د ایران وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز: موږ د مقابلې او غچ اخیستنې لپاره بشپړ چمتو یو

د ایران د وسله‌‌والو ځواکونو لوی درستیز عبدالرحیم موسوي وايي:« د غچ اخیستنې غوښتنه تر ۱۳مې ورځې پاتې ده او تر ټولو کوچنۍ تېروتنه به موږ ته د اقدام بشپړ واک راکړي». نوموړي‌ زیاته کړې، چې «د مقابلې او غچ اخیستنې لپاره چمتو یو».