رویټرز: ایراني چارواکي اندېښمن دي چې اعتراض کوونکي به یو ځل بیا واټونو ته راووځي

رویټرز په ایران کې د شپږو اوسنیو او پخوانیو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د اسلامي جمهوریت چارواکي اندېښمن دي، چې د امریکا هر ډول احتمالي برید ښايي پر واک د دوی کنټرول کمزوری کړي او اعتراض کوونکي به یو ځل بیا واټونو ته راوباسي.
په دغه راپور کې راغلي، چې په لوړه کچه ناستو کې چارواکو علي خامنهیي ته ویلي، د خلکو غوسه داسې حد ته رسېدلې چې نور وېره د هغوی مخه نهشي نیولی او ډېری ایرانیان چمتو دي چې یو ځل بیا له امنیتي ځواکونو سره مقابله وکړي. همدارنګه خبرداری ورکړل شوی، چې بهرنی فشار لکه د امریکا یو محدود برید کولای شي خلک وهڅوي او سیاسي جوړښت ته نه جبرانېدونکی زیان واړوي.
یوه چارواکي رویټرز ته ویلي: «د قهرجنو خلکو له اعتراضونو سره هممهاله برید، د نظام د نړېدو لامل کېدای شي. دا د جګپوړو چارواکو اصلي اندېښنه ده او زموږ دوښمنان همدا غواړي».
