رویټرز: تهران چمتو دی چې ۴۰۰ کیلوګرامه یورانیم وسپاري او غني کول صفر ته راټیټ کړي

رویټرز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې تهران له واشنګټن سره د احتمالي خبرو اترو لپاره د «انعطاف» ښودلو ته چمتو دی.
په راپور کې د یاد چارواکي له قوله زیاته شوې، چې تهران چمتو دی څو ۴۰۰کیلوګرامه یورانیم وسپاري او د غني کولو کچه صفر ته ورسوي.
د راپور لهمخې، دغه ګام په دې شرط اخیستل کېږي چې امریکا خپل پوځي تجهیزات د ایران له شاوخوا څخه لرې کړي.
ایراني چارواکي ویلي: «توپ اوس د ټرمپ په میدان کې دی».
