• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د بشري حقونو دوه نیول شوي مدافعان سملاسي خوشې کړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۰

د بښنې نړېوال سازمان د یوې بېړنۍ اعلامیې په خپرولو سره له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بشري حقونو مدافعان «ایمان مزاري او هادي علي چټه» دې سملاسي او له قید و شرط پرته خوشې کړي.

د دغه بنسټ په وینا، یادو دواړو وکیلانو ته د هغو د ټولنیزو شبکو د پوسټونو له امله، چې «د دولت ضد» بلل شوي، لس ـ لس کاله د بند سزا اورول شوې ده.

ایمان مزاري او هادي علي چټه د روان کال د جنورۍ په ۲۳مه نیول شوي او تر اوسه ورته د خپلو کورنیو او قانوني وکیلانو سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د بښنې نړېوال سازمان وایي، دا دواړه وکیلان یوازې د بشري حقونو د دفاع له امله مجازات شوي، نیونه او محکومیت یې د بیان ازادۍ او عادلانه محاکمې له بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده.

دغه بنسټ ټینګار کوي چې د ایمان مزاري او هادي علي چټه پر وړاندې لګېدلې سزاوې باید لغوه شي او پر هغوی لګول شوي تورونه باید بې‌اساس وبلل شي.

د بښنې نړېوال په وینا، د بشري حقونو مدافعین باید د خپل مسلکي کار له امله ونه ځورول شي او نه هم زنداني کړل شي.

تر اوسه د پاکستان حکومت یا اړوندو عدلي ادارو د بښنې نړېوال سازمان د دې غوښتنې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۲

سرچینې: پر ډیورنډ کرښه یو وار بیا د طالبانو او پاکستاني‌ ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۳

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

۴

واشنګټن پوسټ:رحمان‌الله لکڼوال په زندان کې د نه‌خوړلو اعتصاب له امله روغتون ته لېږدول شوی

۵

درېیمه استازې؛ ملګري ملتونه د ښځینه استازو په ټاکلو طالبانو ته څه پیغام ورکوي؟

•
•
•

نور کیسې

امریکایي سناتور له ټرمپ غوښتي چې د خبرو اترو پر ځای د ایران حکومت نسکور کړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۳۶ GMT+۰
امریکایي سناتور له ټرمپ غوښتي چې د خبرو اترو پر ځای د ایران حکومت نسکور کړي
100%

یو مخکښ جمهوري‌پال امریکايي سناتور له ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې له تهران سره د خبرو اترو پر ځای د ایران حکومت د نسکورولو هڅه وکړي. لېنډسي ګراهام ویلي:« په منځني ختیځ کې ریښتینې سوله هغه وخت راتلای شي، چې د ایران رژیم سقوط وکړي».

ګراهام له ټرمپ غوښتي، چې د ایراني لاریون کوونکو د ملاتړ لپاره پر خپلې ژمنې عمل وکړي. لېنډسي ګراهام له فاکس نیوز سره په مرکه کې د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو، رونالډ رېګن او بارک اوباما د سیاستونو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې له ټرمپ څخه بل هېڅوک د سولې د بهیر پرمخ وړلو دومره وړتیا نه‌لري.

دغه لوړپوړی جمهوري‌پال سناتور په دې باور دی، چې د ایران حکومت سقوط به د دغه هېواد ملاتړې ترهګرې ډلې هم کمزورې کړي. هغه ټینګار وکړ: «د ایت‌الله خامنه‌یي په څېر حکومت به هېڅکله د امریکا شریک یا دوست نه وي».

د هغه په وینا:« ډونالډ ټرمپ د دغه ظالمانه حکومت پر ځای د ایران د خلکو په غوره کولو سره سمه لاره غوره کړې ده». ګراهام ایران د سیمې د وسله‌والو ډلو ملاتړی وباله او ویې ویل، که دغه رژیم له‌منځه ولاړ شي؛ نو حزب‌الله، حوثیان او نورې وسله‌والې ډلې به هم له‌منځه ولاړې شي.

