• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سږکال په کندهار کې ۷۹ ټنه شات پلورل شوي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۶ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ۱۴۰۴کال په لړ کې د دغه ولایت ریحان، د لوګر سنځلي، د خوست مرویزه، بامیان خارکاناډايي او د میدان وردګو شین شوبي ۷۹ ټنه شات پلورل شوي دي. دغه ریاست ویلي، چې په همدې کال کې په کندهار کې ۵۶ ټنه شات تولید شوي دي.

د طالبانو یاد ریاست د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په پلورل شویو شاتو کې د مصر د سیاه‌دانې شات هم شامل دي. په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل زیاته کړې، چې په دغه ولایت کې د شاتو فارمونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

هغه وایي:« په کندهار کې د شاتو فارمونو پراخوالی ورځ تر بلې زیاتېږي او هڅه کېږي، چې د شاتو په تولید او صادراتو کې بدلون راشي». د نوموړي‌ په خبره؛ د همدې کال د پسرلي او دوبي په موسمونو کې په کندهار کې ټول ټال ۵۶ ټنه شات تولید شوي، چې له دې ډلې ۲.۵ ټنه بهرنیو هېوادونو ته هم صادر شوي دي.
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد په کچه د شاتو مچیو د روزنې او د شاتو د تولید لپاره تر ۳۰زره ډېر فارمونه جوړ شوي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

۵

امیرخان متقي د قطر د پخواني امیر تر مړینې درې ورځې وروسته دوحې ته لاړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان غواړي د شانګهای همکاریو سازمان په ناستو کې ګډون وکړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۱ GMT+۰
100%

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن ویلي، چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان څارونکی غړی دی او باید طالبان په راتلونکو ناستو کې ګډون ولري؛ خو تراوسه یې ان په رسمي ناستو کې هم بلنه نه‌ده ترلاسه کړې.

هغه د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې، چې د طالبانو استازي ته به د شانګهای همکاریو سازمان په راتلونکو ناستو کې د ګډون بلنه ورکړل شي. هغه وویل: «افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان یو ناظر هېواد دی او د دغه مقام له مخې باید په ناستو کې ګډون وکړي».

د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۰۰۱کال کې جوړ شوی، چې روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، پاکستان، ایران او ازبکستان یې اصلي غړي دي. بلاروس په ۲۰۲۴کال کې دغه سازمان ته ورګډ شو. افغانستان او مغولستان د ناظرو هېوادونو په توګه په‌کې شامل دي.

سره له دې چې مسکو طالبان په رسمیت پېژندلي؛ خو تر اوسه یې په ۲۴مه غونډه کې چې د ۲۰۲۵کال (د لړم په ۲۷مه) په مسکو کې ترسره شوه، ګډون نه‌و کړی. مخکې هم د چین په غونډه کې د طالبانو استازی نه‌وو بلل شوی.

د راپور له مخې؛ د نه ګډون له امله ګل حسن د لېندۍ په میاشت کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي بختیار حکیموف سره وکتل او ترې یې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د ناظر مقام ته په پام سره د طالبانو استازی باید په غونډو کې ګډون وکړي.

شنونکي وایي، که طالبان په رسمي توګه په غونډو کې ګډون وکړي، دا به د دوی د نړۍوالو اړیکو لپاره یو مهم ګام وي؛ خو تر اوسه یوازې روسیې طالبان په رسميت پېژندلي دي.

طالبان وايي د پولیو کمپاین پر مهال به ۷.۳ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان د ۱۸ ولایتونو په ۱۷۲ ولسوالیو کې د ۲۰۲۶کال د پولیو فرعي کمپاین پرمهال به ۷.۳ مېلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړل شي. دغه وزارت زیاته کړې ،چې د خپلو شریکانو په مرسته به په هېواد کې د پولیو ویروس مخنیوی وکړي.

د طالبانو روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) ویلي، چې دغه کمپاین د هېواد د مرکزي، ختیځ، سوېل، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او شمال ختیځې حوزې د ۱۸ ولایتونو په ۱۷۲ ولسوالیو کې د فبرورۍ له ۲مې څخه تر ۵مې نېټې پورې پلی کېږي.

د دوی په خبره؛ دغه کمپاین به په کندهار، هلمند، روزګان او زابل کې د فبرورۍ له ۳مې تر ۶مې نېټې پورې ترسره شي او اړوند کمپاین به د فاریاب او بادغیس په څلورو ولسوالیو کې د فبرورۍ له ۹مې تر ۱۲مې پورې تر سره شي.

د طالبانو روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دغه کمپاین د پیل پر مهال ویلي:« دوی له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دي، چې په افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخیوی وکړي.»

د رسمي نړۍوالو راپورنو له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې. په‌ دې ډله کې په روزګان کې یوه، په هلمند کې درې، په بادغیس کې یوه، په نورستان کې یوه، په پکتیکا کې دوه او په فراه کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي، چې پولیو لا تر اوسه په بشپړه توګه په‌کې له‌منځه نه‌ده وړل شوی.

