• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په افغانستان کې د نشه يي توکو د استعمال په تړاو د ملګرو ملتونو سروې ناسمه وګڼله

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر له خوا په افغانستان کې د مخدره توکو د کارونې په اړه وروستی راپور له سروې څخه یو کال وروسته خپور شو او د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره سمه نه ده.

عبدالمتین قانع نن دوشنبه، د سلواغې پر ۱۳مه په یوه ویډويي پېغام کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر( یو این او ډي سي) وروستۍ سروې د ولسوالیو په لږ شمیر مرکزونو کې شوې او د هیواد د اوسني وضعیت جامع انځور نه شي وړاندې کولی.

قانع وايي، ددې ډلې په بیا ځلي واک ته رسېدو سره په تېرو څلورو کلونو کې د ملاهبت الله د فرمان پر اساس د نشه یې توکو د مخنیوي، د پروسس مرکزونو د له منځه وړلو، بدیل کښت ترڅنګ د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې جدي ګامونه اخیستل شوي، خو د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمونو پر وړاندې مبارزې په وروستۍ سروې کې له دې یادونه نه ده شوې.

نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې د چرسو کښت صفر ته رسېدلی او هغه چرس چې کارول کېږي، هغه له تېرو کالونو پاتې دي.

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۲مه، په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي و، چې د نوې ارزونې له مخې، د افغان نارینه‌وو ترمنځ د چرسو کارونه ۴۷سلنه، د تاریاکو ۱۹سلنه، د «تابلیت کا» ۱۱سلنه او د مېټامفتامین یا شیشې کارونه اووه سلنې ته رسېږي.

دا راپور د «افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کارونې ملي سروې» درېیم او وروستی ټوک دی، چې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر له‌خوا د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام(یو این ډي پي) په ملاتړ چمتو شوی دی.

په راپور کې ټینګار شوی چې د نشه‌یي توکو برابرول د ډېرو کاروونکو لپاره له اقتصادي پلوه دروند بار دی او لګښتونه یې د هغوی د ورځني عاید له توان څخه لوړ دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د ۷،۳ میلیونه ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۳مه، په هېواد کې د ماشومانو ګوزڼ يا پولیو پر ضد د واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو. د یاد کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۷،۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو پرضد واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل په یوه ویډیويي پېغام کې وویل، چې دا کمپاین په ۱۸ ولایتونو کې پلی کېږي چې کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، بلخ، فاریاب، کندوز، هرات او بادغیس ولایتونه پکې شامل دي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې لاهم د پولیو ناروغۍ پېښې پکې وخت ناوخته ثبتېږي.

له بل پلوه په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو تازه نهه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

همدا تېره میاشت (د چنګاښ په ۱۹مه) په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد کمپاین له پیل سره هم‌مهاله، په کندهار ولایت کې چارواکو د پولیو د دریو مثبتو پېښو خبر ورکړی و.

په کندهار کې د پولیو عملیاتي مسوول صدیق الله پتیال د دغه خبر پخلی کړی و او ویلي یې و، چې دغه پېښې په کندهار ښار، شاه‌ولیکوټ او ارغستان ولسوالیو کې ثبت شوې دي.

په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د سرحدونو چارو له وزیر سره د ګډې پولې پر تثبیت غږېدلی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت وایي چې سفیر علي رضا بېکدلي د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د افغانستان او ایران د ګډ سرحد د تثبیت، او همدارنګه د سرحدي نښو او علایمو د نویو کولو پر موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې بېکدلي ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي له افغانستان سره خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

هغه د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نوسازۍ په اړه وویل، «ایران چمتو دی چې له افغانستان سره په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او دغه بهیر لا چټک کړي.»

د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د دې ډلې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري هم د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نویو کولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې د دې بهیر د چټکتیا او شته ستونزو د حل لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د نوموړي په وینا، تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي علایمو د نوسازۍ بهیر په رسمي ډول پيل شي.