شهباز شریف د خیبر پښتونخوا له سر وزیر غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پیاوړې کړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۰
شهباز شریف د خیبر پښتونخوا له سر وزیر غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پیاوړې کړي
100%

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي له‌خوا د پاکستان پر حکومت او تګلارو تر سختو نیوکو وروسته، د دغه هېواد لومړي‌ وزیر شهباز شریف له هغه سره لیدلي او په سیمه کې یې د امن د ټینګښت لپاره د مرکزي او ایالتي حکومتونو پر همغږۍ او همکارۍ ټينګار کړی.

هغه له سهیل اپریدي غوښتنه کړې، چې ایالتي حکومت دې د ترهګرۍ په وړاندې اړوندې ادارې پياوړې کړي. شهباز شریف په یاده لیدنه کې ویلي: «مرکزي او ایالتي حکومتونه د ترهګرۍ د بشپړې له‌منځه وړنې لپاره خپلې ګډې هڅې روانې ساتي». نوموړي‌ ویلي، ایالتي حکومت ته په کار ده چې په خیبر پښتونخوا کې د امن لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په ګډون ګڼو پښتنو سیاست‌والو د خیبرپښتونخوا په ناامنۍ کې د پاکستان د پوځ لاس ګڼي او وايي چې دغه سیمه د همدې توپیري چلند له کبله د ناامنۍ تر سیوري لاندې ده.

څه موده مخکې منظور پښتین د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي و، چې د پاکستان پوځ په پښتونخوا او افغانستان کې بمبار کوي او د هغوی لپاره ټول پښتانه یو ډول دي. پښتین ویلي و: «زموږ دوښمن چې د عیش او عشرت په خاطر متحد پاتې کېدای شي؛ نو موږ افغانان څنګه د خپلو کورنیو، اولادونو او ژوند لپاره سره نه‌شو راټولېدای».

د غزې او مصر ترمنځ رفح بندر د تګ‌راتګ لپاره پرانیستل شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۰
د غزې او مصر ترمنځ رفح بندر د تګ‌راتګ لپاره پرانیستل شو
100%

یو اسراییلي امنیتي چارواکي ویلي، چې د غزې او مصر ترمنځ د رفح مهمه لاره د دوشنبې په ورځ د یادې سیمې د اوسېدونکو د تګ‌راتګ لپاره په بشپړه توګه پرانیستل شوه. نوموړي زیاته کړې، چې دغه لاره هره ورځ د شپږو ساعتونو لپاره پرانیستې وي.

نوموړي د اروپايي ټولنې د سرحدي مرستې د ماموریت (EUBAM) د ټیمونو له رسېدو وروسته وویل: «له دې شېبې وروسته رفح بندر د خلکو د تګ‌راتګ لپاره هم د داخلېدو او هم د وتلو په موخه پرانیستل شوی دی».

د اسراییل دولتي ټلویزیون «کان» راپور ورکړی، تمه ده چې شاوخوا ۱۵۰ کسان د دوشنبې په ورځ له غزې مصر ته ولاړ شي، چې په‌کې ۵۰ ناروغان هم شامل دي او نږدې ۵۰ نور کسان به بېرته غزې ته داخل شي.

د فرانس پرېس خپرو شوو انځورونو ښودلې، چې د یکشنبې په ورځ د مصر پر لوري امبولانسونه کتار ولاړ وو؛ څو ناروغان انتقال کړي. د غزې د روغتیا وزارت یوه چارواکي چې د حماس تر ادارې لاندې فعالیت کوي وویل، شاوخوا ۲۰۰ ناروغان د وتلو اجازې ته په تمه دي.

رفح د غزې لپاره د مرستو د داخلېدو یو مهمه دروازه بلل کېږي، هغه سیمه چې د اوربند له پلي کېدو سره، سره لا هم له سختو بشري ستونزو سره مخ ده. دغه اوربند تېر کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې ټینګ شوی دی.

