغورل شوي او ۵ کسان یې په تړاو نیول شوي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۰
100%

د هلمند لپاره د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یې دوه کسان د اختطاف کوونکو له منګولو ژغورلي دي. د دوی په وینا، ۵ اختطاف کوونکي یې هم په تړاو نیول شوي دي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اختطاف کوونکو څه موده مخکې یاد دوه کسان له لښکرګاه ښار څخه اختطاف کړي وو او بیا یې په سنګین ولسوالۍ کې ساتل.

د خبرپاڼې له‌مخې، اختطاف کوونکو د یادو کسانو د ازادولو لپاره د هغوی له کورنیو د ۱۰ میلیونه افغانیو غوښتنه کړې وه، خو بالاخره نن د یو لړ عملیاتو په پایله کې د اختطاف کوونکو له منګلو وژغورل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې ۵ اختطاف کوونکي له یوه ټوپک او یوه موټر سره یو ځای نیول شوي دي.

ویل کېږي، چې یاد کسان بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او له اختطاف کوونکو لا هم پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.

د پاکستان استازي له افغان خاورې څخه د ترهګریزو بریدونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد ویلي، چې له افغانستان څخه پر پاکستان کېدونکي ترهګریز بریدونه زیات شوي دي. د نوموړي په خبره، دا وضعیت د پاکستان لپاره د زغم وړ نه دی.

د پاکستان په بلوچستان کې د تېرې ورځې له بریدونو وروسته په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد نن له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې یو ځل بیا تور پورې کړ، چې افغان طالبان هغو وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې، چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

همدارنګه نوموړي ویلي، چې د هند ملاتړې ډلې هم د افغانستان خاوره د پناه ځای په توګه استفاده کوي.

عاصم افتخار د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغو وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې ده، چې په‌کې پر طالبانو غږ شوی و، څو د هغو وسله‌والو مخه ونیسي چې د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

عاصم افتخار زیاته کړې: «د بلوڅ ازادۍ پوځ په ګډون ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر وړاندې ترهګریز فعالیونه کوي او دا د ملګرو ملتونو د څارنې ټیم له‌خوا هم راپور شوي دي»

په ملګرو ملتونو کې د‌ پاکستان استازي ویلي، چې طالبان د دوحې د تړون د ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

طالبانو په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې د تړون له‌مخې ژمنه کړې وه، چې د افغانستان خاوره به د وسله‌والو ډلو له‌خوا نه کارول کېږي.

همدارنګه عاصم افتخار احمد ویلي: «موږ د دې ګواښ سره د مقابلې او له منځه وړلو لپاره ټول اړین اقدامات کوو او موږ هوډ لرو چې دا هدف ترلاسه کړو».

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې تېره ورځ د بلوچ ازادۍ پوځ د پاکستان په بلوچستان کې هم‌مهاله پر څو ځایونو وسله‌وال برېدونه وکړل. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تېره ورځ ویلي و، چې د یادو بریدونو تر شا د هند لاس دی.