یو شمېر روسي شرکتونه د برېښنا بندونو جوړولو په تړاو له طالبانو سره په خبرو بوخت دي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰

په روسیه کې د طالبانو سفیر ویلي، چې روسي شرکتونه دمګړۍ په کابل کې د طالبانو له اړوندو ادارو سره د اوبو د کوچنیو بریښنا بندونو د جوړولو په اړه خبرې کوي. هغه وویل، چې « یو شمېر شرکتونو لا دمخه افغانستان ته سفر کړی او له اړوندو ادارو او متخصصینو سره یې لیدنې او خبرې اترې کړې دي».

ګل حسن حسن له تاس اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې اریانا افغان هوايي شرکت په تېرو څلورو کلونو کې هره اونۍ مسکو ته مستقیمه الوتنه کوي.

د طالبانو سفیر ویلي، چې هڅه کېږي د دواړو هېوادونو د وګړو ترمنځ متقابل سفرونه زیات شي، چې په پایله کې به د الوتنو شمېر هم لوړ شي.

هغه زیاته کړه، چې په په دې اړه تمه کیږي په نږدې راتلونکي کې به عملي ګامونه پورته شي.

مولوي ګل حسن وویل چې روسیه او افغانستان د افغان کاري کډوالو د جذب په اړه خبرې اترې کوي او کابل په دې برخه کې د مثبتو نتایجو هیله لري.

هغه زیاته کړه، « د روسیې پر لور د کاري مهاجرت په اړه د دواړو هیوادونو تر منځ لا دمخه خبرې اترې شوې دي او دلایل شته چې تمه وشي مثبتې پایلې ترلاسه شي».

د طالبانو سفیر همدارنګه یادونه وکړه چې افغانستان د ځوان نفوس څښتن هیواد دی او اداره یې هڅه کوي وړ او مسلکي کاري ځواک هغو هیوادونو ته واستوي چې کارګرو ته اړتیا لري.

په روسیه کې د افغان کارګرو مسالې په دې وروستیو کې د یو شمېر سیاستوالو مخالفتونه را پارولي دي.

د طالبانو سفیر دغه راز په دې مرکه کې ویلي، چې اوس مهال د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې وده کوي، خو ځینې ستونزې، په ځانګړې توګه د بانکدارۍ محدودیتونه، باید حل شي. نوموړي وویل، چې که دغه ستونزې حل شي، افغانستان کولی شي له روسیې څخه تېل، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غلې دانې، سبزي تېل او نور محصولات وارد کړي.

هغه دغه راز وویل چې افغانستان غواړي تازه او وچې مېوې، سبزيجات، درملیز بوټي، غالۍ او کاني توکي روسیې ته صادر کړي.

د طالبانو سفیر زیاته کړې چې طالبان د افغانستان په کانونو کې د روسي شرکتونو ګډون ته لېواله دي.

نوموړي ویلي، «اقتصاد د افغانستان د بهرني سیاست یوه مهمه برخه ده. موږ هڅه کوو افغانستان د سیمه‌ییز اقتصادي یووالي یوه مهمه حلقه وګرځوو او بهرني پانګه‌وال جذب کړو. روسي شرکتونو له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د کان کیندنې او زیربنايي پروژو کې د پانګونې علاقه ښودلې ده».

د طالبانو سفیر ټینګار کړی، چې افغانستان په ورته وخت کې د کاني سرچینو په استخراج کې د روسي شرکتونو ګډون ته هم لېواله دی.

په قطر کې د افغانستان د تاریخ او فرهنګ نندارتون پرانېستل شوی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۰

د قطر د اسلامي هنرونو موزیم د اغا خان بنسټ په همکارۍ د افغانستان د تاریخ، هنر او کلتور له پنځه زره کلونو څخه زیاتې میراثي لاسته راوړنې د "د رڼا امپراتوري: د افغانستان سترګې او غږونه" تر سرلیک لاندې نندارتون کې وړاندې کړې. نندارتون به د مې تر ۳۰ پورې پرانېستی وي.

دغه نندارتون د نړۍ یو له خورا رنګینو کلتوري میراثونو یوه برخه وړاندې کوي، چې د افغانستان د کلتورونو، افکارو، دینونو او خلکو ګډ ژوند منعکسوي.

