• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د اداري تصفیې په لړ کې د کابل پوهنتون لسګونه استادان له دندو ګوښه کړي دي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په تېرو میاشتو کې لسګونه هغه استادان له دولتي پوهنتونونو څخه ګوښه کړي، چې د دې ډلې له فکري لیدلوري سره سمون نه‌لري. افغانستان انټرنشنل داسې یو نوملړ ترلاسه کړی، چې د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ۸۶ ګوښه شویو استادانو نومونه په‌کې شامل دي.

دغه استادان په وروستیو اوونیو او میاشتو کې له خپلو دندو لرې کړای شوي دي. د ترلاسه شوي نوملړ له‌مخې، د دغو استادانو ډېری یې د شرعیاتو له پوهنځیو او د دیني علومو، اسلامي ثقافت او تعلیم او تربیې له ډیپارټمنټونو سره تړاو لري. د یاد نوملړ پر بنسټ، دغه استادان د کابل، ننګرهار، بلخ، تخار، شیخ زاید خوست، فاریاب، بدخشان، جوزجان، بغلان، کابل پولي‌تخنیک، فراه، البیروني کاپیسا، هرات، غور او د کونړ سید جمال‌الدین پوهنتونونو کې د تدریس دنده لرله.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت باخبره سرچینو دغه نوملړ تایید کړی دی. د سرچینو په وینا، یاد استادان پرته له دې چې د پوهنتونونو اداري او علمي منل شوې اصول او کړنلارې په پام کې ونیول شي، له دندو ګوښه شوي دي.

یو له هغو استادانو څخه چې هویت یې افغانستان انټرنشنل ته څرګند دی، روانه اوونۍ په فېسبوک کې د مستعار نوم له لارې ولیکل: «نن له اکاډمیک چاپېریال کې تر یوې لسیزې زیات خدمت وروسته، د ظالمانو له ظلم او له خپلو همکارانو او محصلینو سره په دردېدلي زړه مخه ښه کوم».

هغه زیاته کړې: «د اورېدونکي او لیدونکي رب دربار ته د دوی د بې‌عدالتۍ شکایت وړم، ځکه هغه د ظالمانو تر ټولو ښه حساب‌اخیستونکی دی».

ولې د شرعیاتو استادان؟

تر لاسه شوی نوملړ ښيي، چې نږدې ټول ګوښه شوي استادان د شرعیاتو پوهنځیو او د دیني علومو له څانګو سره تړاو لري.
د سرچینو په وینا، دغه استادان له هغه څه وروسته له دندو لرې کړای شوي، چې «د عقایدو تفتیش» بلل کېږي. سرچینې وايي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په چوکاټ کې د «عبدالله ابن مسعود» په نوم یوه کمېټه جوړه شوې ده، چې د استادانو تعلیمي اسناد، د تدریس مخینه او فکري لیدلوري ارزوي.

د سرچینو په وینا، که د شرعیاتو استادان له طالبانو سره بېل فکري بنسټ ولري، نومونه یې د لوړو زده‌کړو وزارت مشرتابه ته لېږل کېږي او وروسته د ګوښه کېدو پرېکړه عملي کېږي. سرچینې زیاتوي، دغه کمېټې په څو برخو کې فعالیت کړی دی. لومړی، د پوهنتونونو د درسي نصاب هر اړخیزه بیاکتنه ده.

د دې بیاکتنې په پایله کې، ګڼ شمېر درسي مضمونونه د «ممنوعه» مضمونونو په لېست کې شامل شوي دي. د حکومتولۍ، بشري حقونو، ډیموکراسۍ، مدني ټولنې او لوېدیځو سیاسي افکارو په څېر مضمونونه په دې دلیل لرې شوي چې «له اسلام سره سمون نه لري». د سرچینو په وینا، ان ځینې ډیپارټمنټونه په بشپړ ډول منحل شوي دي.

په بل پړاو کې، دغه کمېټې د ساده ازموینو له لارې د طالبانو د جنګیالیو او اړوندو ملايانو د سواد کچه ارزولې او ډېرو ته یې د لېسانس او ماسټرۍ اسناد هم ورکړي دي. هم‌مهاله، د هېواد په کچه د شرعیاتو پوهنځیو ته د استادانو د داخلېدو او د فعالیت د دوام موضوع د طالبانو د دیني روایت سره د هغوی د همغږۍ پر بنسټ ارزول کېږي.

