
د طالبانو مخالفه وسله واله او سیاسي ډله «مقاومت جبهه» ادعا کوي چې تېر ماښام یې د کندز ولایت په شپږمه امنیتي حوزه کې برید کړې، دوه طالب وسله وال یې وژلي او ۳ نور یې شدید ټپیان کړي دي.
د یادې جبهې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا برید تېر ماښام د کندز ښار په عمومي سړک، سرې میاشتې ته څېرمه د «امام صاحب بندر» په سیمه کې شوی دی.
مقاومت جبهه وایي چې یاد عملیات «بریالي» وو او ټینګار کوي چې په دې نښته کې د دوی ځواکونو او همدارنګه ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د مقاومت جبهې ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو کې « د ترهګرو ضد هدفمندو عملیاتو» ته دوام ورکوي، څو د دوی په وینا، افغانستان او خلک د طالبانو له «نامشروع واکمنۍ» وژغوري.
تر دې دمه طالبانو د مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د مقاومت جبهې له لوري وخت ناوخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو او نښتو راپورونه خپرېږي، خو طالبان اکثره دا ډول ادعاوې ردوي یا پرې تبصره نه کوي.

برېټانیايۍ جوړې پیټر او باربي رینالډز د طالبانو له زندان نه تر خلاصون وروسته په لومړي ځل د کابل د څرخي پله زندان د شرایطو په اړه څرګندونې کړې دي. ۷۶ کلنې باربي ویلي، له هغو میرمنو سره ساتل کیده چې ویل یې دوی د موټر چلولو یا د خپلو مېړونو د جرمونو له امله بندیانې شوې دي.
۸۰ کلن پیټر رینالډز او د هغه میرمن باربي د تیر کال په فبرورۍ کې د طالبانو له خوا بامیان ته د راستنېدو پرمهال ونیول شول او شاوخوا اووه میاشتې وروسته خوشې شول.
دوی ډیلي میل ته وویل، چې دوی د کابل په څرخي پله زندان کې په "نمجن، او له موږکانو او ګونګټو ډک" زندان کې د دریو میاشتو لپاره ساتل شوي وو.
رینالډز د طالبانو له خوا اداره کیدونکي څرخي پله زندان شرایط "یو بل دوزخ" وباله.
په ۱۹۷۰ لسیزه کې د ۵۰۰۰ بندیانو د ساتلو لپاره ډیزاین شوي زندان کې اوس تر ۱۵۰۰۰ پورې بندیان ساتل کیږي.

باربي، له ۱۵ نورو ښځو او دوو ماشومانو سره یوځای په یوه کوچنۍ کوټه کې چې پنځه بسترونه یې درلودل، ساتل شوې وه.
باربي وویل: "څلور تشنابونه وو، خو هیڅ یو یې روغ نه و. موږ باید نلونه کارولي وای او اوبه د دهلیز په مینځ کې له کثافاتو ډکې ویالې ته بهېدلې."
هغې زیاته کړه، چې په هغه برخه کې چې شاوخوا ۲۳۰ ښځې او ۴۰ ماشومان ساتل کېدل، یوازې اووه تشنابونه وو او ځینې وخت ماشومانو په سمه توګه نه کارول او وضعیت یې نور هم خراب کړی و.
"هغه نجلۍ چې زما په بستر کې ویده وه ۱۹ کلنه وه او د موټر چلولو په تور زنداني شوې وه.مساله هغه مهال لا کړکېچنه شوه، چې روښانه شوه موټر یې د ملګري و او د هلک ملګري درلودل هم منع وو. له همدې امله هغه د شپږو میاشتو لپاره بندي شوې وه."
هغې زیاته کړه: "یوې ښځې چې له یوه سړي سره خبرې کړې وې، خاوند یې هغه سړی وژلی و، خو دا، چې سړی تل مجرم نه ګڼل کېږي، ښځه په پنځه کاله بند محکومه شوه او اجازه یې نه درلوده، چې خپل څلور ماشومان وویني."
یوې بلې ښځې وویل، چې هغه یوازې د همدې دلیل لپاره بندي شوې وه چې مېړه او زامنو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې او دې دنده پیل کړې وه.
باربي وویل: "تقریبا ۹۰ سلنه هغه میرمنې چې زه ورسره وم مجرمې نه وې.ډیری یې نه پوهیدلې چې د دوی سزا څومره اوږده ده. ځینې یې د میاشتو حتا کلونو لپاره انتظار باسي."
وروسته دا جوړه د پنځو اونیو لپاره د طالبانو د استخباراتو له خوا اداره کیدونکې تلخونې ته ولیږدول شوه او بیا خوشې شوه.
د ننګرهار مقام ولایت رسنیز دفتر وايي، چې په دغه ولایت کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي چې درې هلکان او یوه نجلۍ دي. د روغتیا پالانو په وینا ، د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
تېر ۱۴۰۳ کال په شبرغان ښار کې يوې مور شپږ ماشومان زېږولي ول. په زېږېدلو ماشومانو کې څلور نجونې او دوه هلکان ول.
له دې وړاندې په ننګرهار او دایکندي ولایتونو کې دوو میندو پنځه پنځه بچیان نړۍ ته راوړي وو.
روان کال د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوه اعلامیه کې ویلي و،چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امینداوارۍ او زېږون اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د یادې ډلې د مشر د ځانګړي حکم له مخې، د کابل طبي علومو پوهنتون تر چتر لاندې د نبوي سنتي طب پوهنځي د جوړېدو وړاندیز منظور شوی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دوشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۱۳مه وویل، چې دغه پوهنځی به د نبوي سنتي طب په برخه کې علمي، تدريسي او څېړنیز فعالیتونه کوي او د اړوندې برخې لپاره به مسلکي کادرونه وروزي.
وزارت وايي، چې د پوهنځي لپاره لازم اداري او تشکیلاتي جوړښت هم تصویب شوی دی.
د طالبانو د لوړو وزارت سرچینې وايي، د دې پوهنځي جوړېدل به د روغتیايي علومو د پرمختګ ترڅنګ د بدیلو او سنتي درملنې د لارو د معیاري کولو او پیاوړتیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.
په کندهار کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلې چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دریو وژل شویو ښځو د جسدونو پاتې شوني موندل شوي دي. په دغه ولایت کې د ښځو د جسدونو موندل کېدو یو ځل بیا د ښځو د خوندیتوب او د مرموزو قتلونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپارولې دي.
په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې دغه درې ښځې ښایي څو میاشتې وړاندې وژل شوې وي او مړي یې د سپینبولدک ولسوالۍ د «سارګو» غره په لمنو کې په پټ ډول ښخ شوي وو.
سرچینه زیاتوي، چې د ځایي خلکو له خوا ولسوالۍ ته د یاد شکمن ځای په اړه خبر ورکړل شو او له کیندلو وروسته د یادو جسدونو پاتې شوني وموندل شول او د پېژندنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول.
سرچینې زیاتوي چې مړي په بوجیو کې اچول شوي وو، چې دا چاره د قصدي پټولو او د پېښې د څېړنې د مخنیوي نښه بلل کېږي. تر دې دمه د وژل شویو ښځو هویت او د قتل انګېزه نه ده روښانه شوې.

