دغه استادان په وروستیو اوونیو او میاشتو کې له خپلو دندو لرې کړای شوي دي. د ترلاسه شوي نوملړ لهمخې، د دغو استادانو ډېری یې د شرعیاتو له پوهنځیو او د دیني علومو، اسلامي ثقافت او تعلیم او تربیې له ډیپارټمنټونو سره تړاو لري. د یاد نوملړ پر بنسټ، دغه استادان د کابل، ننګرهار، بلخ، تخار، شیخ زاید خوست، فاریاب، بدخشان، جوزجان، بغلان، کابل پوليتخنیک، فراه، البیروني کاپیسا، هرات، غور او د کونړ سید جمالالدین پوهنتونونو کې د تدریس دنده لرله.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت باخبره سرچینو دغه نوملړ تایید کړی دی. د سرچینو په وینا، یاد استادان پرته له دې چې د پوهنتونونو اداري او علمي منل شوې اصول او کړنلارې په پام کې ونیول شي، له دندو ګوښه شوي دي.
یو له هغو استادانو څخه چې هویت یې افغانستان انټرنشنل ته څرګند دی، روانه اوونۍ په فېسبوک کې د مستعار نوم له لارې ولیکل: «نن له اکاډمیک چاپېریال کې تر یوې لسیزې زیات خدمت وروسته، د ظالمانو له ظلم او له خپلو همکارانو او محصلینو سره په دردېدلي زړه مخه ښه کوم».
هغه زیاته کړې: «د اورېدونکي او لیدونکي رب دربار ته د دوی د بېعدالتۍ شکایت وړم، ځکه هغه د ظالمانو تر ټولو ښه حساباخیستونکی دی».
ولې د شرعیاتو استادان؟
تر لاسه شوی نوملړ ښيي، چې نږدې ټول ګوښه شوي استادان د شرعیاتو پوهنځیو او د دیني علومو له څانګو سره تړاو لري.
د سرچینو په وینا، دغه استادان له هغه څه وروسته له دندو لرې کړای شوي، چې «د عقایدو تفتیش» بلل کېږي. سرچینې وايي، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په چوکاټ کې د «عبدالله ابن مسعود» په نوم یوه کمېټه جوړه شوې ده، چې د استادانو تعلیمي اسناد، د تدریس مخینه او فکري لیدلوري ارزوي.
د سرچینو په وینا، که د شرعیاتو استادان له طالبانو سره بېل فکري بنسټ ولري، نومونه یې د لوړو زدهکړو وزارت مشرتابه ته لېږل کېږي او وروسته د ګوښه کېدو پرېکړه عملي کېږي. سرچینې زیاتوي، دغه کمېټې په څو برخو کې فعالیت کړی دی. لومړی، د پوهنتونونو د درسي نصاب هر اړخیزه بیاکتنه ده.
د دې بیاکتنې په پایله کې، ګڼ شمېر درسي مضمونونه د «ممنوعه» مضمونونو په لېست کې شامل شوي دي. د حکومتولۍ، بشري حقونو، ډیموکراسۍ، مدني ټولنې او لوېدیځو سیاسي افکارو په څېر مضمونونه په دې دلیل لرې شوي چې «له اسلام سره سمون نه لري». د سرچینو په وینا، ان ځینې ډیپارټمنټونه په بشپړ ډول منحل شوي دي.
په بل پړاو کې، دغه کمېټې د ساده ازموینو له لارې د طالبانو د جنګیالیو او اړوندو ملايانو د سواد کچه ارزولې او ډېرو ته یې د لېسانس او ماسټرۍ اسناد هم ورکړي دي. هممهاله، د هېواد په کچه د شرعیاتو پوهنځیو ته د استادانو د داخلېدو او د فعالیت د دوام موضوع د طالبانو د دیني روایت سره د هغوی د همغږۍ پر بنسټ ارزول کېږي.
تر دې وړاندې، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یو شمېر استادان د طالبانو سره د فکري اختلاف او د سلفي او وهابي تعبیرونو د ملاتړ په تور له دندو ګوښه شوي وو. همداراز، په بلخ ولایت کې سرچینو راپور ورکړی چې د بلخ پوهنتون یو شمېر استادان د عرفاني فکر او تصوف د تمایل له امله له دندو لرې کړای شوي دي.