تر دې وړاندې، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یو شمېر استادان د طالبانو سره د فکري اختلاف او د سلفي او وهابي تعبیرونو د ملاتړ په تور له دندو ګوښه شوي وو. همداراز، په بلخ ولایت کې سرچینو راپور ورکړی چې د بلخ پوهنتون یو شمېر استادان د عرفاني فکر او تصوف د تمایل له امله له دندو لرې کړای شوي دي.

په ځینو نورو ولایتونو کې هغه استادان هم ګوښه شوي، چې خپلې لوړې زده‌کړې یې په سکولر نظام لرونکو هېوادونو کې بشپړې کړې وې. طالبان دغه استادان د «اسلامي علومو پر کافي تسلط نه لرلو» تورنوي.

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو پخواني استاد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ګوښه شویو استادانو ډېری د «اسلامي ثقافت» له څانګې سره تړاو لري. هغه وویل، د طالبانو برداشت دا دی چې «دا استادان زموږ له فکري مسیر سره سم روان نه دي».

یو بل پوهنتوني استاد وویل، طالبان د استادانو په ګوښه کولو سره څو موخې تعقیبوي. د هغه په وینا، لومړۍ موخه د طالبانو اړوندو کسانو او ملايانو ته ځای پیدا کول دي. هغه زیاته کړه، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې لسګونو خپلو غړو ته تحصیلي اسناد ورکړي دي.

د دې سرچینې په وینا، طالبان باور لري چې باید خپل کسان د لوړو زده‌کړو په بنسټونو کې ځای پر ځای کړي. هغه ټینګار وکړ، چې د پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو د بنسټونو مشرتابه نیول د طالبانو له لومړیتوبونو څخه دي او دا کار د هغوی د خوښې استادانو د ګومارنې له لارې شونی دی.

دغه استاد وویل: «کله چې څوک د پوهنتون استاد نه وي، نه شي کولای د پوهنتون او د لوړو زده‌کړو وزارت په علمي او اجرایي بستونو کې کار وکړي». د طالبانو بله موخه فکري جهت‌ ورکول دي. هغه وویل، طالبان هڅه کوي چې نوي او ځوان محصلین د دین او شریعت په اړه د دې ډلې له برداشت سره همغږي کړي. هغه زیاته کړه: «د روڼ‌اندو او اکاډمیکو استادانو په شتون کې دا هدف نه‌شي پوره کېدای».

د اکاډمیکو معیارونو له پامه غورځولو پایلې

د کابل پوهنتون یوه استاد وویل، چې دوی پخوا د ګومارنې اوږده او علمي لاره وهلې ده.
د هغه په وینا، دغه بهیر له ډیپارټمنټ څخه پیلېده، د پوهنځي او پوهنتون علمي شوراګانو کې ارزول کېده او په پای کې د لوړو زده‌کړو وزارت له تایید وروسته نهايي کېده. خو طالبانو دغه ټاکنیزه کړنلاره له پامه غورځولې ده.

هغو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وايي چې اوس د استادانو د ګومارنې او ګوښه کېدو پرېکړه نور د علمي شوراګانو صلاحیت نه دی. فکري او سیاسي تړاو له طالبانو سره د ګومارنې اصلي معیار ګرځېدلی دی.

د پوهنتون استادان د طالبانو د دغو کړنو له پایلو خبرداری ورکوي. د دوی په وینا، دا اقدامات لږ تر لږه دوه جدي پایلې لري چې لومړی د افغانستان د لوړو زده‌کړو نظام ورځ تر بلې ایډیولوژیک کېږي او له نړۍوالو اکاډمیکو معیارونو لرې کېږي. د دوی په باور، د نصاب بدلون او د استادانو بې‌اصوله ګوښه کول د افغانستان د پوهنتونونو د تحصیلي اسنادو نړۍوال اعتبار له جدي ګواښ سره مخ کوي.

دوی وايي، دا کړنې له حقوقي اړخه هم ستونزې زېږوي. د پخواني افغان حکومت د لوړو زده‌کړو د قانون او منل شویو علمي اصولو له‌مخې، د استادانو ګوښه کول یوازې د پوهنځي د علمي شورا په وړاندیز او د پوهنتون د علمي شورا په تایید شوني وو.