دغه بندر له هغه وخته تړل شوی و، چې اسراییلي ځواکونو د ۲۰۲۴کال په مئ میاشت کې د حماس پر وړاندې د جګړې پر مهال کنټرول ترلاسه کړ. د اسراییل دفاع وزارت اړوند ادارې «کوګات» یوازې د اشخاصو د تګ راتګ یادونه کړې او د مرستو د پراخه داخلېدو په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې ۵ افغان خبریالان نیولي دي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۰ GMT+۰
د افغان رسنیو ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې ۵ افغان خبریالان نیولي دي
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» وايي، پاکستاني پولیسو په تېرو دوو اونیو کې په اسلام‌اباد کې د افغان رسنیو ۵ غړي نیولي چې د امنیتي‌ ستونزو له کبله د ځینو هویت نه خپروي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په نیول شویو کسانو کې افغان خبریال صمیم فروغ فیضي او تصویر اخیستونکی عطاء‌الرحمان شېرزاد هم شامل دي. یاد سازمان د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلی، چې وړاندې هم پاکستاني پولیسو د افغان رسنیو درې غړي په اسلام‌اباد کې له خپلو کورنیو سره یو ځای نیولي وو.

دغه سازمان اندېښنه ښودلې، چې په دغه هېواد کې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له جدي امنیتي ګواښونو، خپلسرو نیونو او جبري اخراج سره مخ دي. دوی زیاته کړې: «په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته لسګونه افغان خبریالان د خپلو مسلکي فعالیتونو، سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله اړ شول چې پاکستان ته پناه یوسي؛ خو له بده مرغه، هغوی په دغه هېواد کې له تېرو څو کلونو راهیسې له ناامنۍ، بې‌ثباتۍ او له وېرې ډک ژوند سره مخامخ دي».

دغه سازمان وایي، چې په پاکستان کې د پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو د نیولو او د ویزو د نه تمدید له امله هره ورځ ګڼ افغان خبریالان د یوه ناڅرګند او خطرناک وضعیت سره مخ دي.

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان د کډوالو لپاره له متحده ایالتونو، د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ، اروپایي هېوادونو، د بې‌پولې خبریالانو سازمان او ټولو نړۍوالو او بشرپاله بنسټونو غوښتنه کوي، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د سملاسي خوندیتوب لپاره جدي او اغېزمن اقدامات وکړي.

نن د درېیمې ورځې لپاره هم په کویټه کې انټرنېټ بند دی

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۶ GMT+۰
نن د درېیمې ورځې لپاره هم په کویټه کې انټرنېټ بند دی
100%

نن د درېیمې ورځې لپاره هم د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې انټرنېټ بند دی. د راپورونو له مخې؛ د انټرنېټ پرې کېدو سره سم له کویټې څخه نورو سیمو او چمن ته د اورګاډي خدمتونه هم بند شوي دي.

جیونیوز د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۳مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د انټرنېټ بندېدو له کبله سوداګر، زده‌کوونکي او کاروونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي‌ دي. په راپور کې راغلي، چې له کویټې څخه چمن، پېښور او نورو سیمو ته د جعفر اېکسپرېس اورګاډي تګ‌راتګ هم بند شوی دی.

د رېل پټلۍ چارواکو په وینا؛ د چمن لپاره مساپر وړونکی اورګاډی هم نن نه‌دی تللی او دغه خدمتونه د نامعلومو لاملونو له امله ځنډول شوي دي. بلوڅ بېلتون پالې ډلې د شنبې په ورځ ادعا کړې وه، چې هیروف په نامه عملیات یې د بلوچستان ایالت د نوشکي، مستونګ او کوېټې په ګډون په لسو ښارونو کې د پاکستان پوځ پر ضد پیل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس ته څلورو پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي، د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۷وسله‌وال هغه مهال ووژل شول چې په بلوچستان کې یې له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره وسله‌والې نښتې وکړې.

د پاکستان امنیتي چارواکو منلې، چې بلوڅ بېلتون‌پاله وسله‌والو د شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه او یو شمېر نورو ښارونو کې پر امنیتي او حکومتي ادارو هم‌مهاله بریدونه کړي دي.