د ښځو د حقونو فعالان وایي، دا ډول پېښې د قانون د حاکمیت د کمزورۍ او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام ښکارندویي کوي. د هغوی په وینا، د عاملینو نه پېژندل او د قضیو نه څېړل کولای شي دا ډول جرمونه نور هم زیات کړي.
تر اوسه د طالبانو ځايي چارواکو د دې پېښې په اړه کوم رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د ښځو د مرموزو قتلونو راپورونه ورکړل شوي دي. په داسې حال کې چې په ځینو قضیو کې کورنی تاوتریخوالی یاد شوی، خو په ډېری مواردو کې د قتل لاملونه پټ پاتې دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر له خوا په افغانستان کې د مخدره توکو د کارونې په اړه وروستی راپور له سروې څخه یو کال وروسته خپور شو او د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره سمه نه ده.
عبدالمتین قانع نن دوشنبه، د سلواغې پر ۱۳مه په یوه ویډويي پېغام کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر( یو این او ډي سي) وروستۍ سروې د ولسوالیو په لږ شمیر مرکزونو کې شوې او د هیواد د اوسني وضعیت جامع انځور نه شي وړاندې کولی.
قانع وايي، ددې ډلې په بیا ځلي واک ته رسېدو سره په تېرو څلورو کلونو کې د ملاهبت الله د فرمان پر اساس د نشه یې توکو د مخنیوي، د پروسس مرکزونو د له منځه وړلو، بدیل کښت ترڅنګ د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې جدي ګامونه اخیستل شوي، خو د ملګرو ملتونو د نشه یې توکو او جرمونو پر وړاندې مبارزې په وروستۍ سروې کې له دې یادونه نه ده شوې.
نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې د چرسو کښت صفر ته رسېدلی او هغه چرس چې کارول کېږي، هغه له تېرو کالونو پاتې دي.
ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۲مه، په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي و، چې د نوې ارزونې له مخې، د افغان نارینهوو ترمنځ د چرسو کارونه ۴۷سلنه، د تاریاکو ۱۹سلنه، د «تابلیت کا» ۱۱سلنه او د مېټامفتامین یا شیشې کارونه اووه سلنې ته رسېږي.
دا راپور د «افغانستان کې د نشهیي توکو د کارونې ملي سروې» درېیم او وروستی ټوک دی، چې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر لهخوا د یاد سازمان د پراختیایي پروګرام(یو این ډي پي) په ملاتړ چمتو شوی دی.
په راپور کې ټینګار شوی چې د نشهیي توکو برابرول د ډېرو کاروونکو لپاره له اقتصادي پلوه دروند بار دی او لګښتونه یې د هغوی د ورځني عاید له توان څخه لوړ دي.