د دې میکانېزم موخه دا وه، چې اکاډمیک چاپېریال د سیاسي لاسوهنې څخه خوندي پاتې شي.

د پوهنتون یوه استاد په دې اړه ویلي: «استادانو په ازاده توګه نظر ورکاوه، ځکه کاري مصوونیت یې درلود او هېڅ سیاسي مقام د دوی د ګوښه کولو حق نه درلود».

خو د دوی په وینا، اوس استادان له هېڅ ډول مصوونیت څخه برخمن نه دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه له ډاکار موسسې سره یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د «ډاکار» په نوم له یوې مرستندویه موسسې سره یې په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د مرستې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی. یاده موسسه به له زلزله‌ځپلو کورنیو سره د ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت بشري مرستې وکړي.

د هوکړې د لاسلیک پر مهال د طالبانو د یادې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي ویلي، چې د دې هوکړې پر بنسټ باید ډاکار موسسه اړمنو کسانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دا پروژه دې په شفافه توګه پلي کړي. په افغانستان کې د ډاکار موسسې مشر پیدر تورننګ ډاډ څرګند کړی، چې د پروژې په تطبیق کې به ټول معیارونه په پام کې نیسي او اړمن خلک به ترې برخمن شي.

د هغه په وینا، د دغې پروژې ټولییز ارزښت ۴۴۶ زره امریکایي ډالره دی، چې له‌مخې به یې په کونړ کې ۲،۲۳۴ کورنیو، په ننګرهار کې ۷۰۰ او په لغمان کې ۶۶ کورنیو ته روغتیایي کڅوړې ووېشل شي. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د دغې پروژې په لړ کې به په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۲۳۵ - ۲۳۵ تشنابونه هم جوړ شي.
د هوکړې له‌مخې به ډاکار موسسه په کونړ کې د پاکو اوبو ۱۵ او په ننګرهار کې ۵ څاه‌ګانې وکېندي. همداراز په کونړ کې د ژېړي بابا کمپ (پنډغالي) ته د اوبو لېږد هم د دې پروژې برخه ده. طالبان داسې مهال د دغه هوکړه‌لیک په اړه معلومات ورکوي، چې له پاکستان او ایران څخه تازه راستانه شوي افغانان په هېواد کې له سخت بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي.
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې له دغو کډوالو سره لازمې مرستې نه دي شوي او طالبان هم د دې توان نه لري چې د هغوی د سرپناه، کار او اړینو خوراکي توکو ستونزې حل کړي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان له جدي بشري ناورین سره مخ دی او باید له تازه راستنو شویو افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې عاجلې مرستې وشي.

طالبانو په کابل کې ۲۲ کسان د «نشه‌يي توکو د پلور، قاچاق او کارونې» په تور په دُرو ووهل

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په کابل کې د نشه‌يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې لومړنۍ محکمې ۲۲ کسانو ته د نشه‌یي توکو د پلور، قاچاق او کارونې په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د ټابلېټ کا، زیکپ ګولیو، شیشې، هیرویینو، الکولي مشروباتو او چرسو د قاچاق په قضیو کې ښکېل وو. د محکمې د پرېکړې له‌مخې، پر یادو کسانو له اوو میاشتو څخه تر درېیو کلونو پورې د بند سزا او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو تعزیري حکم شوی دی.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې دغه پرېکړه د سترې محکمې تر تایید وروسته پر یادو ۲۲ کسانو تطبیق شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ هم په کابل او فاریاب ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور پر ۴۰ کسانو په عام محضر کې د دُرو وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.
له دې سره، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده بیا په دې وروستیو کې د «جزایي اصول‌نامې» تر عنوان لاندې د محاکمو یوه نوې کړنلاره هم توشیح کړې، چې له امله یې عام افغانان له سختو محدودیتونو او سزاوو سره مخ دي.

برعکس طالبانو او ملایانو ته بیا په دې کړنلاره کې ډېر معافیتونه ورکړل شوي دي. د حقوقي چارو کارپوهان اندېښنه لري، چې د طالبانو دغه نوې اصول‌نامه به په محاکمو کې د عامو وګړو پر وړاندې سزاوې نورې هم ظالمانه کړي.