تازه له پاکستان او ایران نه تر ۳۰۰ ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۳۰۸ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون ویلي، چې دغه کورنۍ له هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار له لارو ستنې شوې دي.

د طالبانو یاد کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې ډلې د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۳، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۲،‌ د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۲ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۶۱ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ۵۲۵ نورې کورنۍ یې په همدې ورځ خپلو سیمو ته لېږدولې دي. طالبانو ویلي، چې له ټولو ستنو شویو کډوالو کورنیو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرې مرغومي میاشت کې شاوخوا ۱۴زره او ۴۱۹ کورنۍ له ترکیې، ایران او پاکستان نه په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه وزارت وایي، چې ستنو شویو کډوالو ته یې اړینې مرستې هم برابرې کړې دي.

طالبان وایي تخار کې د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۵۵ نوې شنې خونې جوړې شوې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۰
100%

په تخار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، د دغه ولایت په بنګي، ورسج، ینګي کلا او چال ولسوالیو کې د سبو د تولید او د کاري زمینو د برابرولو لپاره ۵۵ نوې شنې خونې جوړې شوې چې د بزګرانو اقتصادي بیاوړتیا کې به مرسته وکړي.

یاد ریاست څرګنده کړې، چې یادې شنې خونې د بزګرانو لپاره د سبو د زیات تولید، د کاري زمینې برابرولو او د اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړې شوې دي. طالب چارواکي وايي، دغه نوښت به بزګرانو ته د خپلو حاصلاتو د زیاتوالي فرصت برابر کړي او په سیمه کې به د کرنې په برخه کې مثبتې پایلې ولري.

له بل پلوه د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تولیداتو خونه وایي، چې روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۵۰ معیاري سړې خونې جوړې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه سړې خونې له ۲۰ څخه تر ۵زره ټنو پورې د ساتنې ظرفیت لري.

د یادو خونو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي. ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.

له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو د پاکستان د الوګانو بازار له سقوط سره مخ کړی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۰
100%

د پاکستان د الوګانو بازار د زیات تولید او له افغانستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې بندېدو له امله سخت زیانمن شوی او بیې یې په چټکۍ سره کمې شوې دي. اقتصادي شنونکي دغه وضعیت د کرنې په برخه کې د پاکستان حکومت د ناسم پلان او کمزورې پالیسۍ پایله بولي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ له افغانستان سره د ډيورنډ کرښه د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له نیمایي راهیسې تړل شوې، چې له امله یې د پاکستان د الوګانو صادرات درېدلي او کورني بازارونه له اضافي محصول ډک شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د پاکستان د الوګانو له مهمو پېرودونکو هېوادونو ګڼل کېږي.

په تېرو کلونو کې د لوړو بیو له امله بزګرانو په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د الوګانو کرکېله پراخه کړې ده. یوازې په ۲۰۲۴ ـ ۲۰۲۵کال کې د الوګانو کرنیزه ساحه ۱۴ سلنه زیاته شوې او تولید ۹.۴ مېلیون ټنو ته لوړ شوی.

په پنجاب کې چې د پاکستان نږدې ۹۵ سلنه الوګان تولیدوي، دغه ساحه په ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶کال کې لا ۲۴ سلنه نوره هم زیاته شوې ده. د لوړ حاصل لرونکو تخمونو کارول او مناسب موسم هم د تولید د زیاتوالي لامل شوی دی.

د کرنې د شنونکو د اټکل له مخې؛ روان کال کې به د پاکستان د الوګانو تولید نږدې ۱۲ مېلیون ټنو ته ورسېږي، خو حکومت له وړاندې د صادراتو د پراخولو لپاره هېڅ جدي ګام نه‌دی پورته کړی.

راپور زیاتوي، که څه هم له افغانستان سره د سوداګریزو لارو پرانیستل کولای شي یو څه فشار کم کړي؛ خو تولید دومره لوړ دی چې حتی د پخوانیو کلونو په کچه صادرات هم د اضافي محصول د جذب لپاره بسنه نه‌کوي.

په تېرو کلونو کې پاکستان هر کال له ۴۰۰زره تر ۵۰۰زره ټنه الوګان افغانستان او نورو هېوادونو ته صادرول. اوس د بیو د سخت سقوط له امله بزګران له سترو مالي زیانونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې د سرې، تخم او نورو کرنیزو توکو بیې هم لوړې شوې دي.

سره له دې د پاکستان فدرالي او ایالتي حکومتونو تر اوسه یوازې دومره کړي، چې د ایران له لارې د ځینو هېوادونو پر لور د صادراتو اجازه یې ورکړې؛ خو دغه لار د لېږد لوړ لګښتونه لري او د پاکستاني الوګانو سیالي کمزورې کوي.

اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، که حکومت د بزګرانو ملاتړ ونه کړي، راتلونکو کلونو کې به د الوګانو کرکېله کمه شي.