دغه نندارتون په رسمي ډول د قطر د موزیمونو رییسې شېخې المیاسه بنت حمد بن خلیفه ال ثاني له خوا پرانېستل شو. په دې مراسمو کې علي محمد اغا خان، شېخې ناصر النصر، د موزیم رییسې، او د AKTC عمومي مدیر لوییس مونریل ګډون درلود.

دغه نندارتون چې د نیکولتا فازیو او توماس لینټز له خوا ترتیب شوی، نږدې ۱۵۰ توکي پکې شامل دي او د افغانستان د کلتوري او هنري تاریخ یوه پراخه برخه انځوروي.

نندارتون د میراث د ساتنې اهمیت هم په ډاګه کوي، چې د لرګینو ماډلونو له لارې د افغانستان د تاریخي ځایونو بشپړ انځور وړاندې کوي.

نندارتون پنځه برخې لري، چې په لومړۍ برخه کې افغانستان د تاریخ په څلور لارو کې د لومړنیو تمدنونو او اسیایي امپراتوریو اغېزې ښودل کیږي، نایابې لرغونې موندنې، ښکلې شیشې او فلزي کارونه او شاندار ټوکر پکې شامل دي.

دوهمه برخه د ختیځ سرحد نومېږي، چې په افغانستان کې د اسلام د راختو او د دیني، درباري او هنري ژوند څرګندونه کوي.

درېیمه برخه له تیمور وروسته، هرات او د نوې هنري لید راختل نومېږي، چې په هرات کې د هنر، معمارۍ او فکري ژوند وده ښيي.

څلورمه برخه د مغولو او د افغانستان تصور ته ځانګړې شوې، چې د بابر او همایون زوکړه او د یادښتونو او الهام ځای پکې ښودل شوی.

پنځمه برخه د تاریخ توپانونه نومېږي، چې په افغانستان کې د معاصر تاریخ پېچلتیاوې، داخلي واک جګړې، استعماري لاسوهنې او د عصري افغان دولت راڅرګندېدل ښيي.

د اغا خان د کلتوري بنسټ عمومي مدیر لوییس مونریل وویل چې د قطر موزیمونو علمي پوهې او د اغا خان بنسټ اوږدمهاله کار دغه نندارتون ممکن کړی چې د افغانستان دوه زره کلنه کلتوري او معمارتي وده او د نن ورځې بې ساري مهارت وړاندې کړي.

امرالله صالح: طالبانو د ۲۰۲۵کال ۶۵ سلنه عواید پر خپلې ډلې لګولي دي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، طالبانو د ۲۰۲۵کال له څه باندې ۲۰۰ میلیارد افغانیو عوایدو ۶۵ سلنه یې پر خپلې ډلې لګولي؛ په داسې حال کې چې یوازې درې سلنه یې روغتیا ته او ۱.۳ سلنه یې کرنې برخې ته ځانګړي کړي دي.

صالح پر اېکس پاڼه لیکلي، د طالبانو دغه چلند ښيي چې نړۍوالې نغدي مرستې په ځانګړي ډول د امریکا پیسې د یادې ډلې لپاره زمینه برابروي؛ څو د هېواد ډېری ملي عواید پر خپلو جوړښتونو ولګوي، ځکه «طالبان ډاډه دي، چې نور بنسټیز لګښتونه به د بهرنیو مرستو له لارې پوره کېږي».

امرالله صالح یادونه کړې، چې د طالبانو د ۲۰۲۵کال شاوخوا ۲۰۰ میلیارده افغانۍ عواید نږدې درې میلیارده امریکايي ډالرو سره برابرېږي. هغه ټینګار کړی، چې د امریکا نغدي مرستې باید ژر تر ژره ودرول شي.

د نړۍوال بانک په تازه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو ادارې د ۲۰۲۵کال په لومړیو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۹۶.۹ مېلیارده افغانۍ په امنیتي چارو لګولې دي. د راپور له مخې؛ په ورته موده کې پراختیایي لګښتونه ۱۵.۷ مېلیارده افغانیو ته رسېدلي دي.