طالبانو له افغانستان نه د امنیتي ګواښونو په تړاو د روسیې بهرنیو چارو وزیر څرګندونې رد کړې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۰

د طالبانو ویاند د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دا څرګندونې رد کړې چې ګني د افغانستان له خاورې څخه امنیتي ګواښونه موجود دي. هغه وویل، چې په پنځو کلونو کې هیڅ هیواد د افغانستان له خاورې څخه له امنیتي ګواښ سره مخ نه دی.

سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل چې نوي امنیتي ننګونې او ګواښونه، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا او افغانستان پورې اړوند پرمختګونه، د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو هیوادونو د اندېښنو په سر کې دي.

ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه، د سلواغې پر ۱۴مه د دې څرګندونو په ځواب کې وویل، چې طالبان د افغانستان پر ټوله جغرافیه او خاوره بشپړ حاکمیت لري.

هغه ادعا وکړه: "په تیرو څلورو تر پنځو کلونو کې چې اسلامي امارت د افغانستان کنټرول لري، هیڅ هیواد له افغانستان څخه کوم ګواښ نه دی لیدلی."

دا څرګندونې له هغه وروسته کېږي، چې ډیری ګاونډیانو او د سیمې هیوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او حضور په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

روسیه په مرکزي اسیا کې د داعش ډلې او اسلامي غورځنګونو د فعالیتونو په اړه اندېښنه لري.

ازبکستان او تاجکستان هم د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او انصارالله ډلې د شته والي او فعالیتونو په اړه اندېښمن دي او د دې ډلو له عملي ګواښونو سره مخ دي.

چین هم په وار وار د ایغورانو د فعالیتونو په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي.

د چینایي چارواکو په وینا، له دې ډلو سره تړلي اشخاص کله ناکله په افغانستان کې دننه او بهر چینایي وګړي په نښه کوي.

په وروستۍ پېښه کې د داعش ډلې د کابل په شهر نو سیمه کې چینایي وګړي په نښه کړل.

پاکستان دا هم باور لري، چې د افغانستان خاوره د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بیلتون غوښتونکو لپاره په یوه پټنځای بدله شوې ده.

د طالبانو کابینې په پلان شویو پروژو کې د پراختیایي بودجې پر مصرف ټینګار کړی

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا ملامحمد حسن په مشرۍ ددې ډلې د کابینې غونډه کې د پراختیایي بودجې د لګولو او د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث شوی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن سې شنبه، د سلواغې پر ۱۴مه لیکلي، چې ددې ډلې د کابینې څوارلسمه غونډه پرون ترسره شوې ده.

په ناسته کې د پراختیایي بودجې د مصرف راپور تایید او اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې، چې پراختیایي بودجه په پلان شویو پروژو کې پر وخت مصرف او پراختیایي چارې دې په ښه توګه له پلان سره سمې پر مخ یووړل شي.

دغه راز په یاده غونډه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث شوی او اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې حل لارې وموندل شي.

په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو اېستلو پروسه چټکه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تازه ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له جنورۍ تر نومبر پورې شاوخوا ۱.۸میلیونه افغانان له ایران او نږدې ۹۰۰زره نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

اڅکزي له شهباز شریف نه د عمران خان د طبي معاینې لپاره د باوري ډاکټرانو استولو غوښته کړې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د ملي اسامبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي د سې شنبې په ورځ ددغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته لیک استولی او له هغه یې د عمران خان د روغتیا په برخه کې د شخصي مداخلې غوښتنه کړې ده. اڅکزي ویلي، د عمران خان روغتیايي وضعیت باید د هغه باوري ډاکټران وګوري.

دغه لیک د تحریک تحفظ ایین پاکستان (TTAP) له لوري پر ایکس خپور شوی دی.

اڅکزي په لیک کې ویلي چې په اډیاله زندان کې د عمران خان وروستي طبي معاینات د هغه د شخصي ډاکټرانو او کورنۍ له خبرتیا او شته والي پرته شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د عمران خان شخصي ډاکټران، چې د هغه له طبي تاریخ سره بلد دي، باید په معایناتو کې شامل شي.