په ننګرهار کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي دي

د ننګرهار مقام ولایت رسنیز دفتر وايي، چې په دغه ولایت کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي چې درې هلکان او یوه نجلۍ دي. د روغتیا پالانو په وینا ، د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د ننګرهار مقام ولایت رسنیز دفتر وايي، چې په دغه ولایت کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي چې درې هلکان او یوه نجلۍ دي. د روغتیا پالانو په وینا ، د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
تېر ۱۴۰۳ کال په شبرغان ښار کې يوې مور شپږ ماشومان زېږولي ول. په زېږېدلو ماشومانو کې څلور نجونې او دوه هلکان ول.
له دې وړاندې په ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې دوو میندو پنځه پنځه بچیان نړۍ ته راوړي وو.
روان کال د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوه اعلامیه کې ویلي و،چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امینداوارۍ او زېږون اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري.


د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د یادې ډلې د مشر د ځانګړي حکم له مخې، د کابل طبي علومو پوهنتون تر چتر لاندې د نبوي سنتي طب پوهنځي د جوړېدو وړاندیز منظور شوی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دوشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۱۳مه وویل، چې دغه پوهنځی به د نبوي سنتي طب په برخه کې علمي، تدريسي او څېړنیز فعالیتونه کوي او د اړوندې برخې لپاره به مسلکي کادرونه وروزي.
وزارت وايي، چې د پوهنځي لپاره لازم اداري او تشکیلاتي جوړښت هم تصویب شوی دی.
د طالبانو د لوړو وزارت سرچینې وايي، د دې پوهنځي جوړېدل به د روغتیايي علومو د پرمختګ ترڅنګ د بدیلو او سنتي درملنې د لارو د معیاري کولو او پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

په کندهار کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلې چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دریو وژل شویو ښځو د جسدونو پاتې شوني موندل شوي دي. په دغه ولایت کې د ښځو د جسدونو موندل کېدو یو ځل بیا د ښځو د خوندیتوب او د مرموزو قتلونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپارولې دي.
په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې دغه درې ښځې ښایي څو میاشتې وړاندې وژل شوې وي او مړي یې د سپینبولدک ولسوالۍ د «سارګو» غره په لمنو کې په پټ ډول ښخ شوي وو.
سرچینه زیاتوي، چې د ځایي خلکو له خوا ولسوالۍ ته د یاد شکمن ځای په اړه خبر ورکړل شو او له کیندلو وروسته د یادو جسدونو پاتې شوني وموندل شول او د پېژندنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول.
سرچینې زیاتوي چې مړي په بوجیو کې اچول شوي وو، چې دا چاره د قصدي پټولو او د پېښې د څېړنې د مخنیوي نښه بلل کېږي. تر دې دمه د وژل شویو ښځو هویت او د قتل انګېزه نه ده روښانه شوې.

د ښځو د حقونو فعالان وایي، دا ډول پېښې د قانون د حاکمیت د کمزورۍ او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام ښکارندویي کوي. د هغوی په وینا، د عاملینو نه پېژندل او د قضیو نه څېړل کولای شي دا ډول جرمونه نور هم زیات کړي.
تر اوسه د طالبانو ځايي چارواکو د دې پېښې په اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د ښځو د مرموزو قتلونو راپورونه ورکړل شوي دي. په داسې حال کې چې په ځینو قضیو کې کورنی تاوتریخوالی یاد شوی، خو په ډېری مواردو کې د قتل لاملونه پټ پاتې دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر له خوا په افغانستان کې د مخدره توکو د کارونې په اړه وروستی راپور له سروې څخه یو کال وروسته خپور شو او د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره سمه نه ده.
عبدالمتین قانع نن دوشنبه، د سلواغې پر ۱۳مه په یوه ویډويي پېغام کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر( یو این او ډي سي) وروستۍ سروې د ولسوالیو په لږ شمیر مرکزونو کې شوې او د هیواد د اوسني وضعیت جامع انځور نه شي وړاندې کولی.
قانع وايي، ددې ډلې په بیا ځلي واک ته رسېدو سره په تېرو څلورو کلونو کې د ملاهبت الله د فرمان پر اساس د نشه یې توکو د مخنیوي، د پروسس مرکزونو د له منځه وړلو، بدیل کښت ترڅنګ د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې جدي ګامونه اخیستل شوي، خو د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمونو پر وړاندې مبارزې په وروستۍ سروې کې له دې یادونه نه ده شوې.
نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې د چرسو کښت صفر ته رسېدلی او هغه چرس چې کارول کېږي، هغه له تېرو کالونو پاتې دي.
ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۲مه، په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي و، چې د نوې ارزونې له مخې، د افغان نارینهوو ترمنځ د چرسو کارونه ۴۷سلنه، د تاریاکو ۱۹سلنه، د «تابلیت کا» ۱۱سلنه او د مېټامفتامین یا شیشې کارونه اووه سلنې ته رسېږي.
دا راپور د «افغانستان کې د نشهیي توکو د کارونې ملي سروې» درېیم او وروستی ټوک دی، چې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر لهخوا د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام(یو این ډي پي) په ملاتړ چمتو شوی دی.
په راپور کې ټینګار شوی چې د نشهیي توکو برابرول د ډېرو کاروونکو لپاره له اقتصادي پلوه دروند بار دی او لګښتونه یې د هغوی د ورځني عاید له توان څخه لوړ دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۳مه، په هېواد کې د ماشومانو ګوزڼ يا پولیو پر ضد د واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو. د یاد کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۷،۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو پرضد واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل په یوه ویډیويي پېغام کې وویل، چې دا کمپاین په ۱۸ ولایتونو کې پلی کېږي چې کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، بلخ، فاریاب، کندوز، هرات او بادغیس ولایتونه پکې شامل دي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې لاهم د پولیو ناروغۍ پېښې پکې وخت ناوخته ثبتېږي.
له بل پلوه په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو تازه نهه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
همدا تېره میاشت (د چنګاښ په ۱۹مه) په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد کمپاین له پیل سره هممهاله، په کندهار ولایت کې چارواکو د پولیو د دریو مثبتو پېښو خبر ورکړی و.
په کندهار کې د پولیو عملیاتي مسوول صدیق الله پتیال د دغه خبر پخلی کړی و او ویلي یې و، چې دغه پېښې په کندهار ښار، شاهولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې ثبت شوې دي.

په کابل کې د ایران سفارت وایي چې سفیر علي رضا بېکدلي د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د افغانستان او ایران د ګډ سرحد د تثبیت، او همدارنګه د سرحدي نښو او علایمو د نویو کولو پر موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې بېکدلي ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي له افغانستان سره خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.
هغه د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نوسازۍ په اړه وویل، «ایران چمتو دی چې له افغانستان سره په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او دغه بهیر لا چټک کړي.»
د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د دې ډلې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري هم د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نویو کولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
نوموړي ویلي، چې د دې بهیر د چټکتیا او شته ستونزو د حل لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د نوموړي په وینا، تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي علایمو د نوسازۍ بهیر په رسمي ډول پيل شي.