په ځینو نورو ولایتونو کې هغه استادان هم ګوښه شوي، چې خپلې لوړې زدهکړې یې په سکولر نظام لرونکو هېوادونو کې بشپړې کړې وې. طالبان دغه استادان د «اسلامي علومو پر کافي تسلط نه لرلو» تورنوي.
د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو پخواني استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ګوښه شویو استادانو ډېری د «اسلامي ثقافت» له څانګې سره تړاو لري. هغه وویل، د طالبانو برداشت دا دی چې «دا استادان زموږ له فکري مسیر سره سم روان نه دي».
یو بل پوهنتوني استاد وویل، طالبان د استادانو په ګوښه کولو سره څو موخې تعقیبوي. د هغه په وینا، لومړۍ موخه د طالبانو اړوندو کسانو او ملايانو ته ځای پیدا کول دي. هغه زیاته کړه، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې لسګونو خپلو غړو ته تحصیلي اسناد ورکړي دي.
د دې سرچینې په وینا، طالبان باور لري چې باید خپل کسان د لوړو زدهکړو په بنسټونو کې ځای پر ځای کړي. هغه ټینګار وکړ، چې د پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو د بنسټونو مشرتابه نیول د طالبانو له لومړیتوبونو څخه دي او دا کار د هغوی د خوښې استادانو د ګومارنې له لارې شونی دی.
دغه استاد وویل: «کله چې څوک د پوهنتون استاد نه وي، نه شي کولای د پوهنتون او د لوړو زدهکړو وزارت په علمي او اجرایي بستونو کې کار وکړي». د طالبانو بله موخه فکري جهت ورکول دي. هغه وویل، طالبان هڅه کوي چې نوي او ځوان محصلین د دین او شریعت په اړه د دې ډلې له برداشت سره همغږي کړي. هغه زیاته کړه: «د روڼاندو او اکاډمیکو استادانو په شتون کې دا هدف نهشي پوره کېدای».
د اکاډمیکو معیارونو له پامه غورځولو پایلې
د کابل پوهنتون یوه استاد وویل، چې دوی پخوا د ګومارنې اوږده او علمي لاره وهلې ده.
د هغه په وینا، دغه بهیر له ډیپارټمنټ څخه پیلېده، د پوهنځي او پوهنتون علمي شوراګانو کې ارزول کېده او په پای کې د لوړو زدهکړو وزارت له تایید وروسته نهايي کېده. خو طالبانو دغه ټاکنیزه کړنلاره له پامه غورځولې ده.
هغو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وايي چې اوس د استادانو د ګومارنې او ګوښه کېدو پرېکړه نور د علمي شوراګانو صلاحیت نه دی. فکري او سیاسي تړاو له طالبانو سره د ګومارنې اصلي معیار ګرځېدلی دی.
د پوهنتون استادان د طالبانو د دغو کړنو له پایلو خبرداری ورکوي. د دوی په وینا، دا اقدامات لږ تر لږه دوه جدي پایلې لري چې لومړی د افغانستان د لوړو زدهکړو نظام ورځ تر بلې ایډیولوژیک کېږي او له نړۍوالو اکاډمیکو معیارونو لرې کېږي. د دوی په باور، د نصاب بدلون او د استادانو بېاصوله ګوښه کول د افغانستان د پوهنتونونو د تحصیلي اسنادو نړۍوال اعتبار له جدي ګواښ سره مخ کوي.
دوی وايي، دا کړنې له حقوقي اړخه هم ستونزې زېږوي. د پخواني افغان حکومت د لوړو زدهکړو د قانون او منل شویو علمي اصولو لهمخې، د استادانو ګوښه کول یوازې د پوهنځي د علمي شورا په وړاندیز او د پوهنتون د علمي شورا په تایید شوني وو.
د دې میکانېزم موخه دا وه، چې اکاډمیک چاپېریال د سیاسي لاسوهنې څخه خوندي پاتې شي.
د پوهنتون یوه استاد په دې اړه ویلي: «استادانو په ازاده توګه نظر ورکاوه، ځکه کاري مصوونیت یې درلود او هېڅ سیاسي مقام د دوی د ګوښه کولو حق نه درلود».
خو د دوی په وینا، اوس استادان له هېڅ ډول مصوونیت څخه برخمن نه دي.